08/22/2026
افغان کرکټ بورډ هم مثله فارمولا کارولی ؟؟؟؟شې!!
د بنګله دېش کرکټ بورډ لخوا د نړۍ د مشهورو فاسټ بولینګ روزونکو (کوچانو) ګمارل او د هغوی د تیزو توپ اچونکو پرمختګ واقعیا د ستاینې وړ دی.
د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې د تيزو توپ اچونکو پرمختګ او د افغانستان لپاره ترې زده کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ هم باید له دې تجربې څخه ګټور پند واخلي. که څه هم حمید حسن زموږ د کرکټ په تاریخ کې یو بې ساري او نړیوال تېز توپ اچونکی تېر شوی، خو د روزنې (کوچینګ) په برخه کې د نړۍ د کچې د داسې نامتو او تجربه لرونکو روزونکو شتون ته جدي اړتیا ده چې د نړۍ په بېلابېلو شرایطو کې یې کار کړی وي. زموږ ملي لوبډله د تېزې توپ اچونې په برخه کې خورا ښه استعدادونه لري، خو د یو مسلکي او نړیوال کوچ په شتون کې کولای شي خپل دا اړخ لا پسې پیاوړی کړي او په راتلونکي کې په بهرنیو او تېزو پیچونو باندې سترې بریاوې خپلې کړي.
بنګله دېش کرکټ بورډ له ۲۰۱۸ کال راهیسې د خپلو تېزو توپ اچونکو (فاسټ بولرانو) د وړتیاوو لوړولو لپاره ځانګړې پانګونه کړې ده. هغوی د نړۍ تر ټولو غوره او تجربه لرونکي فاسټ بولینګ کوچان لکه: اوټیس ګېبسن، عاقب جاوېد، مارشل ډیلنګ، شان ټېټ او الن ډونلډ په دندو وګمارل.
د دې سترې او مسلکي پرېکړې پایله دا شوه چې د بنګله دېش تېزو توپ اچونکو د نړۍ په کچه ځانګړی مهارت لرونکې پنځه تیز او غلچکي سرعت لرونکې فاسټ بولران ترلاسه کړل. هغوی وکولای شول چې د پاکستان، نوي زیلانډ او اسټرالیا په څېر پیاوړو نړیوالو لوبډلو ته د هغوی په خپلو کورنیو میدانونو کې د تېزې توپ اچونې په زور ماتې ورکړي. بنګله دېش اوس مهال په نړیواله کچه یوازې پر سپین (ورو) بولینګ تکیه نه کوي، بلکې د فاسټ بولینګ په مټ سترې لوبې ګټي.
08/07/2026
ايرلينډ ټاس ګټلی او افغانستان ته يې د توپوهنې بلنه ورکړې.
07/23/2026
ځوان فاسټ بالر خلیل احمد وایي،
کله چې هند ته ورسېدم، راشد خان سمدستي راته زنګ وواهه او ویې ویل: هېڅ تشویش مه کوه، زه درسره یم. هر څومره لګښت چې کېږي، زه یې درلېږم. کله چې دې د کورنۍ ویزې هم برابرې شوې، خبر راکړه، هغوی ته به هم مناسب کور ونیسم او ټول لګښت به یې هم زه پر غاړه واخلم.
خلیل احمد زیاتوي چې راشد خان هره یوه یا دوه ورځو کې زنګ را وهي ، پوښتنه مې کوي، ډاډ راکوي او وایي: که په وطن کې دې کورنۍ هر ډول اړتیا ولري، ماته ووایه، زه به درسره مرسته وکړم.
رښتیا هم د رشد خان لویوالی یوازې په کرکټ کې نه دی، بلکې په انسانیت، مهربانۍ او د خپل ولس په خدمت کې هم ځانګړی مقام لري. دا لومړی ځل نه دی چې هغه د اړمنو افغانانو لاسنیوی کوي؛ تر دې وړاندې یې هم له ګڼو بېوزلو کورنیو سره مرسته کړې او تل د خپل ولس ترڅنګ ولاړ پاتې شوی دی.
07/17/2026
ګاونډي ځکه د افغان کرکټ سقوط ته ملا تړلې چی زمونږ اتلان لا هم د نړیوال کرکټ په درجه بندۍ کې لومړې مقام لري.
ګاونډي غواړي چی افغانستان د نړۍ له سټیج څخه په چورلټ ډول راوغورځیږي، هغه که نړیوالې اړیکې وي او که کورنۍ واکمني وي، که اقتصاد وي که امنیت وي، که هویت وي او که حیثیت، باید افغان په کی ښه ورځ ونه گوري.
د ګاونډ لابیګران اوس هره خوا ګرځي او د بی وسه او بی کسه افغانستان پر مرۍ چاړه راکشوي خو ځان ته په هر سټیج براءت ورکوي.
له بده مرغه مونږ پاشل شوي او تیت شوي و، د غږ ځواک او واک مو په ټپه ولاړ دی او که څوک د یو ځای کیدو او راټولیدو غږ کوي نو د ګاونډ بیشمیره روزل شوي میینان به درته داسې بدرنګه لنډۍ راوشړي چی ته به وایی په تا څه وشول افغانه!
او د شهید موسی شفیق شعر به دی را په زړه شي چی:
کاشکې مړ وای چی می هیڅ نه وې لیدلې
دا د ستا په مرګ حساب ژوندون افغانه
نه شرمیږې ټول قومونه سره یو شول
ته شکیدلې تڼۍ پروت یی څه پریشانه
07/15/2026
ښه ذبیداکبري په پایلوبه کې نشته!؟
سړی حیران شي چې د شل اوریزو سیالیو یو اوپنر نه لوبوي او رحمت شاه یا اکرام په شل اوریزو کې ځای لري.
که ذبید روغ نه وي باید د اینجرۍ ريپورټ یې خپور شي او که روغ وي، نو نه لوبول یې شین کفر دی.
ګورئ، له یو بې زبانه لوبغاړي سره بې انصافي کول، ظلم دی.
سپینغر په دې یولس کسیزې لوبډلې د پایلوبې ګټلو حقداره نه ده.
تر ننه ورته اکثره سیالۍ وسیم اکرم او عصمت عالم ګټلې دي دي، نو چې دا دواړه یې ونه کړي، دا نور یې نشي کولای.
07/12/2026
دا ویډیو لمر ټلويزيون فيسبوک صفحی بیرته ډيليټ کړه
ځكه کرکټ بورډ راشدخان سره د حشمت په سر وران دى او لمر تلويزيون ته سپارښتنه شوي ده چې د عظمت مرکه دې ډيليټ کړي
عظمت په ياده مرکه کې ويلي وو چې زه چې نن د نړۍ اول نمبر ارلونډر يمه دا د راشدخان مشورې دې او زه يې ډېر زيات هڅولى يمه
07/12/2026
جالبه ده !
لمر تلوېزیون هغه مرکه ډېلېټ کړه چې عظمت الله عمرزي پکې د راشد خان اړوند ویلي و چې زه ترې متاثره یم او یوې خبرې یې زه تر لوړ مقام ورسولم .
د هغه ډاډ و چې د نړۍ غوره ټولچارو لوبغاړو کې دوهم او دریم مقام ته راغلم .
تاسو یې لامل څه ګڼئ ولې یې دا مرکه لرې کړېده دوی څه پټول غواړي؟
هیله ده د ادارې لخوا یوه خصوصي رسنۍ تر واک لاندې رانشي .
07/11/2026
د هند په وړاندې ټيسټ لوبه: بايللې
د هند په وړاندې يوورځنۍ لوبه: بايللې
د هند په وړاندې يوورځنۍ لوبه: بايللې
د هند په وړاندې يوورځنۍ لوبه: بايللې
د امو لوبډلې په وړاندې کې لوبه: بايللې
د سپين غر لوبډلې په وړاندې لوبه: بايللې
د مس عینک لوبډلې په وړاندې لوبه: بايللې
د بست لوبډلې په وړاندې لوبه: بايللې
د امو لوبډلې په وړاندې لوبه: بایللې
د بست لوبډلې په وړاندې لوبه: بايللې
07/07/2026
د شاپور ځدراڼ د مړینې خبر دومره خواشینی کړم چې په رښتیا یې د بیان لپاره ټکي نه لرم. داسې احساس مې وکړ، لکه د افغان کرېکټ د یوې نه هېرېدونکې دورې یوه مهمه پاڼه چې وتړل شوه.
شاپور مې لومړی ځل په ۲۰۰۸ کال کې ولید. وروسته په ۲۰۰۹ کال کې هغه مهال چې افغانستان په جنوبي افریقا کې د نړیوال جام د غوراوي سیالۍ کولې، ورسره مې لا ډېر وخت تېر کړ او له نژدې مې وپېژاند. په ظاهره ډېر خندانه، ټوکي او خوش طبعه انسان و، خو په باطن کې خورا دروند، باادبه او د نورو د درناوي په برخه کې بېخي دقیق انسان و. هر چا ته یې عزت ورکاوه او هېڅکله مې ونه لید چې له چا سره دې په سپکه لهجه خبرې وکړي.
د ۲۰۱۰ کال د شل اوریز نړیوال جام پر مهال، له هند سره د افغانستان د تاریخي لوبې په سبا بله ورځ یې راته په بارباډوز کې وویل چې د هند ځینو لوبغاړو ورته ویلي دي په ای پي ایل کې به ولوبېږې. هغه مهال لا زموږ هېڅ افغان لوبغاړی ای پي ایل ته نه و رسېدلی. ما ورته په خوښۍ وویل چې دا به ستر ویاړ وي، خو ده په خپل هماغه عاجزانه انداز وویل، څه چې په قسمت کې وي، هماغه به کېږي.
تواضع او خاکساري یې د شخصیت تر ټولو ښکلې ځانګړنه وه.
په ۲۰۱۵ کال نړیوال جام کې، د مېلبورن په یوه لوبغالي کې افغانستان له اماراتو سره تمریني لوبه لرله. زه د میدان په بل سر کې ناست وم. شاپور د میدان له هغه بل سره تر دې سره راغی، یوازې د دې لپاره چې روغبړ وکړي. دا یې له هر هغه چا سره کول چې پېژانده یې. د خلکو درناوی، مینه او صمیمیت یې د طبیعت برخه وه.
شاپور یوازې یو تېز بالر نه و هغه د هغه نسل استازی و چې د افغان کرېکټ بنسټ یې په قربانیو کېښود. هغه وخت نه دومره پیسې وې، نه نړیوال لیګونه، نه دا اسانتیاوې چې ننني لوبغاړي ترې برخمن دي. دوی لوږه، تنده، اوږده سفرونه، سخت شرایط او بې شمېره ستونزې وګاللې چې د افغانستان نوم نړیوالو ډګرونو ته ورسوي. که نن زموږ لوبغاړي په سترو لیګونو کې لوبېږي او د نړۍ له غوره لوبډلو سره سیالي کوي، د دې لارې لومړني کاڼي همدغو خلکو ایښي وو.
شاپور له کرېکټ سره مینه لرله، خو له افغانستان سره یې تر کرېکټ هم ډېره مینه وه. د وطن لپاره لوبېدل ورته تر هر مقام او هرې ګټې لوی ویاړ و.
خدای پاک دې یې وبخښي، جنت الفردوس دې یې په نصیب کړي او کورنۍ، ملګرو او د افغانستان د کرېکټ ټولې کورنۍ ته دې د زړه صبر ورکړي.
روح دې یې ښاد وي