Muhammad Sahaar

Muhammad Sahaar

Share

This page is now a personal news & weather updates page managed by Muhammad Sahaar.

15/07/2026

د ایران پر چابهار بندر د امریکا تازه بریدونه.

15/07/2026

تېره شپه په کویټ کي پر امریکایي هډو د ایران له خوا د بې پیلوټه الوتکو بریدونه.

14/07/2026

ایران په بحرین او کویټ کي د امریکا پر پوځي اډو پراخ بریدونه پیل کړی دي.
په دې برید کي لږ تر لږه ۳۰ درانه بالستیک توغندي او د بې‌ پیلوټه الوتکو (ډرونونو) یوه ډله شامله وه چي په ځانګړي ډول یې بحرین په نښه کړی دی.

راپورونه وایي چي په بېلابېلو ځایونو کي د توغندیو د لګېدو پېښي ثبت سوي دي.

14/07/2026

ایران نن په اردن کي پر امریکایي هډو د بالستیک توغندیو بریدونه کړي چي ګڼ شمېر یې پر یادو هډو لګېدلي.
اردن د امریکایي پوځ د پام وړ د پوځي شتمنۍ او هډو کوربه دی.

14/07/2026

امریکایي پوځ:
په منځني ختیځ کي مو تر ٥٠ زره ډېر پوځیان ځای پر ځای کړي دي.

13/07/2026

#تازه:
ټرمپ وایي، موږ به نن شپه او سبا پر ایران سخت بریدونه وکړو.

13/07/2026

رویټرز:
په لومړي امریکا د ایران پر ضد په خپلو وروستیو بریدونو کي له بې‌ پیلوټه بریدیزو کښتیو (زوارقو) څخه کار اخیستی دی.
په دې کښتیو کي عمله یا انسان نه وي بلکي له لیري واټن څخه کنټرولېږي او د بریدونو یا پوځي عملیاتو لپاره کارول کېږي.
دا کښتۍ د سمندري جګړې په ډګر کي د نوي ټکنالوژۍ کارونه بلل کیږي او د پوځیانو د خطر د کمولو لپاره مهم ګڼل کېږي.

13/07/2026

ایران:
د هیواد په سوېل کي د بندر عباس پر سر مو د امریکا یوه MQ-9 Reaper بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړه.

13/07/2026

د ایراني پوځ په وینا؛ دوئ تازه لاندي امریکایي اهداف په نښه کړي دي:

• په کویټ کي د امریکا په یوې هډې کي د سون توکو زېرمي، د Patriot هوايي دفاع سیستم، او یو ستراتیژیک FPS رادار په نښه سوي دي.
• په بحرین کي د امریکا د بې‌ پیلوټه الوتکو د قوماندې او کنټرول مرکز، د الوتکو د ساتني او ترمیم تأسیسات او د P-8 سمندري څارني الوتکي هنګر هدف ګرځېدلي دي.
• په اردن کي د سون توکو او مهماتو زېرمي د بالستیک توغندیو او بې‌ پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه سوي دي.

13/07/2026

تازه:
ایران په بحرین کي پر امریکایي هډو بریدونه پیل کړي.

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Khost?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Website

Address


Long Iceland City
Khost
11101