CricHunters

CricHunters

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from CricHunters, Sports League, New London, CT.

Bringing Afghan cricket fans the latest updates, insights, and inspiration—celebrating the game, uniting the community, and showcasing our cricketing talent to the world.

08/29/2026

د مالک سلیزه !

08/29/2026

نهم پړاو احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ نن سهار په ننګرهار او خوست ولایتونو کې پیل شوې.

د دغو سیالیو د پرانېستې مراسم نن سهار د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې ترسره شول.

د یادونې وړ ده چې په دغو سیالیو کې ۴ لوبډلې ګډون لري، چې هره لوبډله به په لومړي پړاو کې ۶ لوبې ترسره کړي او د راتلونکې اکټوبر میاشتې تر اتمې نېټې پورې به دوام ومومي.

08/28/2026

راشد خان:
د نیپال د خلکو دا حالت لیدل رښتیا هم زړه ماتونکی دی، چې له سختو سېلابونو سره مخ دي.

زما فکرونه او دعاوې له ټولو اغېزمنو خلکو سره دي، په ځانګړي ډول له هغو کورنیو سره چې خپل عزیزان، کورونه او د ژوند وسایل یې له لاسه ورکړي دي. الله دې د نیپال خلک وساتي، اغېزمنو ته دې ځواک ورکړي او ټول دې په امن کې وساتي. 🤲

قوي اوسئ، نیپال.

08/27/2026

جام🏆

کوم جام ښکلی دی؟

۱: افغانستان غوره لیګAPL
۲: هندوستان غوره لیګ IPL
۳: پاکستان غوره لیګ PSL
#𝐂𝐫𝐢𝐜𝐇𝐮𝐧𝐭𝐞𝐫𝐬

08/25/2026

ویډیو!

د صفي بریال قدم شل اوریزو سیالیو کې د نادر خان لوبډلې لوبغاړی نعمان شاه اغا د دغو سیالیو په اړه خپل نظر شریکوي.

Photos from CricHunters's post 08/25/2026

افغانستان غوره لیګ، د نوې ټرافي او نوو ویاړونو په لور!

#𝐂𝐫𝐢𝐜𝐇𝐮𝐧𝐭𝐞𝐫𝐬

08/25/2026

د APL ټرافي!!!
#𝐂𝐫𝐢𝐜𝐇𝐮𝐧𝐭𝐞𝐫𝐬

08/25/2026

افغانستان غوره لیګ دویم پړاو!

پنځه ورځې وروسته لوبغاړي کولی شي چې د افغانستان غوره
لیګ دوهم پړاو کې د لوبېدو په موخه نوم لیکنه وکړي.
#𝐂𝐫𝐢𝐜𝐇𝐮𝐧𝐭𝐞𝐫𝐬

08/24/2026

نوین الحق ته ښه راغلاست!

د افغانستان کرکټ بورډ په خپل کوربتوب د هندوستان پر وړاندې د ملي لوبډلې نړملړ اعلان کړ، چې له زیات ځنډ وروسته نوین الحق لوبډلې ته راغلی او نورالرحمن ته چانس ورکړل شوی.
#𝐂𝐫𝐢𝐜𝐇𝐮𝐧𝐭𝐞𝐫𝐬

08/23/2026

د اسیا کرکټ شورا (ACC) خپله کلنۍ عمومي غونډه تېره ورځ د تایلنډ په بنکاک ښار کې په بریالیتوب سره پای ته ورسوله.

په دې غونډه کې مهمې پرېکړې وشوې، چې له ډلې یې خالد الزاروني د ACC د مرستیال رئیس په توګه ټاکل، د اجرائیوي بورډ او کمېټو د غړو ټاکنه، او همدارنګه افغانستان د هغو بشپړ غړیتوب لرونکو ټېسټ لوبو کوونکو هېوادونو په ډله کې شاملول دي چې د ACC د ریاست لپاره د نوماند کېدو وړتیا لري.

یعنې د دې پرېکړې له مخې، افغانستان اوس د ACC د ریاست لپاره د خپل نوماند د وړاندې کولو حق لري.

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in New London?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Website

Address


New London, CT
06320