09/07/2026
� د ټورنمنټ غوره لوبغاړی! 🏏
د صفي بریال د شل اوریزو سیالیو په پای کې د اتلې شاهین هنټرز لوبډلې لپاره لوبېدونکي او د تېرې کرکټ کلب ټولچاری کپتان، رفیع صادق د ټورنمنټ غوره لوبغاړی ونومول شو.
🔥 رفیع صادق په ۵ اننګونو کې ۱۲ ویکټې واخیستې او د ټورنمنټ د مخکښ ویکټ اخیستونکي په توګه یې سیالۍ پای ته ورسولې.
🏏 د توپ وهنې په برخه کې یې هم په ۳ اننګونو کې ۷۲ منډې جوړې کړې.
⭐ ۱۲ ویکټې | ۷۲ منډې | غوره لوبغاړی
رفیع صادق یو ځل بیا وښوده چې ولې د تېرې کرکټ کلب له مهمو او بااستعداده لوبغاړو څخه دی.
🏏