AFG Cricket News

AFG Cricket News

Share

د کرکټ چټکو معلوماتو لپاره له موږ سره واوسئ

24/08/2026

افغان لوبډلې د هند پر وړاندې د راتلونکې لوبلړۍ لپاره خپل نوملړ اعلان کړ.

نوین الحق د اوږې د ټپ له امله له ځنډ وروسته یو ځل بیا د افغان لوبډلې برخه شوی دی.

بل لور ته نورالرحمن ته هم د لوبډلې په نوملړ کې ځای ورکړل شوی، چې تر دې وړاندې هم د سریلانکا پر وړاندې لوبلړۍ لپاره انتخاب شوی و، خو هغه سریز لغوه شو.

23/08/2026

ایکسپریس نیوز:
پاکستاني کرکټ لوبغاړي له ماتو سره دومره عادي شوي چې له امله یې اوس په پوره توګه "غم پروف" شوي دي.
دوی د انګلستان په وړاندې د ټیسټ په وروستیو شیبو کې د خپل خراب حالت سره سره په موسکا او خندا لیدل شوي.

سرچینې وايي چې حتی د لوبې بایللو وروسته هم د دوی په چلند کې د غم څرګندونه نه وه، دا چلند د ماتې په پرتله ډیر اندیښمن ښکارېده، مدیریت اوس هڅه کوي چې د دوهمې لوبې دمخه د لوبغاړو مورال لوړ کړي.

23/08/2026

حشمت شهیدي:
مونږ به چې کله لوبو ته تللو نو ما به مور ته ویل دعا راته کوه، مور به مې ویل سمه ده دعا درته کوم خو ته ډېرې منډې مه کوه، بیا ستړی کیږې او زما په تا نه پېرزو کیږي چې ستړی شې.
اووو ربه! د میندو څه بې الایشه او بې هدفه مینه ده

23/08/2026

د جیو سوپر د راپور له مخې د افغانستان او هند د شل اوریزو سیالیو مهالوېش ښايي د افغان کرکټ بورډ په غوښتنه بدل شي.
افغان کرکټ بورډ غواړي چې دغه سیریز له ټاکل شوې نېټې څو ورځې مخکې پیل شي، خو د هند کرکټ بورډ تر اوسه د دې غوښتنې په اړه رسمي ځواب نه دی ورکړی.

23/08/2026

یو ورته لیکلي وو، چې دا اوس بنېن دی او که کمبله ده.

Photos from AFG Cricket News's post 22/08/2026

د یو ټېسټ لوبې لپاره د یو امپایر معاش ۴۷۰۰ ډالر دی.

په یو ورځنیو لوبو کې:
۲۹۰۰ ډالر — د هرې لوبې لپاره

په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې:
۱۴۵۰ ډالر — د هرې لوبې لپاره
په آی پي ایل کې:
۳۵۰۰ ډالر — د هرې لوبې لپاره (د میدان امپایر)

19/08/2026

د نیروشن ډیکویلا د اوټ کېدو څخه لږ مخکې، د یاشاسوي جیسوال او ډیکویلا ترمنځ یوه ډېره په زړه پورې خبرې وشوې.

جیسوال غوښتل ډیکویلا د یوه لوی شاټ وهلو ته وهڅوي، ورته یې ویل: راځه یاره، په لومړۍ پاڼۍ کې دې ډېر شاټونه ووهل، موږ هم غواړو یو څه ووینو. یو شپږیزه ووهه، زه به دې IPL ته بوځم.

ډیکویلا په ډېرې ارامۍ ورته وویل: «لومړی مې IPL ته بوځه، بیا به یې ووهم.
جیسوال بیا ټینګار وکړ. ۱۰۰ سلنه، بیا به دې بوځم راځه، یوه شپږیزه ووهه.

ډیکویلا مننه وکړه، خو د دې خبرو تر ټولو جالبه برخه دا وه چې ډیکویلا په هماغه اوور کې د پراسیډ کرېشنا له خوا اوټ شو په کرکټ کې د لوبغاړو ترمنځ دا ډول خبرې او ټوکې د ذهني لوبې یوه برخه وي.

جیسوال هڅه وکړه ډیکویلا د احساساتو له لارې د لوی شاټ وهلو ته وهڅوي، خو پایله یې د ده په خوښه نه وه؛ ډیکویلا د شاټ پر ځای خپله ویکټ له لاسه ورکړه.

19/08/2026

د د ویسټ اینډیز پخوانی لوبغاړی ریچارډز وایې:

ویسټ انډیز لوبډله باید د افغانستان د کرکټ له وروستي پرمختګ څخه الهام واخلي.
دوی کرکټ په خورا علاقې سره کوي او اتفاق یې د کامیابۍ یو بل راز دی، که څه هم په نړېوال کرکټ کې د دوی سفر زیاته مخینه نلري خو اوسنیو لوبو ته په کتو دوی د راتلونکي کلونو لپاره د کرکټ یوه ستره لوبډله ده.

゚viralシ

Photos from AFG Cricket News's post 15/08/2026

افغانستان یو ځل بیا ایرلنډ ته ماتې ورکړه او د یو ورځنیو لوبو سیریز یې وګاټه.

ایرلنډ وروستی ځل په ۲۰۱۹ کال کې افغانستان ته ماتې ورکړې وه، له هغه وروسته بیا افغانستان بریالی دی.

د سیریز ګټلو کې د صدیق اتل هم ځانګړې ونډه وه. 👏
سیریز ګټل مو مبارک.

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Kosti?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address


Kosti