GHAN MEDIA

GHAN MEDIA

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from GHAN MEDIA, Sports, Islamabad, Islamabad.

14/07/2026

اورزولا فون دير لاین: د فرانسې ځواکمن پوځ د ټولې اروپا د ازادۍ او امنیت ضامن دی

د اروپايي کمیسیون مشرې، اورزولا فون دير لاین د فرانسې ملي ورځې په نمانځغونډه کې د ګډون پر مهال د دغه هېواد د پوځي ځواک او د اروپا په امنیت کې د هغوی د رول په تړاو څرګندونې کړې دي.

هغې په پاریس کې د "شانزلیزه" پر مشهور واټ د فرانسوي ځواکونو د رسم ګذشت او مانورونو په لیدو سره وویل، نن موږ د فرانسې د دغه ارزښتمن او ګرانبها میراث یعنې د ازادۍ جشن نمانځو.

فون دير لاین د ځواکمنې دفاع پر اړتیا ټینګار وکړ او په خپل پیغام کې یې ولیکل: "موږ ټول پوهېږو چې له دفاع پرته ازادي شتون نه لري او دغه راز پرته له داسې ځواک چې سوله خوندي کړي، د تلپاتې سولې درلودل هم ناممکن دي".

د اروپايي اتحادیې دغه لوړپوړې چارواکې زیاته کړه چې د فرانسې پیاوړی پوځ په حقیقت کې د ټولې اروپا د ځواکمنتیا او ثبات سرچینه ده او د دغې ګډې اتحادیې د ټولو غړو هېوادونو او د هغوی د اوسېدونکو د ازادۍ ساتنه کوي.

| | | | | | |

14/07/2026

د پښتونخوا عوامي نېشنل ګوند د صوبایي صدر، میا افتخار حسین په مشرۍ په ملاکنډ کې جوړې شوې لویې جرګې کې ويلي، تر هغې چې د پاکستان حکومت د ملاکنډ ډویژن او ضم شویو سیمو ولسونو ته د هغوی د خپلو طبیعي سرچینو، برېښنا او کانونو حقونه نه وي ورکړي، پر دغه ولس باندې د نویو مالیاتو (ټیکسونو) لګول به لویه معیشتي ناانصافي وي.

د جرګې د اعلاميې له مخې، ملاکنډ پاکستان ته په بې ساري ډول برېښنا، ځنګلونه او معدني توکي ورکوي، خو ځايي اوسېدونکي یې لا هم له بنسټیزو اسانتیاوو محروم دي.

په پرېکړه لیک کې غوښتنه شوې چې د پاکستان اساسي قانون په رڼا کې دې د ملاکنډ له سرچینو څخه د ترلاسه کېدونکې رایلټۍ لومړی حق د سیمې د ولس وګرځول شي. دغه راز په ډاګه شوې چې د غرنيو او قبایلي سیمو له کانونو څخه د ترلاسه کېدونکي عاید لږ تر لږه ۶۰ سلنه برخه باید پر ځايي پرمختګ او د ځوانانو پر روزګار مصرف شي.

جرګې زیاته کړې چې په ملاکنډ کې د برېښنا تولیدونکي ۷ لوی پراجیکټونه شتون لري، نو پکار ده چې په ملي کچه د پلورل کېدونکي نرخ په څېر، ځايي ولس ته هم د هغوی د اړتیا په اندازه ارزانه برېښنا ورکړل شي.

جرګې د پاکستان مرکزي او صوبایي حکومتونو لخوا د سېلز ټیکس نفاذ په کلکه رد کړی او هغه یې له ولس سره د شویو تاریخي او قانوني لوظونو خلاف عمل بللی دی.

د جرګې په وینا، ملاکنډ او پخوانۍ قبایلي سیمې د ترهګرۍ او سیلابونو له امله تر ټولو زیات ځپل شوي دي، نو ځکه د دغو ولسونو د معیشتي او اقتصادي بیارغونې پر ځای پر هغوی باندې د نویو مالي بارونو تپل په هیڅ صورت د زغم وړ نه دي او د دې پر وړاندې به هر ډول ډیموکراتیکه او قانوني مزاحمت وشي.

| | | | | |

14/07/2026

پاکستاني چارواکو ويلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو او د خوړو نړیوال پروګرام د بشري مرستو بار وړونکي موټر د تورخم دروازې له لارې د افغانستان خاورې ته په ننووتلو پیل کړی دی.

د دوی په وینا، تر اوسه پورې شپږ بار وړونکي موټر له تورخم څخه تېر شوي، چې په کې بسکېټ او د پخلي غوړي بار دي.

دا لاره وروسته له هغې پرانیستل شوه چې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار د ملګرو ملتونو د مرستو پر مخ د دروازې د خلاصولو منظوري ورکړه او بل لور ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیر خان متقي هم د دغو مرستندویه وسایطو د تګ راتګ د اسانتیا او همغږۍ په تړاو موافقه وکړه.

د نن ورځې تر ناوخته به نور موټر هم د تورخم له لارې افغانستان ته داخل شي، چې په پام کې ده په راتلونکو ورځو کې د تورخم له لارې د ملګرو ملتونو د مرستو له ۵۰ څخه زیات نور بار وړونکي موټر هم د افغانستان لوري ته واوړي.

| | | | | | |

14/07/2026

ایرنا خبري اژانس پر خپله اېکس‌پاڼه د ایران د خاتم‌الانبیا مرکزي قوماندانۍ د ویاند ابراهیم ذوالفقاري ویډیويي پیغام خپور کړی دی.
ذوالفقاري په دغه پیغام کې ویلي چې د هرمز تنګي په مدیریت کې د امریکا هر ډول لاسوهنه د سیمې امنیت، نړۍواله سوداګري او د سوداګریزو بېړیو تګ راتګ له ګواښ سره مخ کوي.
هغه خبرداری ورکړی چې له امریکا سره هر ډول پوځي او لوژستیکي همکاري به د ایران د حاکمیت او ملي امنیت پر وړاندې د جګړې اقدام وبلل شي.
#سیمه‌ییز_امنیت

14/07/2026

نن د افغانۍ پر وړاندې د بهرنیو اسعارو بیې چې له افغانستان بانک اخيستل شوې دي.

‏ #آسعار

14/07/2026

د شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو په دوام، د سپین‌غر پړانګانو د بًست ساتونکو د ۱۴۴ منډو هدف په ځواب کې غوره توپوهنه وکړه او په ۱۵م اور کې یې د خپلو ۴ لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړ او د ۶ ویکټو په توپیر یې لوبه وګټله.

د دې لوبډلې په ګټه عصمت عالم یو ځل بیا ښه توپوهنه وکړه او ۴۶ منډې یې جوړې کړې.
د نوموړي ترڅنګ زبید اکبري ۳۲ او بهیرشاه ۳۰ منډې جوړې کړې.
#بُست_ساتونکي #کرکټ

14/07/2026

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، افغان سوداګرو د روسیې د داغستان او تیومن او قزاقستان له سوداګرو سره د ۴۴۶ میلیونه او ۶۲۰ زره افغانیو په ارزښت هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي
#افغانستان #روسیه #قزاقستان

13/07/2026

د بې ځایه شویو نړیوال سازمان "ډیسپلیسډ انټرنشنل" په اسلاماباد کې د ښځو په تړاو د اسلامي همکاریو سازمان نهمې وزیرانو کچې غونډې ته په اشارې سره، د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو پر تګلارو نیوکې کړې دي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې د اسلامي همکاریو سازمان باید یواځې د اندېښنو په څرګندولو بسنه ونکړي، بلکې په خورا څرګند ډول اعلان کړي چې د طالبانو لخوا د افغان نجونو او ښځو بنسټیز او سیسټماټیک حذفول هیڅ ډول دیني مشروعیت نلري او دا حالت باید سمدستي پای ته ورسېږي.

یاد سازمان په خپلو خبرو کې روښانه کړې ده چې د OIC غړي هېوادونه پوره اخلاقي واک او سیمه ییز نفوذ لري ترڅو پر طالبانو لازم فشار راوړي چې د ښځو او نجونو زده کړو، کار، عامه ژوند او د پرېکړو په کچه کې ګډون ته بشپړ لاسرسی تامین کړي.

دغه راز په ډاګه شوې چې دا ناورین د افغانستان له پراخ سیاسي بندښت، بې رحمانه ځپنې، فقر، ناامنۍ او د یوه ټولشموله سیاسي حل لارې له نشتوالي څخه جلا کېدای نشي، ځکه همدا عوامل افغانان د خپلو کورونو پرېښودو او د پولو هاخوا کډوالۍ ته اړ کوي.

ډیسپلیسډ انټرنشنل لیکلي چې پاکستان د دغې غونډې د کوربه او د یوه داسې ګاونډي هېواد په توګه چې په مستقیم ډول د افغانستان له بې ثباتۍ او مهاجرتونو څخه اغېزمن دی، د OIC په ملاتړ د داسې یوې سیمه ییزې تګلارې په جوړولو کې مرسته کولای شي چې د ښځو حقونه د شخړو له رغند هوارولو او تلپاتې سولې سره وتړي.

د دغه سازمان په وینا، د اسلامي نړۍ یووالی به د ښځو د ځپلو لپاره له دین څخه د ناوړه ګټې اخیستنې هڅې ننګوي او د دې مخنیوی به وکړي چې د طالبانو تګلارې په ټوله نړۍ کې د اسلاموفوبیا (اسلام ورکونې) د زیاتوالي لامل نشي.

| | | | | | | |

13/07/2026

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال اعلان کړی چې هېواد یې د قطر پخواني امیر شېخ حمد بن خلیفه ال ثاني د مړینې له امله د درناوي په توګه یو ورځنی ملي ماتم اعلان کړی دی.

نوموړي په نوي ډیلي کې د دغه ماتم د پیل کېدو د خبر ترڅنګ ځینې انځورونه هم شریک کړي او روښانه کړې یې ده چې د دغه ملي ماتم په مناسبت په پلازمېنه نوي ډیلي او د هند په ټولو رسمي ودانیو باندې د دغه هېواد ملي بیرغ د درناوي په موخه نیم ځوړند شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د هند او قطر ترمنځ ډیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې د شېخ حمد بن خلیفه ال ثاني د واکمنۍ پر مهال خورا پراخې شوې وې او د هند حکومت د دغه هېواد د پخواني مشر مړینه د دواړو هېوادونو په اړیکو کې یوه لویه ضایعه بللې ده.

| | | | | | |

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Islamabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


Islamabad
Islamabad
25000