15/08/2026
يو بریالی سفر:
افغانستان په پنځمه يوورځنۍ لوبه کې ايرلينډ ته ماتې ورکړه او سيريز يې ۴-۰ وګاټه.
تاسې ټولو ته مبارک 🤩
د کرکټ تازه او دقیق معلومات راسره وڅارۍ!
15/08/2026
يو بریالی سفر:
افغانستان په پنځمه يوورځنۍ لوبه کې ايرلينډ ته ماتې ورکړه او سيريز يې ۴-۰ وګاټه.
تاسې ټولو ته مبارک 🤩
15/08/2026
رحمت شاه د ملي لوبډلې د لوبډلمشر په توګه پخپله څلورمه لوبه کې د ۹۱.۷۴ غوره سټرايک رېټ سره سليزه ووهله 👏
15/08/2026
افغان لوبډله په پنځمه سیالۍ کې لومړی بالینګ کوي!
افغان لوبډلمشر رحمت شاه ټاس وګاټه او لومړی یې ایرلینډ ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.
13/08/2026
راشد خان اعلان کړی چې د «آعمار ساختماني شرکت» له لاري یې پانګهاچونه کړې او د دغه شرکت سهملرونکی دی.
یاد شرکت په کندهار ښار، عینو مېنه او د هېواد په ټولو ولایتونو کې ساختماني چاري مخته وړي.
13/08/2026
هغه لوبغاړي چي د افغانستان لپاره يې په يو ورځنيو نړيوالو لوبو کي تر ټولو لوړي انفرادي منډي جوړي کړي دي:
① ابراهيم ځدران: 177 منډي
② ابراهيم ځدران: 162 منډي
③ رحمن الله ګربز: 151 منډي
④ عظمت الله عمرزی: 149 منډي
⑤ رحمن الله ګربز: 145 منډي
⑥ صديق الله اتل: 143 منډي
⑦ محمد نبي: 136 منډي
⑧ محمد شهزاد: 131 منډي
⑨ ابراهيم ځدران: 129* منډي
12/08/2026
افغانستان په ۴۲ منډو څلورمه لوبه وګټله او له دې بریا سره یې سيريز هم پخپل نوم کړ.
تاسې ټولو ته مبارک وي 🤩
12/08/2026
افغان لوبډلې ايرلينډ ته د ۳۴۴ منډو ستر هدف ورکړ.
ايرلينډ به په څو منډو ماتې وخوري؟
12/08/2026
د صدیق اتل ځانګړې ورځ؛
صديق د خپلې زيږيدنې د کليزې په ورځ د ايرلينډ په وړاندې روانه لوبه کې په ۹۶ بالونو سليزه ووهله 😍
12/08/2026
سلیزه مبارک!!!
ابراهيم ځدراڼ په ۱۰۷ بالونو د ايرلينډ په وړاندې روانه لوبه کې سليزه يې ووهله 😍
12/08/2026
ښه خبر !
د افغانستان او هند ترمنځ درې شل اوريزه لوبې پوره ۳۰ ورځې وروسته پيليږي
د دې سياليو رسمي نېټې نن په ډاګه شوی