03/09/2026
🚨 تازه خبر !
د جاپان کرکټ اسوسيشن وايي چې دوی تر ممکنه بريده د اسيايي سياليو پرمهال ټولې اسانتياوې برابرې کړي خو که کومې لوبډلې په يادو اسانتياو کې راحت نه وي، کرکټ بورډونه يې کولای شي چې ځانګړي هوټلونه ورته په کرايه ونيسي.
تر دې وړاندې د اسيا بشپړ غړيتوب لرونکو هيوادونو افغانستان، هند، پاکستان، سريلانکا او بنګلهدېش جاپان کې د کېدونکو اسيايي سياليو پرمهال د کافي اندازه سهولتونو د نه شتون له امله اندېښنه څرګنده کړې وه.