30/08/2026
باید د افغانستان د سقوط دا برخه هم د تاریخ په پاڼو کې مستنده ثبت شي: د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه، د کابل له سقوط سره سم، د افغانستان د ملي شتمنۍ ګڼ شمېر پوځي الوتکې او چورلکې ازبکستان او تاجکستان ته انتقال شوې. د راپورونو له مخې، یوازې ۲۲ الوتکې او ۲۴ چورلکې ازبکستان ته او څو نورې الوتکې تاجکستان ته واوښتې.
پوښتنه دا ده: د افغانستان د ملي شتمنۍ د دغو الوتکو او چورلکو د انتقال پرېکړه د چا په امر وشوه، څوک یې مسوول وو، او ولې تر اوسه د دې موضوع بشپړ او رسمي حساب نه دی وړاندې شوی؟
دا هغه برخه ده چې باید په اسنادو، شواهدو او رسمي معلوماتو وڅېړل شي، څو راتلونکي نسلونه پوه شي چې د جمهوریت د سقوط په ورځ د افغانستان له ملي شتمنیو سره څه وشول!
30/08/2026
د تېلو بیه په یوه ټن کې ۲۰۰ ډالره راکمه شوه. دوه ورځې مخکې یو ټن په ۱۶۵۰ ډالره و، خو نن ۱۴۵۰ ډالرو ته راټیټه شوه.
29/08/2026
ویل کېږي چې د کابل په پلچرخي سیمه کې د ۱۶۶ میلیونه افغانیو په لګښت، د کابل ـ جلالاباد پر سړک د برېښنايي دروازې د جوړېدو چارې ۵۰ سلنه بشپړې شوې دي.
یاده دروازه ۱۰ د تګراتګ لینونه لري او پر شاوخوا ۱۵ جریبه ځمکه جوړېږي!
28/08/2026
وایي چې
یارووو، جوړ موړ، په خیرونو تازه راخلاص شو!
28/08/2026
بغلان ولایت کې د راپورونو له مخې، د مقا ومت جبهې اړوند دوه قوماندانان وژ ل شوي دي!
27/08/2026
د تېلو د بیو د لوړېدو تر شا څه کیسه ده؟
27/08/2026
درود او سلام دې وي د نړۍ او انسانیت پر ستر لارښود، حضرت محمد مصطفی ﷺ باندې. 🌹
27/08/2026
دا کابل جان دی، خو تاسو ووایاست چې د کابل کوم ځای دی؟
27/08/2026
تازه!
فرانسې له ۵۰ کلونو وروسته په کراچۍ، پاکستان کې خپله قونسلګري دایمي وتړله!