03/09/2026
د هند کرکټ بورډ له نننۍ غونډې وروسته ويلي چې د روهېت شرما ځای ته خطر نشته او د هغه د ډراپ کېدو په اړه په اوازو باور مه کوئ.
په پښتو ژبه د افغانستان، سیمې او نړۍ د کرکټ تازه خبرونه، شننې، مرکې، ځانګړي راپورونه او مهم معلومات:
03/09/2026
د هند کرکټ بورډ له نننۍ غونډې وروسته ويلي چې د روهېت شرما ځای ته خطر نشته او د هغه د ډراپ کېدو په اړه په اوازو باور مه کوئ.
03/09/2026
د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئیس ميرويس اشرف له يوې هندي رسنۍ سره خبرو کې ويلي چې هند په افغانستان کې د کرکټ اړوند څلور پروژې درلودې چې يوه يې بشپړه شوې او درې یې نيمګړې پاتې دي.
ميرويس اشرف د هند د ملاتړ په اړه ويلي چې له افغانستان سره د لوبو ترڅنګ يې کرکټ اسيايي شورا کې د افغانستان د بودجې په زياتوالي کې هم مرسته کړې ده.
03/09/2026
هغه د انټرنشنل ليګ په پرمختيايي ټورنمنټ کې د يوې لوبډلې لپاره لوبيږي او معلوميږي چې راتلونکې موخه يې د متحده عربي اماراتو ملي لوبډله ده.
د بنګلهدېش کرکټ بورډ خپلو کورنيو لوبو کې لوبغاړو ته ميچ فيسونه دوه برابره کړل.
فرسټ کلاس يا څلور ورځنۍ لوبې: مخکينی فيس ۷۰ زره ټکې او اوسنی فيس ۱۵۰ زره ټکې.
ليسټ ای يا يوورځنۍ لوبې: مخکینی فيس ۵۰ زره ټکې او اوسنی فيس ۱۰۰ زره ټکې.
شل اوریزه لوبې: مخکینی فيس ۴۰ زره ټکې او اوسنی فيس ۸۰ زره ټکې.
يادونه: ټکه د بنګلهدېش پولی واحد دی.
03/09/2026
له ۲۰۲۴ کال راهيسي د نړيوالو شل اوريزو لوبو پاور پلی کې د افغانستان لپار:
ابراهيم ځدراڼ: اوسط ۴۲ او سټرايک رېټ ۱۱۷.
رحمن الله ګربز: اوسط ۲۳ او سټرايک رېټ ۱۲۲.
صديق اتل: اوسط ۱۸ او سټرايک رېټ: ۹۱.
03/09/2026
محسن نقوي له خپلې لوبډلې راضي دی.
03/09/2026
کلکتې لوبډلې ته د کی اېل راهول پر انتقال خبرې روانې دي.
د هند کرکټ بورډ د سویلي افریقا د کرکټ بورډ سره خبرې کوي چې د ۲۰۲۷ کال آیپيايل وروسته او نړيوال جام مخکې د دواړو هيوادونو د لوبډلو ترمنځ سویلي افریقا کې شپږ يوورځنۍ لوبې برابرې کړې تر څو يې لوبډلې نړيوال جام ته ښې چمتو شي.
02/09/2026
ستاسو اند....
بنګلهدېش د اسیايي سياليو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه:
لیټن ډاس (کپتان)
تنزید حسن
پرویز حسین ایمان
محمد سیف حسن
نجمول حسین شانتو
توحید حریدوای (مرستیال کپتان)
مصدق حسین
یاسر علي
رشاد حسین
مهدی حسن
نسوم احمد
سیف الدین
شریف الاسلام
مستفیظ الرحمن
حسن محمود