Syerspeaks

Syerspeaks

Teilen

Journalist

21/06/2026

حشمت له ۹۵ لوبو وروسته وتوانېده چې سلیزه ووهي او زموږ چې څه پکار و، هغه د حشمت دغسې لوبه وه خو درېغه چې ناوخته دی او بله دا چې سلیزه یې په اوبو لاهو شوه.
او موږ چې د حشمت په ستونزو غږېږو دا معنی نه لري چې نور لوبغاړي مو هېر دي یا یې له فسبوک چلوونکو ډارېږو.
په دې ټول سیریز کې د توپ وهونکو په برخه کې څلور کسانو ښې منډې کړي چې یواځې دوه یې د پام وړ وې، لومړی د ګربز سلیزه او دوهم د عظمت ننۍ نیمه سلیزه. وړمه ورځ رحمت شاه د یوه مشر لوبغاړي په توګه مسؤلیت نه و اخیستی او له میدانه ووته او ننۍ لوبه کې حشمت که څه هم سلیزه وکړه خو د ملت لپاره ونه لوبېده. دغه شان محمد نبي هم هېڅ کارکردګي نه لريې، یواځې د خپل نوم له برکته لوبېږي، د فرید ملک ځای خو بخي په لوبډله کې نه جوړېږي او ضیاشریفي که څه هم ځوان دی خو لا ډېرې خوارۍ ته ضرورت لري چې ملي لوبډله کې ولوبېږي. د ابراهیم ځدران او صدیق اتل په پوزیشن او آرډر باندې غور کول په کار دي او صدیق اتل ته پکار ده چې په خپلو کمزوریو باندې سخت کار وکړي، که دغسې روان وي ملي لوبډله کې لوبېدل به ورته ګران تمام شي. ابراهیم ځدران هم له فام غورځېدلی او په فام کې راتلل یې ضروري دي.

خو تر ټولو لویه فاجعه دا ده چې بې‌اتفاقي د ناسور په څېر زموږ کرکټ له دننه خوري. کله چې خپله لوبغاړي یو بل نه زغمي، احساس، غیرت او قرباني پکې مړه شي، نو بیا له میرویس اشرف او نصیب خان او بورډ چلوونکو شکایت کول هم بې‌مانا دي.

هرچه بگندد نمکش می‌زنند
وای به روزی که بگندد نمک…

27/02/2026

بشپړه مرکه زموږ په یوټیوب چېنل لیدلی شئ

25/02/2026

پاکستان آی سي سي ته د افغانستان د کرکټ رکمنډېشن ورکړ.
الله داد نوري مرکه
YOUTUBE CHANNEL

Who Really Founded Afghanistan Cricket? | Allah Dad Noori Speaks Out 21/02/2026

د کرکټ ځانګړې مرکه د سه شنبې په ورځ مازیګر
دلته یې ټریلر لیدلی شئ

Who Really Founded Afghanistan Cricket? | Allah Dad Noori Speaks Out Welcome to Saiar Speak!Afghanistan’s rise in international cricket is one of the most inspiring stories in modern sports. But 25 years ago, no one could have...

13/02/2026

د ملي لوبډلې د مدیریت چارې چې د هر چا پر غاړه دي، ښکاري چې جدي نیمګړتیاوې لري. داسې راپورونه او ګنګوسې اورېدل کېږي چې ځینې لوبغاړي د مسلکي ډسیپلین له چوکاټه بهر چلند کوي؛ د فټنس او غذایي اصولو رعایت په هغه کچه نه کېږي لکه څنګه چې له نړیوالو لوبغاړو تمه کېږي.

ملي لوبغاړي باید د خوراک، تمرین، استراحت او شخصي چلند په برخه کې لوړه مسوولیت‌پذیري ولري. د سپور غذایي رژیم پر ځای ناسالم خوراک، یا داسې عادتونه چې د فټنس او فعالیت پر کچه منفي اغېز وکړي، نه یوازې په لوبه بد تاثیر کوي بلکې د مسلکي معیارونو خلاف هم دي.

د لوبډلې مدیر یوازې د لوبې پر مهال مسوول نه دی. هغه باید د فیزیو او روزنیز ټیم سره په ګډه د لوبغاړو د فزیکي وضعیت، تمریني نظم او عمومي ډسیپلین دوامداره څارنه وکړي. مدیریت یعنې څارنه، حساب‌ورکونه او معیار ټاکل، نه یوازې تش په نوم حضور.

ملي لوبغاړي د هېواد استازي دي. د هغوی هر حرکت، که په میدان کې وي او که له میدانه بهر، د افغانستان نوم سره تړاو لري. هر ډول غیر مسلکي چلند نه یوازې پر پایلو اغېز کوي، بلکې د هېواد پر اعتبار هم سیوری اچوي.

په ځانګړې توګه بهرنیو کمپونو او سفرونو پر مهال باید لا زیات نظم او کنټرول موجود وي. مدیریت باید کلک، عادلانه او له ډلبازۍ او ډلې ټپلې پاک وي. ملي ټیم شخصي ملکیت نه دی؛ دا د ملت ګډ ویاړ دی او همداسې مسوولانه چلند ته اړتیا لري.

11/02/2026

له شپږیزو او څلوریزو یې خوند واخلئ.

11/02/2026

تاسې همېش زموږ اتلان یاست
چې تاسې یاست داسې نور جامونه او لوبې به راشي
افغانستان به بریالی شي

10/02/2026

پاکستان ویل هند سره لوبه نه کوو، خو اوس یې د لوبې لپاره شرطونه ایښي چې دوه اړخیزه لوبې به کوي راسره او د لوبې وخت کې به لاسونه ورکوي لوبغاړو سره.
آی سی سی ورته ویلي هند به راضي کړو چې لاسونه درکړي، خو د دوه اړخیزه لوبو خیالونه مه کوئ☺️

09/02/2026

New Zealand vs Afghanistan t20 World Cup 2026 first innings fours and sixes

08/02/2026

افغان فاسټ بالرانو نن په اته اورونو او پنځه بالونو
۱۰۳ منډې ورکړي
فضل حق دوه اوروونه ۳۰ منډې
ضیا شریفي درې اورونه ۳۳ منډې
عظمت درې اوره پنځه باله: ۴۰ منډې

Wollen Sie Ihr Service zum Top-Fitness-Studio in Bonn machen?

Klicken Sie hier, um Ihren Gesponserten Eintrag zu erhalten.

Lage

Kategorie

Adresse


Bonn
53119