Afghan cricbox

Afghan cricbox

Partager

دافغانستان او نړۍ دکرکټ په تازه او وخت په وخت معلوماتو لپاره مونږ سره يو ځای شئ🇦🇫

30/08/2026

د۲۰۲۷ کال آسيا کپ ته درسيدو په موخه د لس لوبډلو په ګډون دغوراوي سيالۍ ترسره کيږي.

29/08/2026

له کلونو تجربې، زرګونو منډو او ګڼو تاریخي اننګزونو وروسته؛ رحمت شاه د افغان ODI کرکټ په تاریخ کې کوم ځای لري؟ 👀🏏

د افغانستان دا تجربه‌کار توپوهونکی نه یوازې د منډو له پلوه د هېواد له مخکښو لوبغاړو څخه دی، بلکې په یو ورځنیو لوبو کې یې داسې ریکارډونه هم ثبت کړي چې د یادولو وړ دي. 🔥🇦🇫

له سلیزو او نیمه‌سلیزو نیولې، تر غوره انفرادي سکور او نورو مهمو لاسته راوړنو پورې؛ راځئ وګورو چې رحمت شاه په ODI کرکټ کې تر اوسه څه کړي دي.

29/08/2026

نوموړی ښايي د لوبغاړي پر ځای د روزونکي یا لارښود په توګه له لوبډلې سره پاتې شي.

28/08/2026

راشد خان نيپاليانو ته د خونړيو سيلابونو له امله تسليت وړاندې کړی.

28/08/2026

د افغانستان، بنګله‌دېش او زمبابوې د سیالیو په اړه وروستی وضاحت

28/08/2026

نوموړی په ۲۰۰۹ کال کې شل اوریزې لوبې پيل کړې او تېره ورځ يې د اروپا شل اوریز ليګ په يوه لوبه کې پنځه ويکټې واخيستې.

28/08/2026

د انګلستان په لارډز لوبغالي کې د پاکستان او انګلستان ترمنځ د لومړۍ ټیسټ لوبې په لومړۍ ورځ، د غرمې د ډوډۍ په وقفه کې د انګلیسي خپرونکو له لوري د پاکستان د پخواني کپتان او لومړي وزیر عمران خان د زامنو مرکه خپره شوه.

د دې مرکې په اړه د پاکستان کرکټ بورډ (PCB) په رسمي ډول اعتراض کړی دی. د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، PCB د انګلستان له کرکټ بورډ سره د «سکای سپورټس» پر وړاندې رسمي شکایت هم ثبت کړی دی.

د راپورونو له مخې، PCB ان د اعتراض په توګه د لوبې له وقفې وروسته د پاکستانۍ لوبډلې د بېرته میدان ته نه ښکته کولو پر احتمال هم غور کړی و، خو له لنډ ځنډ وروسته لوبغاړي میدان ته ولاړل او مرکه هم خپره شوه.

دغه مرکه د انګلستان پخواني کپتان او د «سکای سپورټس» اوسني خپرونکي مایک اترټن کړې وه. د عمران خان زامنو، سلیمان او قاسم خان، په دې مرکه کې د خپل پلار د روغتیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

27/08/2026

دراپورونه له مخې ښکېل کرکټ بورډونه اندېښمن دي چې په جاپان کې د کېدونکو اسیایي سياليو پرمهال به د پيچونو په ګډون ډېرې نورې اسانتياوې په نړيوالو معيارونو برابرې نه وي.

27/08/2026

په اسيايي سياليو کې به افغانستان دکومې لوبډلې سره کواټر فائنل کې مخامخ کيږي

26/08/2026

په افغانستان کې اريانا تلويزيون د افغانستان او هند ترمنځ درې شل اوریزه لوبې خپروي.

Vous voulez que votre entreprise soit Gym la plus cotée à Democratic Republic of the ?

Cliquez ici pour réclamer votre Listage Commercial.

Type

Adresse


Democratic Republic Of The