TPL - Tarakhil Peace League

TPL - Tarakhil Peace League

Share

Tarakhil Peace League, It was established in 2021 & Tape Ball Cricket League across the country Afg

07/07/2026

د افغان کرکټ دنګ چنار د ستورو له مداره پرېوت

افغانستان کرکټ بورډ د افغان ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ د مړینې په اړه ژوره خواشیني څرګندوي او د هغه مړینه له شک پرته ستره ضایعه بولي. شاپور ځدراڼ د افغان کرکټ د بنسټ ایښودونکو لوبغاړو له ډلې څخه یو و، چې ژمنتیا، تعهد او نه ستړې کیدونکو هلو ځلو یې زموږ په هېواد کې د لوبې په وده او پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی.
نوموړی د هغو ویاړلو لوبغاړو څخه و چې د افغانستان د کرکټ د راولاړېدو او ودې لپاره یې ډېر کوښښونه وکړل او د هغو پلونو په رغونه کې یې مرسته وکړه چې افغان کرکټ یې نړیوال پړاو ته ورساوه.
شاپورجان د خپل ټول مسلک په اوږدو کې د افغانستان کرکټ ته په عزت، زړورتیا او ویاړ سره خدمت وکړ. د هغه هلې ځلې او لاسته راوړنې به تل د افغانستان د کرکټ د تاریخ یو مهم څپرکی پاتې شي او د ملي لوبډلې په خدمت کې د هغه هڅې به هیڅکله هم هېرې نه شي.
له شک پرته د لوبو له نړۍ ورهاخوا هم شاپور ځدراڼ د ډېری افغان ځوان لوبغاړو او په ټوله نړۍ کې د کرکټ مینه والو لپاره د الهام ریښتینې سرچینه وه. د هغه د مبارزې روحیې، هوډ او له کرکټ لوبې سره مینې ډېرو ته هیلې او امیدونه ورکړل او یو نسل یې وهڅاوه، ترڅو لوی خوبونه وویني او د افغانستان د کرکټ په راتلونکي باور ولري.
افغانستان کرکټ بورډ د شاپور ځدراڼ کورنۍ، ملګرو، د ملي لوبډلې ټولو لوبغاړو او د افغان کرکټ ټولنې ته خپله ژوره خواخوږي وړاندې کوي. د هغه مړینه له شک پرته یوه ستره او نه جبرانېدونکې ضایعه بولي چې یادونه به یې د افغانستان د خلکو او د کرکټ نړۍ په زړونو کې تل ژوندي وي.

اتله! روح دې ارام او د هغې دنیا له سکون ډک اوسه.

باید وویل شي چې د خدای بخښلي ځدراڼ د جنازې وخت او ځای به د نوموړي له کورنۍ سره له مشورې وروسته روښانه شي.

انا لله وانا الیه راجعون. الحکم لله

03/06/2025

نن د هندوستان غوره لیګ پایلوبه د پنجاپ او بنګلور ترمنځ ترسره کیږي، پنجاب لوبډله کې افغان لوبغاړی عظمت الله عمرزی هم شته.
تاسو د چا د بریا په تمه یاست؟

IPL - Indian Premier League

09/05/2025

War is never a desirable option for any nation. It is important to keep cricket separate from political controversies.

Pakistan Super League
IPL - Indian Premier League

TPL - Tarakhil Peace League

27/06/2024

اتلانو سرونه مو جګ ونيسئ، مونږ ته همدا وياړ هم بس دی چې د نړيوال جام په نيمه پايلوبه کې يوو.

بيا هم الله ج لوی دی، څنګه چې افريقې زمونږ بيټينګ راټول کړ دغسې يې مونږ هم کولی شو.



Afghanistan Cricket Board

25/06/2024

افغانستان د‌ لومړي ځل لپاره د نړیوال جام په نيمه پايلوبه کې. د تره خيل سوله کرکټ ليګ رهبریت ټولو وطنوالو او د افغان لوبډلې مينوالو ته د بنګله ديش پر وړاندې د بريا مبارکي وايي.

25/06/2024

پيچه باران درباندې وشه
چې باران خلاص شي مونږ به ميچ ګټلی وينه.😜

تاسو هم يوه يوه ټپه وليکئ!
ICC - International Cricket Council
Afghanistan Cricket Board
Bangladesh Cricket : The Tigers
TPL - Tarakhil Peace League

16/06/2024

Believe me!
It will be the most exciting match of world cup 2024🔥👨‍🦯
Afghanistan VS Australia
23/June/2024

07/06/2024
21/05/2024

دا هم ښه خبر دی. افغانستان د کرکټ په را روان شل اوریز نړیوال جام کې ډي جی براوو د توپ اچوونې مرستیال روزونکی وګماره. د افغانستان لوبې په ویست انډیز کې دي او دی د ویسټ انډیز لوبډلې پخوانی لوبغاړی او د لیګونو ستوری دی. هیله ده په نړیوال جام کې یې مشورې افغان لوبغاړو ته ګټورې او نتیجه ورکوونکې وې. افغانستان د نړیوال جام په لومړۍ مرحلې کې یوه لوبه له ویسټ انډیز سره کوي.

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Shahr-e Now?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Shahr-e Now