اسیا ایمېر جېنګ کرېکټ اتلولي دې مبارک وي.
افغان ابدالیانو سرلینکا الف لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د غه اتلولي خپله کړه.
د باک هنداره
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from د باک هنداره, Sport & recreation, Afghanistan, Khost.
دا پاڼه مو ددې په خاطر جوړه کړي، چې ستاسې لپاره دباک ولسوالۍ او له دې ور اخوا دهېواد ښکلا ګانې، دشخصیتونو پېژندنه او نور اړوند ټولنیز مسایل، خبرونه او پېښې تر تاسې در ورسوو.
26/08/2024
Do it ...
30/04/2024
د راتلونکي نړېوال شل اوريز جام لپاره افغان لوبډلې خپل نوملړ په ډاګه کړ.
د نړېوال جام دغه سترې سيالۍ په امريکا او ويسټ انډيز کې د روان کال د جون مياشتې په دویمه نېټه پيليږي، چې په لړ کې به يې افغان لوبډله په دریمه نېټه د یوګاندا لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.
|
29/04/2024
خوست کې د دوو کورنيو تر منځ د ۱۵ کلنې دښمنۍ روغه وشوه.
د خوست امنيې قومندانۍ په يوه خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې ولايت په موسی خېلو ولسوالۍ کې د ځايي امنيتي مسوولینو په منځګړيتوب د دوو کورنيو تر منځ د ۱۵ کلنې دښمنۍ روغه وشوه.
خبرپاڼه زياتوي چې ددې کورنيو تر منځ شخړه کې څلور کسان وژل شوي و.
29/04/2024
د ترکیې هوایي کرښو ( ترکیش ایرلاین) له نژدې درې کلن ځنډ وروسته افغانستان ته د الوتنو د بیا پيل خبر ورکړی دی.
دغه شرکت پر خپله وېبپاڼه له استانبوله کابل ته د لومړني پرواز وخت د راتلونکې جوزا میاشتې لومړۍ نېټه یاده کړې ده.
د افغانستان ځایي رسنیو د افغانستان اسلامي امارت د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت په حواله ویلي چې دوی د دغو الوتکو ورتګ ته چمتوالی لري او په وینا یې اونۍ کې به څلور ځله تګ راتګ کوي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه، واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته ترکېش او یو شمېر نورو نړېوالو هوایي شرکتونو کابل ته الوتنې وځنډولې. دې ډله کې د متحده عربي اماراتو یوه شرکت فلای دبۍ له تېرې نومبر میاشتې راهیسې کابل ته الوتنې پيل کړي دي.
افغانستان بانک:
د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانۍ ارزښت نږدې ۱۸ سلنه لوړی شوی.
23/03/2024
د رښتیا ویلو فضیلت!
رسول اللهﷺفرمایلی، کله چې یو سړی همېشه رښتیا وایې او رښتیا اختیاروي، نو هغه د الله ﷻ په نزد صدیق لیکل کېږې، صداقت تر نبوت وروسته لوړه درجه ده...!
23/03/2024
د بابکرخېلو قوم تارېخچه او نسب
د بابکرخېلو دقوم نسب لړۍ ابوبکر ته رسېږي، چې د بابکر په نامه شهرت لري. ابوبکر داحمد آبا زوی او د جبار او معروف سکنی ورور و.
د بابکرخېلو اصلي ټاټوبۍ دکابل ولایت سروبي ولسوالۍ د تېزین سيمه ده. د څرګندو معلوماتو پر بنسټ ابوبکر پنځه زامن درلودل، چې له عثمان، ملک، محمد، یحیې او شاه علم څخه عبارت دي.
د ابوبکر دزامنو او لمسیانو په نوم د بابکرخېلو ګڼې څانګې شتون لري، چې د ملک اولاده (دملک خېلو)، عثمان اولاده (دعثمان خېلو)، د محمد اولاده په (شېرخان خېلو، علي خان خېلو، حسین خېلو او حسن خېلو) وېشل شوي. د شاه علم اولاده بیا دمڼه خېلو او ګونډي په څانګو وېشل شوي، خو دیحیې اولادې په اړه کره معلومات دتاریخ په پاڼو کې نشته.
بابکرخېل دهېواد په بېلا بېلو سېمو کې په لوی تعداد سره مېشت دي.
زیات شمېر بابکرخېل د کابل ولایت په سروبي، خاک جبار، دهسبز او بګرامیو کې، د خوست ولایت په باک او علي شېر ولسوالیو کې، د لوګر ولایت په محمد آغا کې، د لغمان ولایت په مرکز او علینګار کې، د پروان ولایت په سیاه ګرد کې، د کندز ولایت په خان آباد کې، د نیمروز ولایت په کنګ، مرکز او چخانسور کې، د زابل ولایت په قلات کې، په پښتونخوا او ننګرهار کې د بابکرخېلو مېنې شته.
یاده دې وي، چې د بابکرخېل لوی قوم د څانګو وېش په زیاته اندازه د هغوی له مېنو سره تړل شوی، لکه: د باک بابکرخېل د دهسبز بابکرخېل، د سروبي بابکرخېل، د خاکجبار بابکرخېل او نور...
, ,
23/03/2024
Character building
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Website
Address
Afghanistan
Khost