30/07/2026
Shakirullah Ibrahimi
I will share information about Sports I am an Athlete
30/07/2026
02/07/2026
#الحمدلله. 🎓
دزده کړو له پاره هيڅ وخت نه دی ناوخته!
عزم او استقامت بايد ولرې.
کندهار پوهنتون کي مي لیسانس ترلاسه کړ!
د خپل علمي مزل په درشل کي مي د لیسانس دوره هم په بریا سره پای ته ورسول.
دا سپیني جامې او په تور رنګ کي لنګوټه او په ژیړو کرښو لیکل سوې تصدیق پاڼه دا نمایشي نه دي دا دهغه مجبوریو، خواریو، او شبګیریو، پایله ده چي په تیر څلور کلن علمي مزل کي مي تیر او د ليسانس تر کچي پوري یې راورسولم.
مننه د خپل فاميل وړونو، خوېندو، مورکۍ، مېرمنو او اولادونو څخه کوم چي زما په بریا کي زما هر ډول ملاتړي وه.
مننه د ټولو هغو ملګرو څخه چي راسره يې په دې مزله کي بشپړي همکاری وکړې، چي وروسته به د هر يوه اړوند د منني په پار پوسټ وکړو.
مننه د کندهار پوهنتون د ريس صاحب، پوهنځيو ريسانو، امريتو امر صاحبان او خپلو ټولو ګرانو استادانو څخه چي نه ستړي کېدونکي هلي ځلي یې په دې څلور کلن مزله کي راسره وګاللې موږ یې بدله او عوض نلرو الله ج دي یې بدله ورکړي.🤲🏻
2026/6/25 میلادي
1405/4/4 هـ
يادونه:
دځينو مشکلاتو او مصروفیتونو له امله پوسټ وځنډېدئ، هيله ده معذرت مي ومنئ.
کندهار پوهنتون
ښوونې او روزنې پوهنځی
بدني روزنې څانګه
په درنښت
محمد نبي شاکر
13/06/2026
د۲۰۲۶ فوټبال نړيوال جام!
د فوټبال د لوبي دقوانينو اړوند د نويو او بدلون سويو قوانينو په اړه لنډ معلومات.
اول قانون:: د لوبي میدان
د لوبي ميدان مستطيل شکله، د طبيعي وښو(چمن) يا مصنوعي (چمن) څخه جوړوي. د ميدان سطحه همواره وي، تراشونکې يا سولونکې نه وي، تر څو د لوبغاړو د خوږ سبب ونه ګرځي. د ميدان د خطو رنګ سپين او ټول خطونه د لوبي په ميدان کي داخل حسابل کيږي.
د ګول پايي (ټمبې) سنسر لرونکي وي، ځکه چي په اوس وخت کي د GLT يا ګول لاين ټکنالوژي کاريږي.
څرنګه چي توپ د ګول د پايو څخه تېر سي لوبڅار ته په لاس سوي ساعت کي خبر يا الارم وهي. (FIAB, FIFA ).
دوهم قانون:: توپ (بال)
په اوسني ۲۰۲۶ م کال کي بال د ريګزين يا دېته ورته موادو څخه جوړ دی. اکثره وخت به د ګول په ترسره کولو کي د لوبغاړو او لوبڅارانو تر منځ ډير جنجال رامنځته کېدې، چي ايا بال د ګول تر خط اوښتئ دی که يا؟ اما اوس د نوي ټکنالوژۍ په مټ په بال کي د مصنوعي ځيرکتيا په واسطه د چيف د ځای پر ځای کولو سره مخکني جنجالو ته د پای ټکئ کېښودل سو. او هېره دي نه وي چي ياد توپ د هر لوبغاړي ضربه چي په څومره شدت او يا څو ځلي ټچ کړئ او په څومره سرعت سره بال ګول ته داخل سو.( FIFA,FIAB).
ژباړونکی او ترتیب کوونکی:- محمد نبي شاکرالله ابراهیمی عبدالغفور سروری
10/06/2026
سبا پنجشنبه به د ۴۸ هېوادونو ترمنځ د ۲۰۲۶ م کال فوټبال نړیوال جام سیالی د درو هېوادونو په کوربتوب چي تقريباً دوه مياشتې په بر کي ونيسي، او دا به د نړئ تر ټولو بهترين يا... جام وي.
دياد جام ترمخه ځيني اصلاحات او تغيرات د فوټبال په ۱۷ اولس قوانينو کي د IFAB لخوا رامنځته سول چي سرله
سبا ( دلمړئ لوبي) څخه به FIFA رسماً د لوبي په ميدان کي پر لوبغاړو عملي کړي.
۱ قانون : د لوبي په ميدان کي....
۲ قانون: په بال کي....
۳ قانون: د لوبغاړو چينج يا تبديلی کي....
۷ قانون : د لوبي وخت....
۱۲ قانون : فولونه او خطاوي...( Var ) ژړ کارټ سور کارټ..۱۳ قانون: مستقيمي يا غير مستقيمي ضربې...
۱۵ قانون: اوټي يا ترو...
۱۶ قانون: د ګول داوټ ضربه....
وروسته به په تفصيل او مسلسله توګه يو يو قانون چې تغير يا تعديل سوئ درته واضح ولیکم ان شاء الله..
ژباړونکی او ترتیب کوونکی: محمد نبي شاکرالله ابراهیمی ابراهیمی
15/03/2026
With وطن لوبځای Watan Loobzai – I'm on a streak! I've been a top fan for 9 months in a row. 🎉
15/03/2026
With Haroon Omary – I'm on a streak! I've been a top fan for 4 months in a row. 🎉
30/01/2026
دوهمه بریا مو مبارک سه
18/01/2026
نړيوال پنځه ورځنۍ کورس پای ته ورسېد
03/01/2026
وختونه دي تيريږي
27/12/2025
الله ج دي وبخښه استاد حامد ميوند
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the business
Telephone
Website
Address
Kandahar