11/06/2026
إنا لله وإنا إليه راجعون
په ډېرې خواشینۍ سره مې د خپل ملګري او د افغانستان د
ملي کرکټ ټیم لوبغاړي دروېش رسولي د ګران پلار د وفات خبر واورېد. دا یو ډېر ستر غم دی. زه خپله ژوره خواخوږي او د زړه له کومې تسلیت دروېش، د هغه درنې کورنۍ او ټولو خپلوانو ته وړاندې کوم.
الله تعالی دې مرحوم وبخښي، جنت الفردوس دې نصیب کړي او دروېش او د هغه کورنۍ ته دې د دې سترې ضایعې د زغملو لپاره صبر جمیل او حوصله ورکړي
31/05/2026
دا رکشې ولا مخکې پیلوټ وو اوس یې رکشه اخیستې هسې امحتان یې کوو چې توته خیژي که نه.😂
25/05/2026
د قربانی اختر رانږدې ده نو څنګه کولی شو چې د فريزر (يخچال) نه بغير غوښه تر ډېره وخته وساتو؟ راځئ آسانه طریقه يې دروښايم.
غوښه به ۱ يوه یوه کیلو يا هم ۲ دوه دوه کیلو پاکټونه جوړ کړې د کور شاوخوا لرې او نزدې بې وسه او غريب خلک هدف وګرځوې، کوچنۍ کورنۍ ته يو يو پاکټ، او لويو کورنیو ته دوه، دوه یا درې، درې پاکټونه ورکړي، دغه غوښه که تر قيامت پورې خرابه شوه راشئ تاوان يې زه درکوم.
هم به غوښه نه خرابیږی هم به ستاسو هغه دنیا ګل ګلذار شی او هم به مو خیر قبول شی.
د خیر په نیت یی ملګري هم درسره خبر یا نشر کړی.
ومنالله توفیق
15/04/2026
خدای دې د خولې لاړې دارو کړه
زه درتلی نشمه دعا درته کومه
زمونږ او ستاسو ټولو ورور او د هېواد نامتو ملي اتل شاپور ځدراڼ یو ځل بیا سخت ناروغه دی، ملګرو د زړه له تله دعاګانې ورته وکړئ چې الله ج بشپړه روغتیا ورکړي تر څو خپلې کورنۍ او بچو سره بیا خوشحاله مجلسونه وکړي.
07/04/2026
⚠️ مهم خبرداری او د احتیاط پیغام!
که خدای مکړه په کومه نږدې سیمه کې اټومي حمله یا پېښه رامنځته شي، مه وارخطا کېږئ، خو هوښیار او محتاط اوسئ. دا داسې حالت دی چې په لږ احتیاط سره انسان کولای شي خپل ځان او خپله کورنۍ خوندي وساتي.
په داسې حالاتو کې تر ټولو مهم کار دا دی چې په کور کې پاتې شئ او بې ضرورته له کوره ونه وځئ. که امکان وي، د کور منځنۍ برخه یا تهکاوي غوره ځای دی، ځکه دیوالونه او ځمکه د خطرناکو وړانګو مخه نیسي او د ساتنې سبب ګرځي.
که تاسې دباندې یاست او کور ته راځئ، نو هڅه وکړئ سمدستي کالي بدل کړئ، بدن په ښه ډول ومینځئ او هغه کالي بیا مه کاروئ، ځکه کېدای شي ککړ شوي وي.
دا ساده ګامونه کولی شي د خطر کچه په ډېر اندازه راکمه کړي.
د کور کړکۍ او دروازې بندې وساتئ او هغه وسایل بند کړئ چې له بهر څخه هوا دننه راکاږي. هڅه وکړئ له کړکیو لرې کېنئ او د کور په نسبتاً خوندي برخه کې پاتې شئ، تر څو ځان له احتمالي خطره وساتئ.
ماشومان، امیندوارې ښځې او ناروغان تر نورو ډېر حساس وي، نو هغوی ته ځانګړې پاملرنه وکړئ او هڅه وکړئ په خوندي ځای کې وساتل شي.
که څوک د شدید سر ګرځېدو، کانګو، بېحالۍ یا نورو جدي نښو سره مخ شي، نو ژر تر ژره دې ډاکټر ته مراجعه وکړي.
یوه مهمه خبره دا ده چې د وړانګو اغېز د واټن، وخت او خنډونو پورې تړلی دی؛ یعنې هر څومره چې له سرچینې لرې اوسئ، لږ وخت تماس ولرئ او تر منځ مو دیوالونه یا خنډونه وي، هماغومره خوندي پاتې کېږئ.
د ډاډ لپاره باید وویل شي چې د ایران اټومي بټۍ له افغانستانه لرې پرتې دي، نو مستقیم خطر ډېر کم دی، خو بیا هم احتیاط او چمتوالی په ځانګړي ډول د سرحدي سیمو خلکو لپاره مهم دی.
لطفاً د عامه پوهاوي لپاره دا لیکنه نشر کړئ.