Medical informatioطبي مالومات

Medical informatioطبي مالومات

Share

ستاسو روغتیا زموږ هیله

08/03/2026

دلته هغه ۲۰ مهم درمل دي چې په اوسني طب کې د زړه ناروغانو ته ډېر استعمالېږي. دا لېست د عمومي پوهاوي لپاره دی، استعمال یې باید حتماً د ډاکټر په سلا وي:
۱. Aspirin – د وینې نری کوونکی، د زړه حملې مخنیوی
۲. Clopidogrel – د وینې ټینګښت کموي
۳. Atorvastatin – د کولیسټرول کمولو لپاره
۴. Rosuvastatin – د خراب کولیسټرول (LDL) کموي
۵. Metoprolol – د زړه درزا کنټرولوي
۶. Atenolol – د فشار او تپش لپاره
۷. Bisoprolol – د زړه کمزوري کې
۸. Carvedilol – د زړه ناکامي کې مهم
۹. Enalapril – د فشار او د زړه ساتنه
۱۰. Captopril – د رګونو پراخول
۱۱. Losartan – د فشار او زړه ساتنه
۱۲. Valsartan – د زړه ناکامي کې
۱۳. Amlodipine – د رګونو پراخول، فشار کموي
۱۴. Nifedipine – د سینې درد (Angina) کې
۱۵. Furosemide – اضافي اوبه وباسي (د پړسوب لپاره)
۱۶. Spironolactone – د زړه ناکامي کې
۱۷. Digoxin – د زړه ځواک زیاتوي
۱۸. Isosorbide dinitrate – د زړه درد لپاره
۱۹. Nitroglycerin – بیړنی د زړه درد
۲۰. Warfarin – د وینې ټینګښت ضد
مهمه خبره:
هر ناروغ ته ټول درمل یو شان نه ورکول کېږي.
ځینې درمل یو ځای خطرناک کېدای شي.
د خپل سر استعمال د زړه لپاره ډېر خطر لري.

08/03/2026

`ولې ښځې په رمضان کې`
`Primolut N` `(Norethisterone)`
`اخلي؟`

*اصلي هدف:*

• *د حیض ځنډول تر څو ټولې روژې پرله‌پسې ونیسي*
• *د اعتکاف یا عمرې لپاره حیض ونه شي*
• *د قضا روژو څخه ځان وساتي*
• *د عبادت تسلسل وساتي*

*دا درمل مصنوعي هورمون (Progesterone) دی چې حیض موقتي ځنډوي.*

`د اسلام له نظره`

*شرعي حکم:*

• *حیض د الله تعالی طبیعي نظام دی.*
• *په حیض کې روژه نه نیول ګناه نه ده.*
• *وروسته قضا راوړل واجب دي*.

`د علماوو نظر:`

*ډېرو علماوو اجازه ورکړې چې:*

• *که ښځه غواړي حیض وځنډوي او*
• *طبي ضرر نه وي�نو کارول یې جایز دي.*

* *خو شرط دا دی:*👉

• ضرر ونه لري
• د ډاکټر مشوره وي
• بدن ته جدي خطر ونه جوړوي

*ځینې علما سپارښتنه کوي چې:*
*طبیعي حالت پرېښودل غوره دي.*

> *طــبــي اړخ (مـــمـــڪـــن تـــاوانــــونـــــه)*

*که لنډ وخت وکارول شي اکثره خوندي وي، خو ممکن:*

• *سر درد*
• *زړه بدوالی*
• *مزاج بدلون*
• *د سینې درد*
• *spotting*
• *حیض وروسته بې نظمي*

~پــــه ځـــــیــنو ښـــځـــو ڪـــې:~👇👇

• *د وینې ټینګېدو خطر*

• *د BP لوړوالی*

06/03/2026

د پنځوس (۵۰) شربتونو بشپړ لیست
انګلیسي نوم + استعمال ځای پکې لیکل شوي دي 👇
۱. Paracetamol syrup – د تبي شربت – تبه او درد
۲. Ibuprofen syrup – د درد شربت – درد، پړسوب، تبه
۳. Brufen syrup – د درد شربت – سر درد، غاښ درد
۴. Panadol syrup – د تبي شربت – تبه، بدن درد
۵. Calpol syrup – د ماشومانو تبه – ماشومانو تبه
۶. Amoxicillin syrup – انټي بیوټیک – ستوني، غوږ، سږي عفونت
۷. Co-trimoxazole syrup – انټي بیوټیک – نس ناستی، بولې عفونت
۸. Cephalexin syrup – انټي بیوټیک – د پوستکي او ستوني عفونت
۹. Azithromycin syrup – انټي بیوټیک – سږي، ستونی
۱۰. Erythromycin syrup – انټي بیوټیک – تنفسي عفونت
۱۱. Benylin syrup – د ټوخې شربت – وچ او لوند ټوخی
۱۲. Bro-Zedex syrup – د بلغم شربت – بلغم لرونکی ټوخی
۱۳. Bisolvon syrup – بلغم نرمونکی – د سینې ټوخی
۱۴. Ambroxol syrup – بلغم ماتونکی – سینې بندښت
۱۵. Ascoril syrup – د سږو شربت – ټوخی، ساه لنډي
۱۶. Sinecod syrup – د وچ ټوخې شربت – وچ ټوخی
۱۷. Ventolin syrup – د ساه شربت – اسما، ساه تنګي
۱۸. Salbutamol syrup – د سږو شربت – اسما
۱۹. Montelukast syrup – د الرجۍ شربت – زکام، اسما
۲۰. Loratadine syrup – د الرجۍ شربت – پرنجی، پوزه بهېدل
۲۱. Cetirizine syrup – د الرجۍ شربت – خارښت، زکام
۲۲. Diphenhydramine syrup – د الرجۍ – ټوخی، زکام
۲۳. Cyproheptadine syrup – د اشتها شربت – اشتها زیاتول
۲۴. Domperidone syrup – د کانګې شربت – کانګې، معده
۲۵. Metoclopramide syrup – د کانګې – سر ګرځېدل
۲۶. Ondansetron syrup – قوي کانګې بندونکی – شدیدې کانګې
۲۷. ORS syrup – د اوبو کموالی – نس ناستی
۲۸. Lactulose syrup – د قبض شربت – قبضیت
۲۹. Duphalac syrup – د قبض شربت – قبض
۳۰. Gaviscon syrup – د معدې شربت – تیزاب، سوځښت
۳۱. Mucaine syrup – د معدې درد – معده سوځېدل
۳۲. Gelusil syrup – د معدې شربت – ګاز، درد
۳۳. Digene syrup – هاضمه – بد هضمي
۳۴. Sucralfate syrup – د معدې زخم – السر
۳۵. Antacid syrup – تیزاب کمول – معده سوځېدل
۳۶. Zinc syrup – د ماشومانو شربت – نس ناستی
۳۷. Multivitamin syrup – د ویټامین شربت – کمزوري
۳۸. Iron syrup – د وینې شربت – کمخوني
۳۹. Folic acid syrup – د وینې – امیندوارې
۴۰. Vitamin D syrup – د هډوکو – هډوکي کمزوري
۴۱. Calcium syru

30/11/2025

کله چې ته وفات شې،
ویل شوي دي چې ستا روح د بدن ترڅنګ پاتې وي، د بالښت ترڅنګ یا د کټ لاندې کيږی.

دا کله پېښېږي؟
کله چې تاته غسل درکړي، کفن پر تا اچول کېږي.

او کله چې ته قبر ته کېښوول شې،
ستا روح بېرته ستا بدن ته راګرځي.

کله چې خلک له قبره ولاړ شي،
ته داسې راویښېږې لکه له خوبه چې راپاڅېدلی یې.
ته درې ځله هڅه کوې چې کینې، خو هر ځل ستا سر د قبر دیوال ته لګېږي.

ته ناڅاپه دا درک کوې چې دا هر څه عادي نه دي،
بیا ته پوهېږې چې نور ته د ژوندو له ډلې نه، بلکې د مړو له ډلې یې،
او دا شپه ته په بل جهان کې یې.

لږ وخت وروسته، دوه پرښتې راځي ـ منکر او نکیر.
د دوی دنده دا ده چې په قبر کې درې پوښتنې وکړي:

ستاسې رب څوک دی؟

ستاسې دین څه دی؟

ستاسې پېغمبر څوک دی؟ (صلى الله عليه وسلم)

یا به ته سم ځوابونه ورکوي او بریالی به شې،
او یا به ګډوډ شې او ناکام به شې.

بیا به تا یوې بلې نړۍ ته یوسې، چې برزخ نومېږي.
دا یو پړاو دی چې دوه دروازې لري:

یوه دروازه جنت ته ده،
او بله دروازه د دوزخ لور ته ده.

هلته به ته د قیامت تر ورځې پورې انتظار کوې،
بیا به حساب و کتاب کېږي، او پرېکړه به وشي چې ته جنتی یې او که دوزخی.

او کله نا کله، ستا خپلوان، ملګري او دوستان به ستا قبر ته راشي،
او تا به یاد کړي.
ویل شوي دي چې یوه فرښته به راشي او تا ته به خبر درکړي:

ستا زوی تا ته سلام ویلی دی... ستا مور، ستا ښځه یا لور راغلې ده...

بیا به ستا روح د قبر له خاورې پورته راشي،
او د هغوی خبرې به واوري، او د دوی د قدمونو غږ به احساس کړي.

په یاد ولره:
ما دا هر څه لومړی د خپل ځان لپاره ولیکل، بیا ستا لپاره،
تر څو موږ له خپلو ګناهونو توبه وباسو،
او د ژوند اصلي حقیقت وپېژنو.

یا الله! زموږ ګناهونه وبخښه.
زموږ خاتمه ښه کړه.
آمین.

نبي کریم ﷺ فرمایلي دي:
زما له خوا که یو حدث هم وي، خلکو ته یې ورسوئ."

02/06/2025
08/05/2025

Some Drugs safe in pregnancy
بعضې دواګانې چه د حمل په دوران کې جایز او د تطبیق وړ دی
ستاسو د غوښتنو پر اساس یی درته نشر کوو لاندی توګه یی ولولۍ

① Anti Biotics drugs
(د زخم ضد دواګانې)

1 Cephalaxin 500mg & 250
2 Cefixim 200mg & 400mg
3 Cepotaxim 500mg &1000mg
4 Azithromycin 250mg & 500mg
5 Ceftraixon 500mg & 1000mg
6 Amoxilin 250mg & 500mg

② Anti Ulcer drugs
( د معدی زخم تیزابیت لپاره)

1 Ranitidin 150mg
2 Lansoprazol 15mg & 30mg
3 Gaviscon
4 Scrulafate

③ Anti Allergic Drugs
( د حساسیت ضد دواګانې)
1 Diphinhydromin
2 Livecitrazin
3 Loratidin

④ Analgesic Drugs
( د درد ضد دواګانې)

1 paracitamol only oral use

⑤ Anti Emiticis
( کانګې سر تاویدنه زړه بدوالی ضد دواګانې)

1 Doxylamine
2 Diminhydrinate
3 Andensetrone

⑥ Anti spasmodic drugs
( داخلی عضلاتو شخوالي او درد له منځه وړلو دواګانې)

1 Dratavorin
2 Phloroglacinol

⑦ Anti Constipation Drugs
( د قبضيت ضد دواګان)

1 Ispaghol
2 Lactoluses
3 Glycerine
4 Suppository

⑧ Anti Fungal Drugs
( د پنګسي ناروغی له خولې خوړیدنه vigana)

1 Clotrimazol
2 Metrandazole

⑨ Anti hypertinsive Drugs
( د لوړ فشار د کنټرول په خاطر دواګانې)

1,Methyl dopa
2 Nipedipine
3 Our Emergency (Labetolol) can use

11/01/2025

د حمل د مخنیوي لپاره بېلابېلې طریقې شته چې په لاندې ډول دي :

1 : فزیکي یا خنډي لارې چارې :
کانډوم ( Condom ) : د ښځینه او نارینه دواړو لپاره شتون لري . د حمل او جنسي ناروغیو مخنیوي لپاره کارول کېږي .
ډایفرام ( Diaphragm ) : یو کوچنی ګنبد‌شکل وسیله ده چې د رحم داخلي دروازه بندوي .
سپېرمیسایډ ( Spermicides ) : ځانګړي کریمونه، جیلونه، یا فومونه چې سپرم کمزوري کوي .

2 : هورموني لارې چارې :

د حمل د مخنیوي ګولۍ ( Contraceptive Pills ) : د هورمونو په مرسته تخمې اچول بندوي .

د پوستکي پیچونه ( Patches ) : هورموني پیچونه چې په پوستکي پورې نښلول کېږي .

انجیکشن ( Injection ) : د اوږدې مودې لپاره هورموني اثرات لري .

3 : د رحم دننه وسیله ( IUD ) :

کاپر ټي ( Copper T ) : یو کوچنی وسیله ده چې په رحم کې ځای پر ځای کېږي او د څو کلونو لپاره د حمل مخه نیسي .

هورموني آی . یو . ډي ( Hormonal IUD ) : د هورمونونو په مرسته کار کوي .

4 : طبیعي طریقې:

د میاشتني دوران حساب:: هغه ورځې ټاکل کېږي چې ښځه ممکنه حمل ته چمتو نه وي .

د سپرم د ایستلو طریقه ( Withdrawal ) : مخکې له انزال څخه د سپرم ایستل .

5 : د دوامداره مخنیوي لارې چارې :

د ښځو لپاره جراحي ( Tubal Ligation ) : د ښځو رحم ته د تخم رسېدو مخنیوی کوي;.

د نارینه‌وو لپاره جراحي ( Vasectomy;);: د سپرم تولید مخه نیسي .

سپارښتنه : د کومې طریقې کارولو پرېکړه باید د ډاکټر سره تر سلا مشورې وروسته وشي . د بدن صحي حالت;، عمر;، او د اولادونو شمېر په پام کې ونیسئ . که د جانبي اغېزو په اړه اندیښنه لرئ;، حتماً ډاکټر سره مشوره وکړئ .

یادونه : دا طریقې یوازې د مشورې لپاره دي؛ هر فرد باید د خپل بدن د اړتیاوو سره سم مناسبه طریقه وټاکي .
✍️ که لیکنه مو خوخه شوه ، هیله ده نشر 10 یا 15 نفرو ته یېshare کئ ، ستاسي په نشرولو به 15 نور کسانو اِصلاح وشي . مننه

👍 ⬇️ㅤ 🎁 🔄
ˡᶦ

Photos from ‎Medical informatioطبي مالومات‎'s post 09/01/2025

هغه درمل چې په موضعي ډول د خولې په درملنه کې کارول کيږي:
( Drugs Used Locally to treat Mouth )

هغه درمل د خولې په درملنه کې کارول کيږي چې د جيل يا مرهم په شکل جوړ شوي.
چې مشهور یې په لاندي ډول دي:

1 Bonjela
2 Enzichlor
3 Permethol
4 Potassium Nitrate
5 Daktarin Oral Gel
6 Somogel
Bonjela
استطباب Indication :
دا درمل د وريو د التهاب،د خولې د پوخوالی، د ژبې د سوځيدو،د خولې د زخم او ماشومانو د غاښونو د راختلو په مهال د درد د کنټرول لپاره کارول کيږي .
د کارونې مقدار :
له څلورو مياشتو لوړ عمره ماشومانو ته دي د ګوتو پواسطه په ورځ کې يو ځل او لويان يې هر څلور ساعته وروسته د خولې په متاثره ساحه باندي وکاروئ ( Gel Bonjela 10mg ) .
دا درمل که د لاړو پواسطه تير هم شې پروا نکوي .

Somogel
استعمال:
دا درمل د خولې،وريو او ژبې د التهاب يا زخم له امله د پيدا شوي درد د کنټرول لپاره کارول کيږي .
استعمال طریقه او مقدار:
درمل دي د ګوتو پواسطه هر 4_5 ساعته وروسته په صحيح ډول سره په ژوبله ساحه وموښل شي .
( Some Gel 15mg )

Daktarin Oral Gel
ددي درمل په ترکيب کې Miconazole چې يو ضد فنګس ( Anti Fungal ) درمل دی شامل دی . دا درمل د خولې او ستونې انتان د له منځه وړلو لپاره کارول کيږي . په ورځ کی دي دوه یا دري ځلې په صحيح ډول په متاثره ساحه باندې وموښل شي .
( Daktarin Oral Gel 20mg )

Enzichlor
استعمال ځای Indication :
د خولې د ناروغيو لکه زخم،غاښونو د زخم، بد بويي،د ستونې د تخريش،دغداواتو د التهاب،د فرنکس د التهاب او د ستونې د عملياتو څخه وروسته کارول کيږي.
د کارونې مقدار :
د شپږکلونو لوړعمره کسان دي هر 3_4 ساعته وروسته يوه اندازه د دولس دقيقو په جريان کې غړغړه کړي .
جانبې عوارض :
د خولې د خوند خرابوالی،د غاښونو د ځلا بايلل او کلسيفيکيشن .
احتياط :
له سترګو دي ليري وساتل شې او له بلع کولو یا تيرولو څخه دي ډده وشې .
مضاد استطباب Contraindiacion :
د حمل او شيدو ورکولو په مهال دي نه کارول کيږي.
( Gel and M/W Enzichlor 30mg )

Permethol
استطباب Indication :
د وريو د التهاب او وينې بهيدنی لپار

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


17
Kabul