02/06/2026
ښه خبر!
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د روان کال د سپتمبر په میاشت کې د هند پر وړاندې د درې شل اوریزو (T20I) نړیوالو لوبو لړۍ ترسره کړي.
ټاکل شوې ده چې د دې لړۍ ټولې درې لوبې د هند په پلازمېنه ډهلي کې د ارون جیټلي کرکټ لوبغالي کې ترسره شي. 💙
افغان اتلانو ته د بریا او لا نورو ویاړونو هیله کوو! 🇦🇫
29/05/2026
د کرکټ دوه مهم خبرونه؛
لومړی خو افغانستان کرکټ بورډ په هلو ځلو د افغانستان حکومت له لوري درې کسیزه کمیټه تعین شوې ده تر څو د هلمند کرکټ لوبغالي لپاره #بدیله او په غوره موقعیت کې یعنې بازار، هوټل، اکاډمي او نور ادرسونو ته نږدې وي، په واک کې به ورکړل شي.
د یادونې وړ ده چې ااا تر ټولو لومړی د سړکونو پراختیا او د ښارونو سټراتیژیک پلان تطبیق په ټول هیواد کې په چټکۍ سره روان کړی دی او پدې برخه کې هیڅ قسم استثناء مدنظر نه نیول کیږي نو په همدې اساس د هلمند اوسني لوبغالي ټول وسایل او امکانات به په پوره خوندي توګه بل نوي لوبغالي کې نصب شي.
دوهم غوره خبر دا دی چې افغانستان کرکټ بورډ د شاپور ځدراڼ درملنې لپاره لس زره ډالر مرسته عملي کړه او د اتل شاپور ځدراڼ درملنې لپاره به مصرف شي، همدارنګه افغانستان کرکټ بورډ د شاپور ځدراڼ زوی او وراره لپاره هم د هندوستان #ویزې واخیستې او دواړه نن هندوستان هیواد ته ورسیدل.
رب دې عاجله او کامله شِفاء په نصیب کړي - آمین
26/05/2026
ځینې عصمت عالم په عظمت باندې ښه ګڼي تاسو پکې څه وایئ!
23/05/2026
Sportsmanship at his best in List A Tournament.
23/05/2026
مشر روزونکی باید په وطن کې حضور ولري
زموږ ډېر هغه لوبغاړي چې په کورني کرکټ کې ښه ځلېږي، کله چې ملي لوبډلې ته راشي نو هلته کافي چانس نه مومي.
یو مهم علت یې دا وي چې روزونکي د لوبغاړي له استعداد، تخنیک او اصلي رول څخه بشپړه پېژندنه نه لري.
د همدې له امله ځینې لوبغاړي اوږد وخت د ملي لوبډلې ترڅنګ پاتې شي، خو چې کله ورته چانس ورکړل شي د فشار لاندې وي او مطلوبه نتیجه ورنه کړي.
د کرکټ نړۍ هم عجیبه ده، کله ناکله یو لوبغاړی د استعداد له کمښت نه، بلکې د نه پېژندنې له امله شاته پاتې وي.
رچرډ پایبس یوازې د کابل په کمپ کې و بلکې د درې ورځنیو تمریناتي سیالیو او اوس د لیسټ اې لوبې هم له نږدې څاري.
دا نه یوازې د ملي لوبډلې د لوبغاړو لپاره، بلکې د کورني کرکټ لوبغاړو ته هم یو ډېر ښه فرصت دی چې له ده زده کړه وکړي او خپل استعداد ورته وښيي، ترڅو سبا د ابدالیانو او ملي لوبډلې برخه وګرځي.
22/05/2026
په خلیل احمد باندې باور او هر څومره زیاته پانګونه چې وشي، په همغه اندازه ورسره زمونږ د چټکې توپ اچونې اړخ قوي کېدلی شي.
په پوره معنا یو غوره توپ اچوونکی دی!❤👏