Ayobi Sports Complex

Ayobi Sports Complex

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Ayobi Sports Complex, Sports Club, Arzaan Qeemat, Saeed jamal Uddin afghan Khargoty, Kabul.

Photos from Ayobi Sports Complex's post 10/07/2026

د کابل غوره لیګ د ټولنیزو رسنیو رسمي رسنیز ملګری؛ افغان کرکټ نیټورک!

په خوښۍ سره اعلانوو چې د کابل غوره لیګ د راتلونکي پړاو د ټولنیزو رسنیو د پوښښ لپاره د افغان کرکټ نیټورک (Afghan Cricket Network - ACN) سره د رسنیزې همکارۍ او تفاهم تړون لاسلیک شو.

د دې تفاهم له مخې د کابل غوره لیګ راتلوونکي پړاو ټول هغه انځوریز، ویډیویي او ډیجیټلي محتوا چې د لیګ په رسمي ټولنیزو پاڼو کې خپرېږي د یاد نیټوریک په رسنیز ملاتړ، تولید او همغږۍ به چمتو او نشریږي.

موږ ویاړو چې افغان کرکټ نیټورک (ACN) د تېر پړاو په څېر یو ځل بیا زموږ ترڅنګ ولاړ دی او د کابل غوره لیګ د لا ښه، مسلکي او پراخ رسنیز پوښښ لپاره به خپل ارزښتناک رول ولوبوي.

هیله ده چې د دې ګډې همکارۍ په مټ به د کابل غوره لیګ لا ډېر منظم، اغېزمن او پراخ مخاطبینو ته ورسېږي او د افغانستان د کورني کرکټ د ودې او پرمختګ لپاره به یو بل مهم ګام ثابت شي.

09/07/2026

د جنتونو سردار شي!
ملي اتل مرحوم شاپور ځدران ته د تعظیم او درناوي په خاطر، د ایوبي کرکټ اکاډمۍ لوبغاړو او اداري کارکوونکو په ګډه د نوموړي د جنازې په مراسمو کې د هوايي ډګر ته ورغلي وو او خپل درناوی یې وړاندې کړ.
الله ج دې قدرمن اتل ته جنتونه نصیب کړي، او کورنۍ ته یې صبر جمیل ورکړي.
هغه ګلالی لوبغاړی چې تاسو یې هره ورځ روزنه کوله، نن مو په ډېر درناوي بدرګه کړ. د هغه یاد به تل زموږ په زړونو کې ژوندی وي.

Photos from Ayobi Sports Complex's post 08/07/2026

ځوانیمرګ شاپور ځدراڼ !
د ملي اتل ارواښاد شاپور ځدراڼ جنازه له هندوستان څخه کابل ته ولیږدول شو ،په همدې مراسمو کې د ایوبي سپورټس کمپلکس اداري غړو ،لوبغاړو د نوموړي د احترام په خاطر تر میدان هوایی راغلل او د نوموړي د جنازې د انتقال په مراسمو کې یې ګډون وکړ .
اتله ! روح د ښاد
کورنۍ او ټول ملت ته یې تسلیت وایو .

07/07/2026

إنا لله وإنا إليه راجعون
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی شاپور ځدراڼ خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ایوبي سپورټس کمپلکس اداره د ارواښاد شاپور ځدراڼ کورنۍ، دوستانو او د افغانستان د کرکټ ټولنې ته د زړه له کومې ژوره خواخوږي او تسلیت وړاندې کوي. د لوی خدای (ج) له درباره ارواښاد ته د فردوس جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوو.

إ

07/07/2026

ګربز جونیر جام !
دسبا ورځې دلوبو جدول

07/07/2026

ګربز جونیر جام سیالئ !
نورالله ایوبی د ګربز جونیر جام سیالیو کې د کابل زلمي جونیر لوبډلي لپاره غوره توپوهنه وکړه.

07/07/2026

میهن دلوبې غوره لوبغاړی شو!
ګربز جونیر جام سیالیو کې دکاپیسا لوبډلې یوتن لوبغاړی میهن
٦١ منډو په جوړولو سره دلوبې غوره لوبغاړی شو.

07/07/2026

ګربز جونیر جام سیالئ !
سلطان صالح او کاپیسا کرکټ اکاډمی ترمنځ دسیالی ټاس سلطان صالح ګټلی دی او او توپ وهنې پریکړه یې وکړه.

07/07/2026

کابل کرکټ غوره لیګ (KPL)
د ځوانانو د هیلو، استعدادونو او روښانه راتلونکي کور.
له یوه ځانګړي میلمه دایوبي سپورټس کمپلکس بنسټګر عبدالطیف ایوبي صیب سره....
بشپړه مرکه ډېر ژر...

07/07/2026

ګربز جونیر جام !
د جونیر زلمي او د دریځ کرکټ کلب ترمنځ دلوبې ټاس د جونیر زلمی ګټلی او د توپ اچوونې پریکړه یی کړی دی.

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Address


Arzaan Qeemat, Saeed Jamal Uddin Afghan Khargoty
Kabul
0101