29/06/2026
میلانو انرژي د لوبډلې د مالي ملاتړ حقوق ترلاسه کړل!
د کابل غوره لیګ د څلورم پړاو لپاره د شمشاد ایګلز لوبډلې د مالي ملاتړ (Main Sponsor) حقوق له میلانو انرژۍ سره په رسمي ډول هوکړه وشوه. له دې وروسته به دغه لوبډله د میلانو شمشاد ایګلز په نوم سیالیو کې ګډون کوي.
زموږ مشرتابه، اداري ټیم او لوبغاړي د میلانو انرژۍ له مشرتابه او مسؤلینو څخه د دوی د ارزښتناک ملاتړ له امله د زړه له کومې مننه کوي او هغوی ته تود هرکلی.
14/10/2025
د افغانستان بريا مو مبارک شه.
بلال سميع ته ۵ ويکټې
واقعا ښه وځليد
02/09/2025
ټولو ته له پاکستان څخه د لوبې د ګټلو مبارکي وایم.
او مشره تاسو ته ځانګړی مبارک وی
د وطن په دي غمجن حالاتو کي د اتلانو دا ستره بریا دي ټولو هیوادوالو ته مبارک وي
31/08/2025
د افغان کریکټ ملي لوبډلې ماتې موږ باید د رحیم صدیقي د کم بختۍ او ورتګ سره ونه تړو
نوموړی په خپل شخصي لګښت د دنیا له یو کونج څخه بل کونج ته ځان رسوي تر څو خپله لوبډله تشویق کړي
موږ هغه وخت د خلکو قدر کوو کله چې راسره نه وي رضا خان کاکا د ملي لوبډلې سرسخت مینوال و کله چې وفات شو ټول پرې خوابدي وئ او غمجن پوسټونه مو ورته کول.
موږ ته نه ده پکار چې د یو چا له مړینې وروسته هغه ښه انسان
یاد کړو بلکې په ژوند یې ونازوئ
Rahim Sediqi