Cricket News

Cricket News

Share

زمونږ صفحی ته ښه راغلاست

26/08/2026

ټول هغه لوبغاړي چې غواړي د APL T20 راتلونکي پړاو کې برخه واخلي، کولای شي د ډرافټ لپاره خپل نومونه ثبت کړي.

د لوبغاړو د انتخاب پروسه به د فرنچایزونو لپاره د غوره استعدادونو د راټولولو مهم پړاو وي.

25/08/2026

د «APL» دغه ټرافي بیخې بهترينه جوړه شوی. خدای د وکړي چې خپله ليګ هم بهترين ترسره شي، د نړۍ مشهور لوبغاړې راشي او پکې ولوبیږي..

07/08/2026

مبارک هیواد والو لومړی بری !!!

03/08/2026

د دې ماشوم تر ټولو خوندي ځای، د نیمروز په سوځنده شګلنو دښتو کې د تندې له امله د هغه د پلار په مړینې سره، د تل لپاره ونړېد. د پلار غېږه یوازې یوه غېږه نه ده؛ داسې یو پناه ځای دی چې هر ماشوم پکې د امنیت، ارامۍ او هیلې مانا پیدا کوي.

حیات‌الله د خپل ژوند په وروستیو شېبو کې هم، د خپلې وروستۍ ویډیو په ثبتولو سره، د خپلو اولادونو د امن پناه ځای د ویجاړېدو په اړه خبرې وکړې. هغه خپل ماشومان کورنۍ ته وسپارل او په وروستیو ساه ګانو کې یې له هغوی وغوښتل چې د ده د ژوند د دې امانتونو ساتنه وکړي.

03/08/2026

راشد خان له خپل زوی ازلان سره د کرکټ په ګراونډ کې !!
راشد خان په دی هکله خوښې ښودلي چې زوی یې د لوبي ننداره کوله .

28/07/2026

که په حقیقت سترګې پټې نکړو !!
دواړو په سخت وخت کې د افغانستان کرکټ او اداره ډیر ښه اداره کړل ،
که یو ځل بیا هم پری اعتماد وشې دا به د کرکټ په خیر وي انشاالله

24/07/2026

نو ولې داسې کوی!
دومره سپین سترګي او بي شرمي خو هم خوند نه کړي.
ته به وایي اکرم علي خيل، یامین او خروټي شپږیزه ټاپ کړي ده، او یا نوي ځوانان دي.
که نبي نه اخلی پر ځای یې بیټسمن واخلی فرض نده، چې ضرور دې الراونډر وي، که استعداد هېڅ نلري هم، که واقعي سپین بالر ته اړتیا وي، نو بیا مجیب را وا خلی، نو داسې څوک چې د یو الراونډر وړتیا نه لري، ولې را اخلی. بیا هم خروټی ځوان دی، وبه یې ګورو.
تر یامین ګلبدین په همغه ټیم کې بهتر لوبیدلی، په کوم دلیل داسې یو بالر چې الراونډر ترې ښه ثابت شوی تاسو راخیستی، عصمت الراونډر دی تر یامین ښه لوبېدلی؛ زیات نور بالران تر یامین بهتر لوبیدلي بشیر ځوان او چټک توپ اچوونکی دی، صرف مو یو ځل را باندې ولید، نور مو بېچاره پسې ورک کړ، ښه استعداد او اینده لري. یمین څه لري؟ ټول زور یې ختم شوی، خپلې اوږې نشي کنټرولولی، او تاسو د ایرلینډ پر پیچونو د باونسرو تمه ترې لری.
د اکرم علیخیل ګل په اړه به نو څه ووایم، د لسګونو توپ وهونکو په شتون کې د ده انتخابېدل د حیرانتیا خبره، هسې په کوم استعداد راځي، صرف همدا چې هغه یو کيپر دی، نور که د بیټ په شاه او مخ نه پوهېږي هم؟
دې خدای خاطر وکړی د اکرم علیحل نه د شپږیزې هر بیټسمن غوره لوبیدلی. د عمران میر، فیصل شینو زاده، حسن عیسی حیل، حالد تڼیوال، محمد اکرم، عصمت عالم، وفیع الله تراخیل وړتیا او چیرې د علیخیل کمزوری د کوڅو بیټینګ، دغو ځوانو بېچاره ګانو به څومره هیلې درلودې او اوس به څومره خفه شوي وي. ستاسو هدف دا دی چې دغه بېچاره چان مسقیم د اسټرالیا، افریقا او پاکستان بالرانو ته ور وړاندې کړی چې بیا یې څوک نوم وانخلي، او بېرته ستاسو نازولي اکرم، فرید، یامین، شرف او افسر ته د لوبېدو فرصت برابر شي، ګني د ایرلینډ لپاره به مو ټول ځوانان رامخکې کړې وای.
تاسو تر اوسه مجیب، نور او عضنفر ونه پېژندل سره، په دوی کې تر ټولو غوره مجیب، او بیا نور دی؛ نو څنکه د دواړو په شتون کې پر یو ازمویل شوې لوبغاړي ګوته ږدی، بیا خو ځوان را واخلی.
د ایرلینډ خلاف به مو د شپږیزې ټاپ لوبغاړي راخیستي وای تر څو د شپږیزې ارزښت زیات شوی وای، هغه که پخوانی وای او که نوي، دلته به یادونه هم کړې وای، چې له ټیم سره د شپږیزې پیاوړي لوبغاړي یو ځای شوي دي.
پخواني کمزوري لوبغاړي مو را واخیستل او غوره پخواني لوبغاړي مو ورته لرې کړل، که ځوانان راغلي وای کومه خبره نه وه، نو تر دغو یقین وکړی همغه ګلبدین او نبي څو چنده بهتر دي.
تاسو شپږیزه د څه لپاره وکړه؟
اکرم، یامین خروټي پر نبي، ګلبدین، مجیب کوم ښه والی لري، چې تاسو رامخکې کړي دي؟
اول یو فرید و، اوس یامین هم شو.
اول یو شرف و، اوس خروټی هم شو.
اول هم اکرم علیخیل و او اوس هم اکرم علیخیل دی چې نه ترې خلاصیږو.
کاش دوی واقعي استعداد لرلی، بیا موږ هېڅ نه ویل.
د افغان لوبغاړو تر ټولو بې استعداده لوبغاړي، همدا اکرم، یامین، فرید، شرف الدین، افسر، اسحاق او نور دي چې د زیاتو چانسونو برسېره هم نه یې ځانونه ثابت کړل او نه لوبډله ترې خلاصیږي.

22/07/2026

رحمت شاه د ټېسټ او نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لوبډلمشر وټاکل شو

افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې د ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو د لوبډلمشر حشمت الله شهیدي له استعفا وروسته د ملي لوبډلې بل مجرب لوبغاړی رحمت شاه زرمتی، چې له دې وړاندې یې د مرستیال لوبډلمشر مسوولیت په غاړه درلود، د یادو دواړو بڼو د لوبډلمشر په توګه وټاکه؛ په داسې حال کې چې د مرستیال لوبډلمشر دنده رحمن الله ګربز ته سپارل شوې ده.

13/07/2026

رحمن الله ګربز په شپږيزه کرکټ ليګ کې:

تر ټولو چټکه سليزه: په ۳۶ بالونو
تر ټولو چټکه نيمه سليزه: په ۱۴ بالونو
يو پړاو کې ډېرې شپږيزې: ۲۶
ډېرې شپږيزې ټولو پړاوونو کې: ۹۳
تر ټولو ډېرې سليزې: ۲
تر ټولو لوړې منډې: ۱۲۱ ناټ اوټ

يادونه: نجيب ځدراڼ هم د شپږيزې لیګ يو پړاو کې ۲۶ شپږيزې وهلي دي.

13/07/2026

دا یو ننګرهار کې د یونس سادات رستورانت دی، په 1300 افغانیو چې 5700 کلدارې کیږي دا د بادرنګ څخه ډک پلیټر ورکوي، چې غوښه پکې په زربین لیدلی شئ.

خو بلخوا بیا د مستعمرې پښتونخوا، پیښور مشهور رستورانت KKR کې په 5300 کلدارو دا پلیټر ورکول کیږي چې یوه دمپوخت چرګه او بیلابیل کبابونه او غوښې پکې شته، د پیښور ټولو رسټورانتونو کې پلیټرې همداسې ارزانې دي.

خو زموږ والا بیا د پلیټر نوم شرمولی, رستورانټونو والا خو ظ.لم کوي مګر مسولین یې هم مخه نه نیسي.

په دې بادرنګي پلیټر یې ګلخانانو ته وشرمولو🫣

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Kabul