09/05/2026
اولادونه مو تعقیب کړئ، چي ایا مکتب یا مدرسې ته ځي، که په غازي پارک کي په تلیفون کي ګېمونه او فلمونه ګورئ!
❀• سلام دوستان گلم به احمایت تان نیاز دارم
صفحه ما لایک و فالو کنید تا با بهترین شکل بتوانم فعالیت کنیم 😘
09/05/2026
اولادونه مو تعقیب کړئ، چي ایا مکتب یا مدرسې ته ځي، که په غازي پارک کي په تلیفون کي ګېمونه او فلمونه ګورئ!
09/05/2026
تېره اونۍ کې ټول ۳۱۲ فعالیتونه ترسره شوي چې *۴۱ پکې د چارو ادارې عمومي ریاست*، *۳۱ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست* او *۲۴۰ پکې د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست* له صفحې څخه کتبي، تصویري او ویډیویي راپورونه وو، چې تر ټولو ډېره فعاله د *فراه ښاروالۍ* وه.
غورچاڼ یې په لاندې ډول دی:
*نېټه:* ۱۹/ثور"غویي" /۱۴۰۵ هـ.ش
1. فراه: ۲۲
2. خوست: ۱۷
3. مهترلام: ۱۴
4. میمنه: ۱۳
5. بامیان او جلالاباد: ۱۲
6. مزارشریف: ۱۱
7. لښکرګاه او هرات: ۱۰
8. پلخمري: ۹
9. کندهار: ۸
10. اسعداباد: ۷
11. ترینکوټ: ۶
12. غزني، سپینبولدک، ګرشک او محمودراقي: ۵
13. پلعلم، کندز او بګرام: ۴
14. ګردېز، قلات، نهرین او تالقان: ۳
15. ښرنه، تورخم، ایبک، سیدخېل، قلعهنو، فیروزکوه، بازارک او خُلم: ۲
16. چاریکار، میدانښار، غنيخېل، مرکزيبغلان، بټيکوټ، چپرهار، سرپل، نیلي، چاهآب، کلکان، انجیل او رودات: ۱
*د چارو ادارې عمومي ریاست*
*د مطبوعاتو ریاست* #لغمان
#کابل
09/05/2026
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو له لوري د ویالو پاکولو او د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې!
شنبه/د ثور ۱۹مه
د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت ترچتر لاندې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د ویالو او پلچکونو د پاکولو ترڅنګ د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو چارې ترسره شوې.
یاده چاره د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ ترسره شوه، چې له ویالو او پلچکونو څخه ټول کثافات راویستل شول او همداراز هغه کثافت دانۍ چې په ساحو کې د کثافاتو له امله ډکې شوې وې خالي او د چاپېریالي اصولو مطابق یو لیرې ځای ته انتقال او دفن شوې.
د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف ډله د پلان له مخې ټولو ناحیو ته د پاک چاپېریال ساتنې په موخه رسیدنه کوي.
09/05/2026
کندهار کي د رومیانو چاریک ۳۰ او ان ۲۰ افغانیو ته راکښته سوی، د فراه رومیان په رسیدو دي ممکن نور هم ارزانه سي.
09/05/2026
د کرکټ د سیاسي ډیپلومیسي بد خبر دا ده چي بنګله دیش د پاکستان په همکارئ غواړي چي اسیا کي د کرکټ یو قوي بلاک جوړ کړي د بنکله دیش پخوانۍ لوبغاړو او نوي عمومي ریس تمیم اقبال د افغانستان او هندوستان نه بغیر د اسیا ټول هیوادونه ډاکي ته دعوت کړي دي تر څو هلته حتمي پریکړي وشي😊😊
09/05/2026
دباګرام هوایي ډګر رادار سیستم یوځل بیا فعال شو.
دا رادار د الو.تکو ترڅنګ دنورو توغند.یزو خطراتو دکشف وړتیا هم لري.💪💪
09/05/2026
د مهترلام ښار اړوند د ګمین کلي لپاره ګذر وکیل ټاکل کېږي!
شنبه/د ثور ۱۹مه
د مهترلام ښار اړوند د ګمین کلي یو شمېر مشرانو د خپلې سیمې لپاره د ګذر وکیل د ټاکلو په موخه د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري سره ناسته ترسره کړه.
د سیمې مشرانو په پیل کې د ښاروالۍ له ریاست مقام څخه مننه وکړه، چې د ګمین کلی یې د ښاروالۍ په چوکاټ کې شامل کړی دی.
هغوی غوښتنه وکړه، چې د سیمې د ستونزو پر وخت حل او له ښاروالۍ سره د ښې همغږۍ په موخه دې ورته یو ګذر وکیل وټاکل شي.
د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري ټولو راغلو مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې د ښاري حکومتولۍ د طرزالعمل له مخې به د ټول کلي په رضایت یو خدمتګاره او وړ شخص د ګذر وکیل په توګه وټاکل شي.
د یادونې وړ ده، چې د ګمین کلی په روان کال کې د مهترلام ښاروالۍ په چوکاټ کې شامل شوی، چې له دې وروسته به پکې د ملک پر ځای ګذر وکیل فعالیت کوي.
09/05/2026
د ا.ا.ا محترمو مشرانو د پام وړ!
رهنمایي معاملاتو/لارښوونو په نوم دفاتر چې د فعالیت جوازونه ورته د عدلېي وزارت لخوا ورکول کیږي،
دغه دفاتر باید د امنیتي،کشفي او قضایي اورګانونو لخوا تر کلک څار لاندې وي،
د معمولي سرغړوني پر وخت ورته سخت مجازات ورکړل شې،
ځکه دوئ ته هر رقم خلک معلوم وي،دغه دفاتر باید وهڅول شې،پوره همکاري له ټولو اورګانونو سره وکړي،
ددوئ ستر کار کورونه پلورل او په کرایه ورکول دي،او د نظام،هېواد او مسلمان ولس دښمنان هڅه کوي چې اول خوندي ځایونه په کرایه ونیسي،او یا یې په پیسو واخلي،
دغه دفاتر باید کلک وڅارل شې،او پوره توجه ورته وشې،
د دغه دفاترو کنټرول لازمي او ضروري دی.
مصاحبه همایون افغان با یک دختر خانم روشن فکر
Ziar Pashto Media #مليتلویزیون Afghan Voice Bashir Kabuli