Khan Steel

Khan Steel

Share

افغانستان کې د اوسپنې د تولید تر ټولو لویه او معیاري فابریکه!

13/07/2026

د د بې‌سارو لاسته راوړنو، پرله‌پسې بریاوو، لوړ کیفیت لرونکو تولیداتو او د افغانستان د صنعتي ودې او اقتصادي ځان‌بسیاینې په برخه کې د اغېزمن، مخکښ او نه‌هېرېدونکي رول د درناوي په پار، د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د سوداګرۍ او صنعت وزارت، د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې او د افغانستان د نړیوال نندارتون مرکز له لوري د خان سټیل فابریکه په ځانګړي ډول وستایل شوه او د ستاینلیک په ورکړې سره یې له ارزښتناکو خدمتونو، ملي پانګونې او دوامدارو هڅو رسمي تقدیر وشو.
دا ویاړ د خان سټیل د کیفیت، باور، نوښت او ملي ژمنتیا یو بل روښانه ثبوت دی؛ هغه ویاړ چې ښيي خان سټیل نن یوازې یوه فابریکه نه، بلکې د افغانستان د صنعت، ځان‌بسیاینې او اقتصادي پرمختګ یو پیاوړی سمبول او د هېواد د صنعتي ویاړونو مخکښ استازی دی.
ــــــــ
به پاس دستاوردهای بی‌نظیر، موفقیت‌های پی‌درپی، تولیدات باکیفیت و نقش مؤثر پیشگام و ماندگار فابریکه در رشد صنعت و خودکفایی اقتصادی افغانستان، طی مراسمی ویژه، از سوی وزارت صنعت و تجارت، اتاق صنایع و معادن افغانستان و مرکز نمایشگاه‌های بین‌المللی افغانستان، از فابریکه خان ستیل به گونه ویژه تقدیر به‌عمل آمد و با اهدای لوح سپاس، از خدمات ارزشمند، سرمایه‌گذاری ملی و تلاش‌های مستمر این شرکت رسماً قدردانی شد.
این افتخار، گواهی روشن بر کیفیت، اعتماد، نوآوری و تعهد ملی خان ستیل است؛ افتخاری که نشان می‌دهد خان ستیل امروز تنها یک فابریکه نیست، بلکه نماد توانمندی صنعت افغانستان، خودکفایی اقتصادی و یکی از پیشگامان افتخارات صنعتی کشور به شمار می‌رود.

خان سټیل – د آبادۍ بنسټ | خان ستیل – بنیاد آبادی
📞 0093788999953
📞 0093788999943
📧 [email protected]

08/07/2026

د خان سټیل ویاړلي، بې‌سیاله تولیدات او ترې د لسګونو زرو هېوادوالو ستاینه، تود او پراخ هرکلی!
تولیدات پرافتخار و بی رقیب خان ستیل؛ تحسین و استقبال پرشور ده‌ها هزار هموطن از کیفیت و برتری این برند ملی!
د خان سټیل په پیاوړي حضور سره، د صنعت اونۍ پنځم ملي نندارتون او سوداګریز کنفرانس چې د سرطان میاشتې په ۱۰مه نېټه د اوو ورځو لپاره د افغانستان د نړیوال نندارتون په مرکز کې جوړ شوی و، په پراخ ګډون، ستر بریالیتوب او ارزښتناکو لاسته راوړنو سره پای ته ورسېد.
د دې ستر ملي او نړیوال صنعتي نندارتون په ترڅ کې د افغانستان او سیمې د هېوادونو لوړپوړو چارواکو، د کابینې غړو، د نړیوالو ادارو استازو، ډیپلوماټانو، د مخکښو شرکتونو استازو، پانګه‌والو، سوداګرو، صنعتکارانو، د رسنیو استازو او لسګونو زرو هېوادوالو او د صنعت مینه‌والو د خان سټیل له غرفې څخه لیدنه وکړه.
لیدونکو د خان سټیل تولیدات د کیفیت، نوښت او نړیوالو معیارونو له مخې وستایل او دغه فابریکه یې د افغانستان او سیمې په کچه د فولادو صنعت مخکښه، باوري او ویاړلې فابریکه وبلله. هغوی ټینګار وکړ چې خان سټیل په ډېر لنډ وخت کې د پام وړ صنعتي پرمختګ کړی، افغانستان یې د اوسپنیزو تولیداتو په برخه کې د ځان‌بسیاینې پر لور رهبري کړی او د هېواد د سترو ملي او بنسټیزو پروژو اړتیاوې یې د نړیوالو معیارونو سره سم د کورنیو تولیداتو له لارې پوره کړې دي.
همدا لاسته راوړنې دي، چې نن د افغانستان د صنعت له نوم سره د خان سټیل د ملي پانګونې، لوړ کیفیت، نوښت او دوامدار پرمختګ یادونه هم ملګرې شوې ده. خان سټیل یوازې یوه فابریکه نه، بلکې د افغان صنعت د ودې، ځان‌بسیاینې او اقتصادي پیاوړتیا یو روښانه سمبول دی.
په نننۍ نړۍ کې د دا ډول نندارتونونو او سوداګریزو کنفرانسونو جوړول د کورنیو تولیداتو د معرفي، د صنعتي ظرفیتونو د څرګندولو، د نوښتونو د شریکولو، د نویو بازارونو د موندلو او د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او کلتوري همکاریو د پراختیا لپاره ځانګړی ارزښت لري. دا ډول پروګرامونه د ملي صنعت د ودې او د افغانستان د تولیداتو د نړیوال معرفي کولو لپاره اغېزمن فرصتونه برابروي.
د خان سټیل رهبري بورډ د سوداګرۍ او صنعت وزارت له مشرتابه، د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې له رهبري بورډ، د دې ستر نندارتون له ټولو تنظیموونکو، صنعتکارانو، سوداګرو، رسنیو او په ځانګړي ډول له هغو لسګونو زرو هېوادوالو څخه د زړه له کومې مننه کوي، چې د خان سټیل له غرفې څخه یې لیدنه وکړه او د خپل باور، ملاتړ او ارزښتناکو نظرونو له لارې یې زموږ د لا زیاتو بریاوو لپاره انګېزه راوبښله.
خان سټیل به د کیفیت، نوښت او ملي ژمنتیا په ځواک خپل صنعتي سفر ته دوام ورکړي، څو افغانستان د تولید، ځان‌بسیاینې او اقتصادي پرمختګ په ډګر کې لا پیاوړی، سرلوړی او د سیمې د صنعت په مخکښانو کې پاتې شي.
ژوندی او سرلوړی دې وي افغانستان!

خان سټیل – د آبادۍ بنسټ | خان ستیل – بنیاد آبادی
📞 0093788999953
📞 0093788999943
📧 [email protected]

07/07/2026

د خواخوږۍ پیغام!
په ډېرې خواشینۍ سره مو د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د پخواني ځلانده ستوري، ارواښاد ، د مړینې خبر واورېد.
د خان سټیل فابریکې رهبري پلاوی او ټول کارکوونکي د ارواښاد شاپور ځدراڼ پر مړینه د هغه درنې کورنۍ، د افغانستان کرکټ بورډ، د هغه پخوانیو ملګرو او د افغانستان ټولو هېوادوالو ته خپله ژوره خواخوږي او صمیمانه تسلیت وړاندې کوي.
ارواښاد شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرکټ د ودې او نړیوال شهرت په ترلاسه کولو کې نه هېرېدونکې ونډه لرله. د هغه زړورتیا، هڅې او هېوادپالنه به د افغان کرکټ په تاریخ کې د تل لپاره په زرینو کرښو لیکل شوې پاتې وي او هغه ویاړونه، چې خپل هېواد ته یې ور په برخه کړل، هېڅکله به د افغان ولس له حافظې ونه وځي.
له الله تعالی څخه ارواښاد ته د مغفرت، فردوس جنت او د هغه درنې کورنۍ، دوستانو او ټولو خواشینو هېوادوالو ته د جمیل صبر غوښتنه کوو.
اروا یې ښاده او یاد یې تلپاتې.

پیام تسلیت!
با نهایت تأسف و تأثر، خبر درگذشت مرحوم ، ستاره پیشین تیم ملی کریکت افغانستان را دریافت کردیم.
هیئت رهبری و تمام کارمندان فابریکه خان ستیل، درگذشت این ورزشکار نامدار را به خانواده محترم ایشان، کریکت بورد افغانستان، هم‌بازیان، دوستان و تمامی مردم شریف افغانستان صمیمانه تسلیت عرض نموده و خود را در این غم بزرگ شریک می‌داند.
مرحوم شاپور ځدراڼ با تعهد، تلاش و افتخارآفرینی‌های ماندگار خود، نقش ارزشمندی در رشد و معرفی کریکت افغانستان در سطح بین‌المللی ایفا کرد. نام و خدمات او برای همیشه در تاریخ ورزش افغانستان ماندگار خواهد ماند و افتخاراتش هرگز از یاد مردم این سرزمین نخواهد رفت.
از درگاه خداوند متعال برای آن مرحوم مغفرت، بهشت برین، و برای خانواده محترم، دوستان و همه داغداران صبر جمیل و اجر عظیم مسئلت داریم.
روحش شاد و یادش گرامی باد.

Khan Steel Mourns the Passing of
It is with profound sadness that we learned of the passing of Shahpoor Zadran, one of Afghanistan's pioneering cricketers and a true national icon.
On behalf of the Board of Directors, Management, and the entire Khan Steel family, we extend our heartfelt condolences to his family, former teammates, the Afghanistan Cricket Board and the people of Afghanistan.
Shahpoor Zadran played a remarkable role in the rise of Afghan cricket on the international stage. Through his dedication, courage, and passion for the game, he inspired millions and brought lasting pride to our nation. His contributions and achievements will forever remain an important part of Afghanistan's sporting history.
We pray that Almighty Allah grants him His infinite mercy, forgives his shortcomings, blesses him with the highest place in Jannah, and grants patience and strength to his family, friends, and all who mourn his loss.
May his soul rest in eternal peace, and may his legacy continue to inspire generations to come.
With deepest sympathy,
The Khan Steel Family

Photos from Khan Steel's post 02/07/2026

د خان سټیل په پیاوړي حضور کې، د صنعت اونۍ ملي او نړیوال نندارتون په شاندارو مراسمو پرانیستل شو!
د صنعت اونۍ ملي او نړیوال نندارتون او سوداګریز کنفرانس، د چنګاښ (سرطان) میاشتې په ۱۰مه نېټه، د شپږو ورځو لپاره د افغانستان د نندارتونونو په نړیوال مرکز کې په شاندارو مراسمو سره پرانیستل شو.
خان سټیل د افغانستان د صنعتي سکټور د مخکښ، باوري او نوښتګر بنسټ په توګه، تل د هېواد د صنعتي ودې، اقتصادي پیاوړتیا او ملي تولیداتو د ودې په هر ستر ګام کې مخکښ حضور لرلی دی.
سږکال یې هم د دې ستر ملي او نړیوال نندارتون د ملاتړي په توګه، یو ځل بیا خپله ژمنتیا د افغانستان د صنعت، تولید او اقتصادي ځانبسیاینې لپاره په عمل کې ثابته کړه.
موږ د صنعت ټولو مینه‌والو، سوداګرو، پانګه‌والو، قراردادیانو او درنو هېوادوالو ته په درنښت بلنه ورکوو، څو د نندارتون پر مهال د خان سټیل له ځانګړې غرفې څخه لیدنه وکړئ، د نړیوالو معیارونو مطابق لوړ کیفیت ساختماني تولیدات، وروستي صنعتي نوښتونه او د افغانستان د تولیدي ځواک نوې لاسته راوړنې له نږدې ووینئ.
راشئ، د افغانستان د صنعت د ځواک، کیفیت او باور کیسه له خان سټیل سره له نږدې تجربه کړئ، ځکه د سبا د آباد افغانستان بنسټونه د نن په ملي تولید ولاړ دي.
ــــــــــــ
نمایشگاه ملی و بین‌المللی هفته صنعت در حضور پر قدرت خان ستیل، طی مراسم باشکوهی افتتاح شد!
نمایشگاه ملی و بین‌المللی هفته صنعت و کنفرانس تجارتی، ۱۰ سرطان، برای مدت شش روز در مرکز بین‌المللی نمایشگاه‌های افغانستان با برگزاری مراسم باشکوه افتتاح گردید.
خان ستیل به عنوان یکی از پیشگامان، معتبرترین و نوآورترین مجموعه‌های صنعتی افغانستان، همواره در هر گام بزرگِ رشد صنعت، تقویت اقتصاد و توسعه تولیدات ملی، حضوری فعال و اثرگذار داشته است.
این شرکت امسال نیز به عنوان حامی این نمایشگاه بزرگ ملی و بین‌المللی، بار دیگر تعهد عملی خود را نسبت به توسعه صنعت افغانستان، افزایش تولیدات داخلی و دستیابی به خودکفایی اقتصادی به نمایش گذاشت.
از تمامی علاقه‌مندان صنعت، تاجران، سرمایه‌گذاران، قراردادیان و هموطنان گرامی صمیمانه دعوت می‌کنیم، تا در جریان نمایشگاه از غرفه اختصاصی خان ستیل بازدید کرده و از نزدیک با محصولات ساختمانی باکیفیت مطابق با معیارهای بین‌المللی، تازه‌ترین نوآوری‌های صنعتی و دستاوردهای نوین توانمندی تولیدی افغانستان آشنا شوند.
بیایید روایت قدرت، کیفیت و اعتماد صنعت افغانستان را در کنار خان ستیل از نزدیک تجربه کنید؛ زیرا زیربنای افغانستان آباد فردا، بر تولید ملی امروز استوار است.

خان سټيل - د آبادۍ بنسټ | خان ستیل - بنیاد آبادی

26/06/2026

؛ د افغانستان د صنعتي سکټور مخکښ، د صنعت اونۍ په ملي نندارتون کې!
🏗️ د صنعت اونۍ په ملي نندارتون کې له موږ سره ووینئ!
📅 د نندارتون پیل: د چنګاښ (سرطان) ۱۰مه
📍 د نندارتون پته: د افغانستان د نندارتونونو نړیوال مرکز – چمن حضوري
په درنښت، د صنعت ټولو مینه‌والو، سوداګرو، پانګه‌والو، قراردادیانو او درنو هېوادوالو ته بلنه ورکوو، څو د خان سټیل په ځانګړې غرفه کې زموږ د صنعت د بریا، نوښت او پرمختګ کیسه له نږدې ووینئ.
راشئ؛ هغه اوسپنیز توکي ووینئ، چې د آباد افغانستان د سبا بنسټونه پرې ولاړ دي، هغه کیفیت وپېژنئ چې د نړیوالو معیارونو استازیتوب کوي او هغه نوښتونه لمس کړئ، چې د هېواد د صنعتي ودې نوی باب پرانیزي.
ستاسو هر ګام زموږ د صنعت د پیاوړتیا ملګری او ستاسو هر حضور د افغانستان د اقتصادي ودې پر لور یو ارزښتناک ملاتړ دی.
ـــــــــــ
؛ پیشگام بخش صنعت افغانستان در نمایشگاه ملی هفته صنعت!
🏗️ در نمایشگاه ملی هفته صنعت، با ما دیدار کنید!
📅 آغاز نمایشگاه: ۱۰ سرطان
📍 محل برگزاری: مرکز بین‌المللی نمایشگاه‌های افغانستان – چمن حضوری
با کمال احترام، از تمامی علاقه‌مندان صنعت، تاجران، سرمایه‌گذاران و هموطنان گرامی دعوت می‌کنیم تا از غرفه اختصاصی خان ستیل بازدید کرده و از نزدیک روایت موفقیت، نوآوری و پیشرفت صنعت کشور را مشاهده کنند.
بیایید محصولاتی را ببینید که زیربنای آبادانی افغانستان فردا را می‌سازند؛ کیفیتی را بشناسید که نمایانگر معیارهای جهانی است و نوآوری‌هایی را لمس کنید که فصل تازه‌ای از رشد و شکوفایی صنعت افغانستان را رقم می‌زنند.
هر گام شما، همراهی ارزشمند در مسیر تقویت صنعت کشور، و هر حضورتان، حمایتی مؤثر برای رشد اقتصادی افغانستان است.

خان سټیل – د آبادۍ بنسټ | خان ستیل – بنیاد آبادی

22/06/2026

افغان - قزاق نړیوال سوداګریز فورم؛ ، د افغانستان صنعتي ویاړ او د سیمې له مخکښو سیالانو سره سیال برانډ!
فورم بین‌المللی تجارتی افغان–قزاق؛ ، افتخار صنعت افغانستان و نامی درخشان در میان برندهای پیشتاز منطقه!
افغان – قزاق نړیوال سوداګریز فورم او نندارتون چې، د جوزا میاشتې په ۳۰مه نېټه د دوه ورځو لپاره په پلازمینه کابل کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړيکو د پراختیا او لا ښه کېدو، په سیمه‌ييزه کچه د اقتصادي انزوا له‌منځه وړلو او په سوداګرۍ برخه کې د راکړې ورکړې زیاتېدو په موخه جوړ شوی وو پای ته ورسید.
د یاد نندارتون په ترڅ کې د افغانستان، قزاقستان، ترکمنستان، ازبکستان، ترکیې... او د سیمې نورو هیوادونو لوړپوړو چارواکو، کابینې غړو، د نړیوالو ادارو استازو، ډیپلوماټانو، سترو غوره شرکتونو، پانګوالو، سوداګرو، د رسنیو استازو او د صنعت مینه والو د خان سټیل له غرفې څخه لیدنه وکړه او خان سټیل یې د هیواد او سیمې په کچه د معیاري او بیساري تولیداتو په درلودلو سره مخکښه او ویاړلي فابریکه یاده او زیاته یې کړه چې، خان سټيل په کمه موده کې ستر مزل طی او وتوانید د اوسپنیزو توکو په برخه کې افغانستان د نورو هیوادونو له احتیاجه خلاص، پر ځان بسیا او ټولو ملي سترو او بنسټیزو پروژو ته د نړیوالو معیارونو سره سم تولیدات وړاندې کړي، نو همدا ده، چې د افغانستان د صنعت د نوم اخیستلو سره سم د خان سټیل د ویاړلي پانګونې یادونه هم کېږي.
د فورم په ترڅ کې، د قزاقستان له مخکښو او معتبرو شرکتونو سره د ګډو همکاریو څو مهم هوکړه‌لیکونه هم لاسلیک شول، چې موخه یې د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د پانګونې فرصتونو رامنځته کول، د تجربو تبادله او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ده.
موږ د افغانستان، قزاقستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د ښه کولو او د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې د کارپوهانو د نظریاتو د تبادلې په موخه د افغان – قزاق سوداګریز فورم او نندارتون په لاره اچول یو بې ساری اقدام او ستره لاسته راوړنه بولو او هیله لرو چې، دا مهمه برنامه په هیواد کې د پانګونې روحیه نوره هم پیاوړې کړي.
د خان سټيل رهبري بورډ، د سوداګرۍ او صنعت وزارت له مشرتابه، د دواړو هېوادونو له معززو سوداګرو او صنعتکارانو څخه مننه کوي، چې د کابل په ښکلي ښار کې یې د افغان-قزاق تجارتي تواصل کنفرانس او نندارتون په جوړولو کې فعاله ونډه درلوده.

ژوندی او سرلوړی دې وي افغانستان
افغانستان زنده و سرفراز باد

15/06/2026

له افغان صنعت څخه تر نړۍ؛ د مینې او پرمختګ پیغام...
د افغانستان د صنعت ځانګړی مینه‌وال او د میلیونونو مینه‌والو د خوښې هنرمند Oliver Tree د خان سټیل په لیدنه کې؛ نړۍ ته د افغانانو د مینې، یووالي او پرمختګ پیغام ورسوه.
ـــــــــ
از صنعت افغانستان تا جهان؛ پیام صمیمیت و پیشرفت...
یک طرفدار ویژه صنعت افغانستان و هنرمند محبوب میلیون‌ها هوادار، اولیور ټری، در بازدید از خان ستیل؛ پیام صمیمیت، وحدت و پیشرفت افغان‌ها را به جهان رساند.

خان سټيل – د آبادۍ بنسټ | خان ستیل – بنیاد آبادی


04/06/2026

؛ هغه نوم چې ستاسو د پروژو راتلونکی پرې ولاړ دی! 🏗️💪
د خان سټیل تولید شوې ګاډر یو عادي تولید نه؛ بلکې د ځواک، کیفیت او دوام هغه بنسټ دی چې سترې ودانۍ او بریالۍ پروژې پرې ولاړې دي.
د نړیوالو معیارونو مطابق تولید شوي ګاډر، په بېلابېلو وزنونو او سایزونو کې، ستاسو د هرې ساختماني پروژې لپاره د ځواک، دوام او باور تضمین او د هرې سترې پروژې د ځواک، ثبات او اعتماد بنسټیزه ستنه ګڼل کېږي. 💪🏢
ــــــــ
؛ نامی که آیندهٔ پروژه‌های شما بر آن استوار است! 🏗️💪
گادرهای تولیدی خان ستیل تنها یک محصول عادی نیستند، بلکه زیربنای استحکام، کیفیت و دوام‌اند؛ همان اساسی که ساختمان‌های بزرگ و پروژه‌های موفق بر آن بنا می‌شوند.
این گادرها که مطابق با معیارهای بین‌المللی تولید می‌شوند، در وزن‌ها و سایزهای مختلف عرضه شده و برای هر پروژهٔ ساختمانی شما، تضمین‌کنندهٔ قدرت، دوام و اطمینان هستند. همچنین به‌عنوان ستون اساسی قدرت، ثبات و اعتماد در هر پروژهٔ بزرگ شناخته می‌شوند. 💪🏢

خان سټیل – د آبادۍ بنسټ | خان ستیل – بنیاد ابادی
📞 0093788999953
📞 0093788999943
📧 [email protected]

26/05/2026

د لوی اختر په مناسبت د افغانستان د طبیعي ښکلاوو، تاریخي آثارو، بډایه فرهنګ او ویاړلي کلتور د زړه راښکونکو ویډیویي کلیپونو سره مل، د خان سټیل د مشرتابه او کارکوونکو لخوا ټولو درنو هیوادوالو، پیرودونکو او سوداګریزو شریکانو ته د مبارکۍ پیغام!
ــــــــــ
به مناسبت عید سعید قربان، همراه با کلیپ‌های ویدیویی جذاب از زیبایی‌های طبیعی، آثار تاریخی، فرهنگ غنی و عنعنات پرافتخار افغانستان، پیام تبریکی از سوی رهبری و کارمندان خان ستیل به تمام هموطنان گرامی، مشتریان و شرکای تجارتی تقدیم می‌گردد.

خان سټیل – د آبادۍ بنسټ | خان ستیل – بنیاد آبادی

Photos from Khan Steel's post 14/05/2026

د خان سټیل پر مټ د آباد، سیال او پرمختللي افغانستان د هیلو کاروان؛
له مرکزه کابله تر لرې پرتو ولایتونو،
له ښاري ودانیو تر پراخو دښتو،
او له شنو سردرو تر دنګو غرونو او رغنیزو پروژو، په ډاډه او چټک مزل روان دی.
موږ د خپل ګران هیواد د بیارغونې، ملي زیربناوو د پیاوړتیا او پرمختګ د نوو فصلونو په پرانیستل کیدو او بشپړیدو کې د خپلو باکیفیته او معیاري تولیداتو پر اغېزمن رول ویاړو.
د خان سټیل د هر تولید تر شا یوازې صنعت نه، بلکې د یو پیاوړي اقتصاد، یو آباد وطن او روښانه باوري او هوسا راتلونکي ستر ارمانونه پراته دي.
همدا ګول سیخ د هغو بنسټونو پیاوړتیا او استحکام دی، چې ورباندې د وطن دنګې ودانۍ درېږي، سړکونه غځېږي او پلونه ټینګېږي...
خان سټیل باور لري، چې د وطن ریښتینې ابادي له پیاوړي بنسټونو پیلېږي او موږ ویاړو چې د معیاري تولیداتو پر مټ د همدې بنسټونو په جوړولو کې ملي مسؤلیت په سم ډول ادا کوو.

خان سټيل – د آبادۍ بنسټ | خان ستیل – بنیاد آبادی

📞 0093788999953
📞 0093788999943
📧 [email protected]

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Address


Bagram, New Road
Kabul

Opening Hours

Monday 08:00 - 17:00
Tuesday 08:00 - 17:00
Wednesday 08:00 - 17:00
Thursday 08:00 - 17:00
Saturday 08:00 - 17:00
Sunday 08:00 - 17:00