🤲🕌 د کرکټ له میدان څخه د لمانځه تر صفونو پوري 🏏❤️
د SCL - Surobi Champions League سیالۍ یوازې د کرکټ یوه سلسله نه وه؛ بلکې د ورزش ترڅنګ د ایمان، یووالي او ورورولۍ ښکلی انځور هم و. ❤️
د لوبو د تودو شېبو په منځ کې، په سلګونو مینه وال چي د کرکټ نندارې ته راټولیدل، هره ورځ د لمانځه د وخت په داخلیدو سره؛ د هر څه نه مخکې یې د خپل رب عبادت ته لومړیتوب ورکړی وو. 🤲
دغو ښایسته صحنو یو ځل بیا وښودله چې بریا یوازې په میدان کې نه ده؛ تر ټولو ستره بریا د الله تعالی رضا ده. 🕌✨
🏏 کرکټ د میدان لوبه او شوق دی،
🤲 خو لمونځ د زړه سکون دی.
الله تعالی دې زموږ په ټولنه کې د ورورولۍ، اتفاق او د لمانځه دا ښکلي صحنې تلپاتې کړي. آمین. 🤲❤️
🕌🏏❤️
🏆🏏🔥
SCL - Surobi Champions League
Cricket Tournament
🏏🔥 د سروبي د کرکټ په تاریخ کي نه هېرېدونکې لوبه! 🔥🏏
د SCL - Surobi Champions League څلورم پړاو سیالیو د فاینل هغه تاریخي لوبه چې د سروبي د کرکټ په تاریخ کې به یې یاد تل پاتې وي! 🏆
💚PUKHTOON 11 STARS🆚MARKAZ STARS💛
WINNER: 💚PUKHTOON 11 STARS🏆
د لوبې د لیدلو لپاره د هیواد له ګوټ ګوټ نه ګڼ شمېر مینه وال میدان ته راغلي وو، او د هرې توپې اچونې، هرې منډې، هرې ویکټې او هرې بونډرۍ سره به د نندارچیانو له لوري د تشویق او ملاتړ شور پورته کېده. 🙌🔥
لوبه تر وروستي بال پورې په بشپړه توګه دوه اړخیزه او له هیجان څخه ډکه وه؛ داسې یوه لوبه چې تر وروستۍ شېبې په کي چا د ګټونکې اټکل نشو کولی چې بریا به د کومې لوبډلې په برخه شي. 😱🏏
هر بال یوه نوې هیله، هره منډه یو نوی هیجان او هره شېبه د اتلولۍ په لور یو ګام و!
دا یوازې یو فاینل لوبه نه وه؛
دا یوه تاریخي، نه تکراریدونکې او د سروبي د کرکټ یوه نه هېریدونکې شېبه وه! 👑🏆
🎥 د دې تاریخي لوبې غوره او هیجانې شېبې دلته په لاندي ویډیو کي وګورئ! 🔥
🏆🏏🔥
هر کله راشی 🙏❤
د [SCL] اداره د افغانستان او بالخصوص د مشرقي زون له زړور، با احساسه، فعال اجتماعي شخصیت او په هیواد مَيَن ځوان Qudratullah shinwari او له هغه سره د راغلو ملګرو څخه د [SCL] څلورم پړاو سیالیو ستري او په زړه پوري پایلوبي ته د حضور راوړلو په خاطر د زړه له کومې مننه کوي.🥰🙏
که چیري موږ د لوبي د شروع کیدو څخه د مخه یا هم د لوبي په جریان کي ستاسي له حضور څخه خبر ترلاسه کړی وای، نو حتما به مو ستاسي ښه راغلاست او میلمه پالنه په ځانګړي بڼه تر سره کړي وه.
دا چي مونږ د هیواد له مختلفو سیمو څخه مینوال او پلویان لرو، همدا زموږ له پاره تر ټولو لویه لاسته راوړنه او بریا ګڼل کیږي.❤🥰
ستاسي د هر تن او هر مینوال راتګ زموږ له پاره ځانګړی ارزښت لري💙🤍
کور مو ودان، له میني مو نړۍ مننه🙏🥰❤
🏏🔥
07/08/2026
"پښتون ۱۱ سټارز" لوبډله د SCL - Surobi Champions League څلورم پړاو سیالیو اتلولې خپلوي🏆🎆🌠🎉
"پښتون ۱۱ سټارز" لوبډله له یوې خورا په زړه پوري لوبي څخه وروسته په پایلوبه کي د "مرکز سټارز" لوبډلي ته ماتي ورکوي او د SCL - Surobi Champions League څلورم پړاو سیالیو اتلولې په خپل نوم کوي🔥
"مرکز سټارز" لوبډلي هم ډیره په زړه پوري لوبه ترسره کړه. که څه هم له دوي سره بخت یارې ونکړه تر څو د قهرمانۍ جام پورته کړي خو دوی وکولی شول د خپلي تخنیکي، زړوري او له جذبو څخه ډکي سیالۍ په ترسره کولو سره د مینوالو زړونه لاسته راوړي.
د SCL - Surobi Champions League څلورم پړاو سیالیو په لړ کي د FINAL لوبه:
پښتون ۱۱ سټارز 🆚 مرکز سټارز
د لوبي په لومړیو کي د "پښتون ۱۱ سټارز" لوبډلي د لوبي پچه وګټله او لومړی یي د توپوهني پریکړه وکړه.
پښتون ۱۱ سټارز : (10.0) 140/7
مرکز سټارز : (10.0) 135/7
پایله: د "پښتون ۱۱ سټارز" لوبډلي د [ ۵ ] منډو په کم توپیر سره بریا خپله کړه.
🏅د لوبي غوره لوبغاړی : شوکت خان
منډې: *۲۵
ویکټي: ۲
🎖د لوبي سټایلش لوبغاړی : شعیب مستان
منډي: ۲۶
د لوبي د زیاتو شپږیزو وهونکی لوبغاړی: بختیار "لفټې"
د شپږیزو تعداد: ۵
د لوبي په اړه د پوره معلوماتو تر لاسه کولو له پاره په لاندي ورکړل شوي لینک باندي کلیک وکړی 👇
د [ SCL ] څلورم پړاو سیالیو د FINAL لوبي لینک: https://cricheroes.in/scorecard/26499945/scl-surobi-champions-league-4th-edition/pakhtoon-11-stars-vs-markaz-stars via :
07/08/2026
🏆💚 د SCL - Surobi Champions League څلورم پړاو سیالیو اتلولي د "پښتون ۱۱ ستارز" په نوم! 💚🏆
له زرګونو هیلو، سختو سیالیو، نه ستړې کېدونکو مبارزو او د میدان له هرې شېبې وروسته، PUKHTOON 11" STARS" په ویاړ سره د "Surobi Champions League" د څلورم فصل اتلولي خپله کړه! 🏆🔥
دا یوازې یو جام نه دی؛
دا د مهارت، اتحاد، قربانۍ، استعداد او نه ماتېدونکي عزم پایله ده. 💪🔥
💚 پښتون ۱۱ ستارز — د "SCL" د څلورم فصل اتلان!
👑 Champions of SCL Season 4
د ټیم ټولو لوبغاړو، لوبډلمشر، منیجمنټ او هر هغه مینهوال ته چې تر پایه یې د ټیم ملاتړ وکړ، له زړه مبارکي وایو! ❤️👏
نن میدان ستاسو په نوم دی،
🏆نن جام ستاسو په لاس کې دی،
او نن تاریخ ستاسو کیسه لیکي! 🏆🔥
اتلولي مو مبارک شه🥳🎇🎆✨🎊🎉
07/08/2026
فاینل
له کابل څخه راغلی میلمه لوبډله پښتون ۱۱ ستوری او ورسره په مقابل کی د سروبی مرکز ستوری لوبډله ده چه بال په بال منډی یی د لاندی ورکړل شوی لینک له لاری کتلی شی.
View Full Scorecard: https://chshare.link/scorecard/nLnYlM
د SCL - Surobi Champions League او د یاد لیګ د ستري او زړه راښکونکي پایلوبي په هکله د سیمي د اوسیدونکو مینه، احساسات، نظرونه او وړاندویني...🙏❤
د ستري او جذبو څخه ډکي پایلوبي د مخه مو د خپلو درنو کرکټ مینهوالو او د سروبي چمپینز لیګ د وفادارو ملاتړو نظرونه، احساسات او هیلې ثبت کړې دي.🥰
ستاسې هره چکچکه، هره دعا او هر ډول ملاتړ زموږ لپاره لویه انرژي او ویاړ دی. له زړه مو مننه چې د دې ټورنمنټ ترڅنګ ولاړ یاست او د کرکټ د پرمختګ لپاره خپله مینه څرګندوئ. 🤝💙
راځئ چې په همدې یووالي او مینې سره د کرکټ دا ښکلی سفر لا نور هم رنګین او بریالی کړو.❤
دا ویډیو وګورئ، له ملګرو سره یې شریکه کړئ، او تل زموږ ترڅنګ پاتې شئ! 🏆🔥
🏏❤️ د کرکټ د مینهوالو مینه، زموږ تر ټولو ستره بریا او لاسته راوړنه! د میني مو پوروړي یو🙏❤🥰
06/08/2026
🏆 د SCL - Surobi Champions League ستره پایلوبه! 🏏🔥
هغه شېبه چې ټول ورته په انتظار وو، بالاخره راورسېده!
د Surobi Champions League د اتلولۍ وروستۍ او تر ټولو ستره سیالۍ، چې د غرور، ویاړ، استعداد او اتلولۍ پرېکړه به پکې کېږي.
💚 پښتون 11 سټارز 🆚 مرکز سټارز 💛
دواړه لوبډلې د سختو سیالیو له تېرېدو وروسته تر فاینل رسېدلې دي، خو یوازې یوه لوبډله به د اتلولۍ جام پورته کوي. دا یوازې یوه لوبه نه ده؛ دا د تاریخ د جوړېدو، د ویاړ د ګټلو او د میلیونونو مینهوالو د هیلو سیالۍ ده.
📅 نېټه: ۷ اګست | اسد ۱۶ | سبا د جمعي مبارک ورځ
🕒 وخت: د ماسپښین ۳:۰۰ بجې
راشئ، خپل ټیم وهڅوئ
د کرکټ له ریښتینې مینې سره یوځای شئ، او د داسې فاینل شاهدان اوسئ چې کلونه به یې یادونه کېږي.
🏆 یو جام، دوه ستر حریفان، او یوازې یو اتل!
゚
05/08/2026
🏆 د سترې پایلوبې د مقابلي شیبې رانږدي کیږي! 🔥
یوازې 1⃣ ورځ پاتې ده... ⏳
هغه شېبه چې اتلان پکې ازمایل کېږي، تاریخ لیکل کېږي او یوازې یو نوم به د SCL - Surobi Champions League 2026 د اتل په توګه وځلېږي.
💚 Pukhtoon 11 Stars🆚❤️ Markaz Stars
د غرور، زړورتیا، مهارت او نه ستړې کېدونکې مبارزې تر ټولو ستره سیالي ستاسو په انتظار کي ده.
هر توپ، هره منډه او هره ویکټ به د اتلولۍ برخلیک ټاکي. څوک به دا جام پورته کړي؟ 🏆
نیټه:
📅 7 August 2026 | د جمعي مبارکه ورځ | اسد ۱۶
🕒 03:00 PM
📍 Naghlo, Habib Kala Cricket Ground
راشئ، خپل ټیم وهڅوئ، د تاریخ برخه شئ او د دې سترې پایلوبې شاهدان واوسئ! 🔥
04/08/2026
تر دی مهاله د SCL - Surobi Champions League څلورم پړاو سیالیو څخه د [۵] غوره او بهترینو توپ وهونکو نوملړ...🏏🔥
د سروبي ولسوالۍ پیاوړی، چټک، زړور او ځلیدونکی ستوری او د "نغلو سوپر سټارز" د لوبډلي پاور هیټر او د استعدادونو څخه ډک توپ وهونکی،
"🌟هدایت الله "لفټي🌟" په [۹] لوبو کي د [۴۷۲] منډو په جوړولو سره د [SCL] څلورم پړاو سیالیو کي د زیاتو منډو جوړولو تاج او ویاړ له ځانه سره لري .👑💥🔥
🏏🔥
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Website
Address
Kabul