14/08/2026
📢 د عمومي رخصتۍ خبرتیا
د افغانستان د عمومي رخصتۍ له امله، مرتضی راشد کرکټ سنتر (MRCC) اعلان کوي چې سبا، شنبه د اګست ۱۵مه، د کرکټ سنتر ټول تمرینات رخصت دي.
🏏 د MRCC درنو لوبغاړو!
له ټولو څخه هیله کوو چې له رخصتۍ څخه ښه استفاده وکړئ او د راتلونکو تمریناتو لپاره په بشپړه انرژۍ سره چمتو اوسئ.
تمرینات به د یکشنبې په ورځ بېرته په عادي ډول پیل شي.
MURTAZA RASHID CRICKET CENTER (MRCC)
🏏 د استعدادونو د روزنې او راتلونکې جوړولو مرکز
02/08/2026
🔥 پرلهپسې ځلېدونکی ستوری! ⭐
عبدالقیوم یو ځل بیا خپله وړتیا ثابته کړه. په کابل انټر کلب کې یې په دوو پرلهپسې سیالیو کې د توپ اچونې غوره ننداره وړاندې کړه.
🏏 لومړۍ لوبه:
✅ 4 ویکټې
✅ 9 اورونه
✅ اکانومي 4.89
🏏 دوهمه لوبه:
✅ 4 ویکټې
✅ 8.2 اورونه
✅ اکانومي 7.2
دا یوازې شمېرې نه دي، بلکې د سخت تمرین، ژمنتیا او نه ستړې کېدونکي هڅو پایله ده.
عبدالقیوم ته دې مبارک وي! همداسې ځلېږه، اتله! 💪🌟
30/07/2026
💯 په زړه پورې سلیزه! 🏏🔥
د کابل انټرکلب سیالیو په لومړۍ لوبه کې د MRCC لوبغاړی امجد پاچا په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه.
🏏 ۱۰۴ منډې
⚡ ۴۸ بالونه
💥 ۹ شپږیزې
🎯 ۷ څلوریزې
امجد پاچا ته د دې غوره سلیزې مبارکي وایو او ورته د راتلونکو لوبو لپاره د لا زیاتو بریاوو هیله لرو.
🏆 Kabul Inter Club Cricket Competition
23/07/2026
إِنَّا لِلَّٰهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ 🖤
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د محمد انور
( ورور )له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.
د Murtaza Rashid Cricket Center (MRCC) اداره، روزونکي او ټول لوبغاړي د خپل ګران ملګري محمد انور او د هغه له درنې کورنۍ سره په دې ستر غم کې ځان شریک بولي.
ده مرحوم جنازه نن ده پنج شنبی ورځ په ساعت ده ۹:۰۰بجوده کامی ولسوالی ده سنګرسرایی په کلی کی اداکیږی
الله تعالی دې مرحوم وبښي، جنت الفردوس دې ور په برخه کړي، او محمد انور او د هغه ټولې کورنۍ ته دې صبر جمیل او اجر عظیم نصیب کړي.
آمین یا رب العالمین. 🤲🖤
Muhammad Anwar
تماس
+93 78 816 9982
13/07/2026
مسیح الله " رسولي "🏏
د کابل ولایت په انټرکلب سیالیو کې د مرتضی راشد کرکټ سنټر پیاوړی توپ وهونکی مسیح الله "رسولي" په پنځو پاڼیو کې ٦٠٠ منډې ترسره کړې .