زیارمل

زیارمل

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from زیارمل, Sports League, Kabul.

21/01/2026

د ټولنیز پرمختګ په لور یې له کومه ځایه پیل کړو؟

د نړۍ نورې ټولنې د فردي تحرکاتو په پایله کې تر نوي متمدن ژونده رسېدلي اګر که حکومتونو یې هم زمینه سازي ورته کړې، خو افرادو هم د وخت په تېرېدو سره ځانونو کې بدلون راوستی او له یوه خراب حالته ښه حالت ته تللي دي.

زموږ مقدس دین په نظافت باندې ډېر زیات ټینګار کړی او د ایمان برخه بلل شوی دی. د نظافت او انسان د ښایسته پاتې کېدلو مختلفې برخې ستایل شوي او مسلمانان ورته هڅول شوي دي...

افغانان که جنګونو له ډېر څه محروم کړي خو بیا هم فرصتونه لري چې ډېر بدلونونه په ځان کې راولي. مثلا موږ ډېر واړه واړه کارونه تر اوسه نه دي رعایت کړي چې کولای شو زموږ او زموږ د ټولنې د ښایست سبب وګرځي.
لوی مسایل به بیا مطرح کوو، خو د نظافت موضوع باندې باید موږ ځانونه اولادونه او کورنۍ عادت کړو. پاک کالي، ځان پاک ساتل، مناسبه خوشبو لګول، غاښونه هره ورځ په کریم او برس سره وینځل، دا باید د ځان همېشنۍ دنده وګرځوو.
د پاکو کالیو تر څنګ زموږ د بدن د نا مناسب بوی مخنیوی ډېر مهم دی چې له بده مرغه د وطن زیات شمېر خلک یې نه رعایت کوي. په لارو حجرو، موټر او هوټلونو کې د نورو انسانانو د اذیت لامل هم جوړېږي.
دا خو منل شوې ستونزه ده؛ نو د دې لپاره حل لاره څه کېدای شي؟
لکه څنګه چې په نوې نړۍ کې ډېری ناروغیو ته درمل جوړ شوي. همداسې د انسان ټول بدن پاک ساتلو او بالخصوص د تخرګونو لپاره هم نن سبا خاص عطر راوتلي دي (چې یو رقم یې په عکس کې لیدلای شئ) دېته ورته شیان نور هم پیدا کېږي او ارزانه هم دي. هر سهار دفتر، درس او نورو ورځینیو چارو ته تر تلو وړاندې چې په تخرګونو ووهل شي، بیا تر ماښامه که هر څومره انسان خولې شي؛ نو د بد بوی په ځای یې خوله هم خوږ بوی کوي. د دې تر څنګ سهار یا ماخوستن یو ځل غاښونه برس کول او یا که د چا وس رسېږي ورپسې مسواک استفاده کول مو غاښونه له بد رنګېدو ساتي. هر اوداسه کې په ګوته باندې ژبه ښه پاکول مو خوله له بد بویي ساتي. که چېرته دا کارونه تر سره شي؛ نو د خپل کور له ګډ ژونده نیولې تر بېرون ټولنیز ژوند پورې به مو خپل ځان له عیبه پاک کړی وي او نور خلک به مو هم له ضرره خوندي ساتلي وي او همدا مسلماني ده.
که څوک وایي چې غریبي ده او دا د هر چا د وس خبره نه ده. نو هغوی ته دا وایم چې په څومره سخت مسکنت کې خلک نسوار او شین چای اخیستی شي؛ نو دا کار هم سخت نه دی او کولای یې شي.

20/12/2025

په باران کې د موټر چلولو درې مهمې لارښوونې

1️⃣ سرعت کم وساته
باران سړک ښوی کوي، نو په تېز رفتار کې موټر ژر کنټرول له لاسه وځي. تل له عادي حالته ورو وچلوه.

2️⃣ د موټرو ترمنځ واټن زیات کړه
په لوند سړک کې بریک ناوخته نیسي، ځکه نو له مخکیني موټر سره مناسب واټن وساته.

3️⃣ چراغونه (Headlights) بل وساته
چراغونه نه یوازې تا ته لار ښيي، بلکې نور چلوونکي هم ستا موټر ښه ویني، په ځانګړي ډول د سخت باران او دوړو کې.

عکس زوم که او وګوره چي موټر کي نقطه چشي ده 😊

23/01/2024
20/01/2024

او کله سې ماته څوک خبره وکي سې چاته وایه مه😜

08/01/2024

Kabul❤

Photos from ‎زیارمل‎'s post 23/12/2023

د موټر چلوونکو لپاره اړین...

25/07/2023

't Forget the ❤

Photos from ‎زیارمل‎'s post 26/02/2022

د ولسمشر غني بابا به يو متل کولو هغه به ويل ( پردی کټ تر نيمې شپې وي) ستر مثال يې اوکراین ده ټولې نړي يوازې پريښودلو!
ولسمشره، باباجانه ته تښدیدلی نه یې ته فراري نه یې ته خاین نه یې تاسو ددې خاينان ورک کړل، تاسو په يوازې ځان له ټولې نړۍ بې غیرته مخلوق سره په جګړه بوخت وی تاسو افغانستان له کورنۍ جګړې وژغوره، تاسو به څنګه د نړي مفسد شخص نه ياست چې د هغوی شوم پلانونه کېدو ختم کړل او زمونږ نسلونه نسلونه مو له جګړې وژغورل ټول ويښ افغان ولس په تاسو ویاړي هغه ستا هره خبره حقيقت ده او عملي روانه ده !!

الله تعالی دې بريالی لره!🇦🇫❤️🙏

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


Kabul