06/07/2024
سلامونه او نېکي هیلي!!
د 2024 کال خیرآباد پریمیر لیګ کې د خیراباد پر لوبغالي باندي د 24 بیلابیلو او مخکښو لوبډلو په ترکیب کې جوړ شوای لیګ پر لاره اچول شوای وو ، په ویاړ او خوښۍ سره نوموړی لیګ د پکتیا اتلانو لوبډلي خپل او ثبت کړ .
له ټولو مینوالو څخه نړۍ مننه کؤم چې لوبغالي ته راغلي وو، او خپل ټیم یي له نېږدې څخه تشویق کړ
مونږ ته او د پکتیا اتلانو د لوبډلې ټولو مینوالو ته دې مبارک وي😍
په احترام.......
10/05/2023
چهل دختران اتفاق ټورنمنټ لپاره د پکتيا اتلانو لوبډلې نوملړ
21/04/2023
اختريز پيغام!
د پکتيا اتلانو لوبډلې اداره، د نېکمرغه کوچني اختر د رارسيدو په مناسبت د نړۍ ټول اسلامي امت په ځانګړي ډول افغان غيور او ميړني ولس ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوي.
کوچنى اختر مو مبارک او بختور شه. ټول فرضي او نفلي عبادتونه مو د الله ج په دربار کې قبول شه!
13/02/2023
په سلامونه او احتراماتو مو هرکلی کؤم!
بعد له ډیرې مودې وروسته هیله لرم چې ټول به خوښ او جوړ اووسېږۍ!
د چهاراسیاب د لیګ په اساس زیاترو دوستانو میسیجونه او زنګونه وکړل، چې آیا تاسو ته ولې برخه نده درکړل شوې؟
نو د هغو ټولو په ځواب کې زه فقط دومره ویلای شم چې:
د چهاراسیاب په لیګ کې مونږ ته برخه راکول کېده یا به نه راکؤل کېده!
#خو څه چې مونږ غواړو هغه مهمه ده!
مطلب مونږ نغواړو چې د چهاراسیاب په لیګ کې وو لوبېږو.
او البته:
د چهاراسیاب په لیګ کې به تر هغوو نور هم وو نه لوبېږو تر څو چې یو عاقل او په مسؤولیت پوه انسان نه وي ورته ګمارل شوای .
#البته یو کوچنی مثال یې وایم اګر څه زیات نور مسایل هم شته؛
د چهاراسیاب په لیګ کې دوه ځلې زمونږ د بریا په صورت کې یا د پای لوبې ته د وتلو په صورت کې د ټورنمینټ پیسې ووخوړل شوې یا پټې شوې.
دلیل یې چې هر څه وو مسؤلین یې ډیر ښه پوهېږي.
خو مقصد مونږ ته رانکړل شوې.
البته ځینې خبرې نورې چې مونږ ته ورسېدلې جالبه یې دا وه چې د پکتیا اتلانو د ټیم د پیسو حصه غریبانو ته ورکړل شوې وه.
#نو د یو مسلمان په صفت یې ښه کار کړای خو یوه مشوره ورته لرم او مونږ ته دا پختنه بار بار ذهن ته درېږي.
چې دومره یو سړای نیک شي او ذهن یې کار کوي خو یو خیریه بنسټ دې جوړ کړي ټورنمینټ سه معنا ههههه
نو په اخیر کې له ټولو مینوالو څخه مننه کؤم تل مو مونږ ستایلي یو او انشاالله سږ کال به بیا د نوي انداز سره تاسو ټول زمونږ د ښو لوبو شاهدان اووسېږۍ
په احترام
د پکتیا اتلانو د ټیم د لوبډلمشر لخوا .........
27/10/2022
په سلامونه او احتراماتو مو هر کلی کؤو!
هیله لرو چې ټول به روغ او جوړ وۍ انشاالله!
د چهاراسیاب د غوره لیګ په سیالیوو کې اتلانو لوبډلې ووکولای شول چې د خیراباد، چمن اتلانو، او همداسې نورو لوبډلو ته په ماتې ورکولو سره نیمه پای لوبې ته لار پیدا کړي چې بلآخره په نیمه پای لوبه کې الحمدالله وو توانیدو چې خپلې حریفې لوبډلې ( ترین کلا ټیم ) ته هم ماتې ورکړو او له لیګ څخه یې بهر کړو.
او د تل په څیر یو ځل بیا نیغ په نیغه د پایلوبې لپاره وړ ټیم حساب شوو.
له ټولو د پکتیا اتلانو د ټیم له مینوالو څخه په خورا درنښت او مینه هیله کېږي چې میدان ته راشۍ او خپل اتلان له نیږدې څخه وو هڅوۍ تر څو دا لیګ پر خپل نوم ثبت کړو انشاالله.
په احترام.............
د پکتیا اتلانو د ټیم
د ادارې د مسؤولینو
لخوأ
04/10/2022
په سلامونو او نیکو هیلو مو هرکلی کؤم!
هیله لرو چې روغ او جوړ به وي
د الیاسخیلو سوپر لیګ په نامه جوړ شوی لیګ چې څوارلسو بیلا بیلو لوبډلو د داخلي او خارجي لوبغاړو په شتون سره پکې برخې اخیستې وې، تیره جمعه د چلینجر کرکټ ټیم او پکتیا اتلانو د کرکټ لوبډلو تر مینځ، چې دواړو لوبډلو د پای لوبې ته لار موندلې وه تر سره شوه
لوبه د پکتیا اتلانو د لوبډلې لخوا شروع شوه تیزه توپ وهنه یې وکړه او ورسته تر یو ښایسته پړاو د چلینجر د کرکټ لوبډلې توپ وهنه شروع کړه چې بلأخره د پکتیا اتلانو لوبډلې وو کولای شوو چې په یوه غټ توپیر سره خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړي او د نوموړي لیګ پای لوبه پر خپل نوم ثبت کړي.
هیره دې نه وي چې ددې لیګ تر ټول غوره لوبغاړۍ چې زیاتې منډې یې ترسره کړې وې احسان الله احمدزی وو نومؤل شو
او د پای لوبې غوره لوبغاړی هم سعید نیازی چې څلور غوره لوبغاړي یې وو سوځول وو نومول شو.
په پای کې له ټولو مینوالو څخه مینه او مننه چې مونږ یې تل ستایلي یو نو ورته د زړه له کؤمې مبارکي وایم .
مونږ ته او د پکتیا اتلانو د لوبډلې ټولو مینوالو ته دې مبارک وي.
په احترام
د پکتیا اتلانو د لوبډلې
د ادارې لخوأ
30/09/2022
الیاس خیل کرکټ سوپر ليګ کې نن ورځ فاینل لوبه ترسره کیږی
چلینجر کرکټ کلب او پکتیا اتلانو لوبډلې ترمنځ
نن ماسپښين 3:30 بجی
02/09/2022
Paktia Atalano Team Rounner