د افغانستان د باتجربه نمرهشمېرونکو د پېژندنې لړۍ 🏏
د افغانستان د کورني کرکټ له تکړه او باتجربه نمرهشمېرونکي، ذکیم خوستي، سره مو یوه لنډه او ځانګړې مرکه کړې ده.
په دې مرکه کې مو د کورني کرکټ، نمرهشمېرنې، د لوبو د مدیریت، د نمرهشمېرونکي د دندې او په دې برخه کې د نوموړي د کاري تجربو په اړه خبرې کړې دي.
ذکیم خوستي د افغانستان د کورني کرکټ په بېلابېلو سیالیو کې د نمرهشمېرونکي په توګه د پام وړ تجربه لري او د لوبو د کره، منظمې او مسلکي نمرهشمېرنې په برخه کې مهم رول ترسره کوي.
په دې ځانګړې مرکه کې به د نوموړي د مسلکي سفر، کاري تجربو، ننګونو او د افغانستان د کورني کرکټ د لا پرمختګ په اړه د هغه خبرې واورئ. 🎙️🏏
مرکه وګورئ او له خپلو ملګرو او د کرکټ له مینهوالو سره یې شریکه کړئ. 🎥
Afghanistan Scorers
Follow us For More 🏏🇦🇫
🎯 Welcome to the Official Page of ACB Scorers!
📊 Bringing you Accurate Match Stats, Real-time Scoring, and behind-the-Scenes Action from Afghan & International Cricket.
ځانګړې مرکه | د شپږیزې سکورینګ ته یوه کتنه
د افغانستان کرکټ بورډ د سکوررانو څانګې مرستیال احسان الله شاکر له ACA سره په ځانګړې مرکه کې د شپږیزې کرکټ لیګ د سکورینګ بهیر، د سکوررانو مسؤلیتونو، د احصایو دقت او د سکورینګ د نړیوالو معیارونو په اړه مهم معلومات وړاندې کړل.
په دې مرکه کې نوموړي د دقیق او مسلکي سکورینګ پر ارزښت ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې کره احصایې د لوبې د شفافیت، د لوبغاړو د ارزونې او د کرکټ د پرمختګ لپاره بنسټیز رول لري.
15/07/2026
🏏 د شپږیزې کرکټ لیګ یوولسم پړاو په بریالیتوب سره پای ته ورسېد!
د شپږیزې کرکټ لیګ د یوولسم پړاو سترې او په زړه پورې سیالۍ، چې د خوست په ښکلي او مېلمه پال ولایت کې ترسره شوې، په بریالیتوب سره پای ته ورسېدې.
موږ ویاړو چې د افغانستان کرکټ بورډ د نومره شمیرنې (Scoring) برخې تکړه او ژمنو همکارانو (سمیع الله ستانکزي، احسان الله شاکر، سید انور شینواري او میوند ځاځی) په دغو سیالیو کې خپله سپارل شوې دنده په لوړې مسلکي وړتیا، دقت او مسؤلیت سره ترسره کړه او د سیالیو د بریالي مدیریت په برخه کې یې ارزښتناک رول ولوباوه.
د دوی له نه ستړې کېدونکو هڅو او ژمنتیا څخه مننه کوو او ورته د راتلونکو سیالیو او مسلکي ژوند په هر ډګر کې د لا زیاتو بریاوو هیله لرو.
په درنښت
02/07/2026
د خوست ټولو د کرکټ مینهوالو ته بلنه! 🏏
سبا، د جمعې په ورځ د سهار په ۹:۰۰ بجو د شپږیزې کرکټ لیګ پنځمه لوبه د بند امیر ډریګنز او مس عینک نایټس ترمنځ د خوست د رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.
هغه دوستان چې په خوست کې دي، خپل ځانونه لوبغالي ته راورسوي او د خپلې خوښې لوبډلې ملاتړ وکړي.
او هغه کسان چې خوست ته د راتګ فرصت نه لري، لوبه دې د تلویزیون له لارې وګوري. که د تلویزیون د لیدلو امکان هم نه وي، نو د Cricinfo له لارې د لوبې ژوندۍ پایلې او تازه معلومات تعقیب کړئ.
راځئ چې د افغانستان کورني کرکټ ته په ګډه لا ډېر رنګ او ملاتړ ورکړو! 🇦🇫🏏
14/06/2026
په ډېر ویاړ او خوښۍ سره!
🇦🇫🏏 د افغانستان لپاره یو بل ستر ویاړ
موږ خپل دروند او تکړه لوبڅار Farooq Ahmadzai ته د زړه له کومې مبارکي وایو، چې د آزادې سیالۍ له لارې د افغانستان له استازیتوب سره د نړیوالو لوبڅارانو پینل ته شامل شو.
دا بریا یوازې د فاروق احمدزي شخصي لاسته راوړنه نه ده، بلکې د افغانستان د کرکټ او د هېواد د ورزشي ظرفیتونو د پرمختګ یو روښانه ثبوت هم دی. د هغه زیار، مسلکي وړتیا او نه ستړې کېدونکې هڅې د دې ستر مقام ترلاسه کولو لامل شوې دي.
موږ هیله لرو چې نوموړی به په نړیوال ډګر کې د افغانستان نوم نور هم وځلوي او د راتلونکو لوبڅارانو لپاره به د الهام سرچینه وګرځي.
مبارک دې وي فاروق احمدزي صاحب! ستاسې بریا د ټول افغانستان بریا ده.
#افغانستان #کرکټ #لوبڅار 🇦🇫🏏
31/05/2026
نجیب الله ترکی کرکټ لوبغالي📍
زمونږ دوه تنه تکړه همکاران، حذیفه ساحل او حفیظ الحق مومند، په ای اینډ لیسټ ای سیالیو کې د سکورینګ مهمه دنده په ډېرې ژمنتیا سره پرمخ وړي.
حذیفه ساحل د نړیوالې کچې له معتبرې وېبپاڼې ESPNcricinfo سره د سکورینګ چارې ترسره کوي، چې له لارې یې د سیالیو معلومات تر تاسو رسېږي.
بلخوا، حفیظ الحق مومند په مینول (Manual) بڼه د سیالیو بشپړ جزئیات ثبتوي .
د دواړو همکارانو هڅې د ستاینې وړ دي، ځکه چې د دوی له برکته د سیالیو هره شیبه په دقیقه او مسلکي ډول تر مینهوالو رسېږي
&ListA| | | | |
26/05/2026
نیکمرغه لوی اختر مو مبارک شه!
د افغانستان کرکټ بورډ سکوررانو له لورې مو لوی اختر مبارک شه.
رب تعالی ج دې ستاسي ټولو قربانی، عبادات او صدقې قبولي کړي.
د روغتیا او سلامتیا په هېله مو.
22/05/2026
Ehsanullah Shakir
د تلويزيون پر پرده د سکورینګ او ګرافکس برخه.
15/05/2026
١٧م د مې، غازي امان الله خان لوبغالي څخه په ژوندۍ بڼه د ملي تلويزيون په پرده .
يادې لوبې د cricinfo له بريښنا پاڼې هم تعقيبولی شئ.
نمره شمیرونکي: Ehsanullah Shakir
Safiullah Azizi او Niaz Shinwari
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Website
Address
Kabul
Kabul