فټنس؛ د غوره فعالیت بنسټ 🏏💪
د راشد خان کرکټ اکاډمۍ په روزنیز پروګرام کې د لوبغاړو فټنس او فزیکي چمتووالي ته ځانګړې پاملرنه کېږي.
په دې تمرین کې کوچ لوبغاړو ته د فټنس اړوند تمرینونه عملي ورښيي او د بدن د چمتووالي، تمرین د سمې طریقې او د لوبغاړو د فزیکي وړتیا د لوړولو په اړه مهمې سپارښتنې ورسره شریکوي، ځکه په عصري کرکټ کې فټنس یوازې چمتووالی نه؛ د غوره فعالیت یوه مهمه برخه ده.
RK Cricket Academy
راشد خان کرکټ اکاډمي د استعدادونو روزنځای. Rashid khan Cricket Academy Talent Training Center
26/08/2026
Photos of the Day! 📸
د نن ورځې انځورونه! 📸
24/08/2026
پنځه ویکټې!👏
د کنړ کلب لیول سیالیو په دوام، د راشد خان کرکټ اکاډمۍ لوبغاړي عبدالرحمن عابد ښکلې توپ اچونه ترسره کړه او د خپلې لوبډلې په ګټه یې پنځه ویکټې ترلاسه کړې.
راشد خان کرکټ اکاډمي د استعدادونو کور!
له اکاډمۍ تر نړیوال لوبغالي 🏏
هره لویه لاستهراوړنه د یوه منظم سفر پایله وي، په راشد خان کرکټ اکاډمۍ کې ځوان لوبغاړي د مسلکي روزنې، منظم تمرین او سیالۍ چمتووالي له لارې خپلې وړتیاوې پیاوړې کوي.
د هدف لپاره تمرین، د پرمختګ لپاره هڅه او د لویو میدانونو لپاره چمتووالی؛ دا د هغو لوبغاړو د سفر یوه برخه ده چې غواړي د افغانستان د کرکټ په راتلونکي کې خپل ځای ولري.
راشد خان کرکټ اکاډمي — د استعدادونو روزنځای🏏
🏏 د تمرین له میدان څخه د مهارتونو تر لوړې کچې!
په راشد خان کرکټ اکاډمۍ کې د نوي نسل لوبغاړو د تخنیکي وړتیاوو لوړولو ته ځانګړې پاملرنه کېږي. په دې روزنیز تمرین کې زموږ روزونکی ځوانو لوبغاړو ته د کور ډرایف (Cover Drive) د سمې اجرا، د توپ پر لاین د شاټ لوبولو، د بدن د توازن، د پښو مناسب حرکت او د بیټ د سم استعمال په اړه عملي روزنه ورکوي.
زموږ هدف دا دی چې ځوان استعدادونه له بنسټیزو مهارتونو څخه تر مسلکي کچې پورې وروزو، د هغوی استعدادونه وده ورکړو او د افغانستان کرکټ ته راتلونکي بااستعداده لوبغاړي وړاندې کړو.
راشد خان کرکټ اکاډمي؛ د استعدادونو کور او د راتلونکو اتلانو د روزنې مرکز!
19/08/2026
څلور ویکټې!👏
د کابل کلب لیول سیالیو په دوام ، د راشد خان کرکټ اکاډمۍ پیاوړي لوبغاړي خالد خان خورا بهترینه توپ اچونه ترسره کړه او د خپلې لوبډلې په ګټه یې څلور ویګټې ترلاسه کړې.
راشد خان کرکټ اکاډمي د استعدادونو کور!
18/08/2026
د رخصتۍ خبرتیا 📢
۲۸ اسد، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د خبرتیا له مخې سبا په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.
له همدې امله، راشد خان کرکټ اکاډمي هم سبا رخصت ده .
روزنیز فعالیتونه به له بلې ورځې څخه د معمول په څېر دوام ولري.
راشد خان کرکټ اکاډمي؛ د استعدادونو کور! 🏏
17/08/2026
د کنړ کلب لیول سیالیو په دوام، د راشد خان کرکټ اکاډمۍ لوبغاړي عبدالرحمن عابد ښکلې توپ اچونه ترسره کړه او د خپلې لوبډلې په ګټه یې پنځه ویکټې ترلاسه کړې.
راشد خان کرکټ اکاډمي د استعدادونو کور!
د افغانستان الف لوبډلې او کورني کرکټ پیاوړی لوبغاړی، اصف موسیزی راسره وپېژنئ! 🏏
راشد خان کرکټ اکاډمي د استعدادونو کور!
14/08/2026
د رخصتۍ خبرتیا 📢
۲۴ اسد، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د خبرتیا له مخې سبا په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.
له همدې امله، راشد خان کرکټ اکاډمي هم سبا رخصت ده .
روزنیز فعالیتونه به له بلې ورځې څخه د معمول په څېر دوام ولري.
راشد خان کرکټ اکاډمي؛ د استعدادونو کور! 🏏
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the business
Website
Address
پل چرخی عمومی سړک ارزان پل تر څنګ احمدشاه بابا مینه
Kabul