08/08/2026
🇦🇫 د راشد خان جادویي توپاچونه! 🪄🔥
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځلانده ستوري راشد خان نن د ایرلنډ پر وړاندې په دویمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې په زړهپورې توپاچونه وکړه.
نوموړي په ۷.۴ اورونو کې یوازې ۳۴ منډې ورکړې او ۶ ویکټې یې واخیستې. د خپلې غوره لوبې له امله راشد خان د لوبې غوره لوبغاړی (Player of the Match) وټاکل شو. 💙🔥
دا په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې اووم ځل دی چې راشد خان ۵ یا تر دې ډېرې ویکټې اخلي. 👏🇦🇫
اورونه: ۷.۴
منډې: ۳۴
ویکټې: ۶
اقتصادي کچه: ۴.۴۳
🪄 ماسټر بیا په کار بوخت دی!
راشد خان یو ځل بیا خپله جادويي توپاچونه وښوده او افغانستان ته یې په بریا کې مهم رول ولوباوه.
🇦🇫 ویاړلی ملت، بریالۍ لوبډله! 💙
| |
06/08/2026
په جرمني کې د افغان کډوالو له خوا یوه غمجنه جنایي پېښه
د رسنیو د راپورونو له مخې، فرهاد نوري د افغانستان د کاپیسا ولایت اوسېدونکی و، مورنۍ ژبه یې دري وه او په ۲۰۱۶ کال کې جرمني ته راغلی و.
د مونیخ عالي ایالتي محکمې هغه د دوو کسانو د وژ او د ۲۳ نورو کسانو د وژنې د هڅې په جرم په عمري بند محکوم کړ.
محکمې د هغه د جرم «ځانګړی دروندوالی» هم تایید کړ، چې له امله یې له ۱۵ کلونو بند وروسته د هغه د مشروطې خوشې کېدو امکان خورا محدود شوی دی.
د محکمې د موندنو له مخې، تورن د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په میاشت کې په مونیخ ښار کې خپل موټر په قصدي ډول د ver.di د کارګرانو د اتحادیې د یوې سولهییزې مظاهرې پر ګډونوالو ورساوه. په دغه برید کې یوه مور او د هغې دوه کلنه لور ووژل شوې او ګڼ نور کسان ټپیان شول.
د محکمې په وینا، دغه برید د اسلامي هېوادونو د وضعیت په اړه د تورن د غبرګون او د «الله د رضا» د ترلاسه کولو په نیت ترسره شوی و.
دا پېښه په جرمني کې د افغان کډوالو لپاره یوه ډېره غمجنه او خواشینوونکې پېښه بلل کېږي او د افغانانو پر ټولنې یې هم منفي اغېز کړی دی.
04/08/2026
پاکستان اعلان وکړ چې د افغانستان د پوهنتونونو نوي صادر شوي اسناد نه مني.
که دا پرېکړه همداسې وي، نو دا د افغان محصلینو او لوړو زده کړو لپاره یوه خواشینوونکې موضوع ده. داسې احساس کېږي چې زموږ علمي اسناد له جدي ننګونې سره مخ شوي دي.
تر اوسه د دې موضوع په اړه د مسؤلو افغان چارواکو رسمي غبرګون نه دی لیدل شوی. 🥲
04/08/2026
«مورې، مرمه! د بچ کېدو نور هېڅ هیله نه لرم. ته به مې ډېرې یادېږې. خپلو ملګرو ته مې پیغام دی: که د چا پر ما پور وي، لومړی دې زما ورونه پرې کړي، او که یې وس ونه رسېږي، هیله ده ما ته یې وبخښي.» 💔😭
دا د نیمروز له هغو ۱۹ افغانانو څخه د یوه وروستی غږیز پیغام دی، چې له خپلې کورنۍ سره یې د تل لپاره د خدای پامانۍ په توګه په خپل تلیفون کې ثبت کړی و.
الله تعالی دې ټولو مړو ته جنت الفردوس نصیب کړي، کورنیو ته یې صبر جمیل او ټپیانو ته بشپړه روغتیا ورکړي. 🤲�
04/08/2026
د نوي نظام د پېښو سره د مبارزې ادارې اعلان کړی چې د نیمروز د مارګو دښتې کې د مړو شویو ۱۹ ځوانانو له هرې کورنۍ سره به ۲۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وکړي.
یاد ځوانان د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله په قاچاقي لاره ایران ته د تګ هڅه کوله، خو د مارګو په دښته کې د تندې او لوږې له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.