KBL Camp Express CC

KBL Camp Express CC

Share

Zeb Brothers Club is a bright and promising name in the cricket 🏏field

01/06/2026

له یو څه ځنډ وروسته، یو ځل بیا د بریاوو مزل پیل شو!
د رودات پريمير ليګ اتله لوبډله ( کابل کمپ ایکسپریس⚡) د خپلو خوږو خاطرو او ویاړونو ډک میدان ته له راستنيدو سره سم د روداتو شهید الحاج میرزا مطیع الله کرکټ ټورنمنټ سياليو په لړ کې نن ورځ د رودات جلګه لیجینډز پر وړاندې په زړه پورې بریا خپله کړه.
کابل کمپ ایکسپریس لوبډلې لومړی توپوهنه ترسره او په ټاکلو ۱۸ اورونو کې یې د ۲۰۰ منډو ستر هدف وټاکه. په توپ وهنه کې صميم فولاد د ۵۲ چټکو منډو په جوړولو سره د لوبډلې تر ټولو غوره منډه جوړونکی و.
په ځواب کې رودات جلګه لیجینډز د کابل کمپ ایکسپریس بالرانو د منظم او برید کوونکي بالینګ پر وړاندې ناتوانه او په ۱۵.۴ اورونو کې د ۱۳۱ منډو په جوړولو د ټولو ویکټو په زيان له ميدانه بهر او لوبه د کابل کمپ ایکسپریس لوبډلې په ګټه پای ته ورسيده.
د لوبې ستوری او د بریا اصلي اتل مطیع الله و، چې په ۴ اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو ویکټې ترلاسه او د سیالې لوبډلې هيلې په اوبو لاهو کړی.

📊 د لوبې لنډیز:
🔹 کابل کمپ ایکسپریس: 200/— (18 اورونه)
🔹 رودات جلګه لیجینډ: 131 All Out (15.4 اورونه)
⭐ صميم فولاد: 52 منډې
⭐ مطیع الله: 6 ویکټې په 4 اورونو کې

د کابل کمپ ایکسپریس لوبډلې مشرتابه، مدیریت، لوبغاړو او مینوالو لپاره دې دا ستره بریا مبارک وي. هیله ده چې د اتلولیو دا لړۍ همداسې جاري او لوبډله یو ځل بیا د خپلو پخوانیو ویاړونو تکرار وکړي.
Jahanzeb Momand
کابل کمپ ايکسپريس

Photos from ‎ګلبدين نايب سپورټس کمپلکس Gulbadin Naib Sports Comple‎'s post 18/05/2026

🤝

Photos from Nangrahar Provincial Cricket Development's post 31/01/2026

Victory 🏆 Is Our Tradition !!

11/11/2025
Photos from Nangrahar Provincial Cricket Development's post 30/10/2025

دوهمه بريا 👏

Photos from Nangrahar Provincial Cricket Development's post 30/10/2025
Photos from Nangrahar Provincial Cricket Development's post 02/03/2025

Congratulations to Zeb Brothers CC
Wish you more success

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Camp Of Kabul
Jalalabad