Khateez Rohullah Tarakhel Academy

Khateez Rohullah Tarakhel Academy

Share

دلته اتلان روزل کیږی ، خپل هدف ته له دی ځایه ځان ورسوی!

02/08/2026
Photos from Khateez Rohullah Tarakhel Academy's post 02/08/2026

د افغانستان کرکټ بورډ د کورنې کرکټ مشر د ختیځ روح الله تره خیل کرکټ اکاډمۍ څخه لیدنه وکړه!

د افغانستان کرکټ بورډ د کورنې کرکټ مشر نظیم جار عبدالرحیمزې د ختیځ روح الله تره خیل کرکټ اکاډمۍ څخه لیدنه وکړه په یاده لیدنه کې جار صیب لوبغاړو ته لازمې او اړینې سپارښتنې وکړې د ځوانو لوبغاړو ترڅنګ یې جونیر لوبغاړې ډیر تشویق او وهڅول همدارنګه جار صیب ټولو لوبغاړو ته د کرکټ لوبې په تخنیکې اړخ خبرې وکړې بیټسمینانو ته د بیټینګ برخه کې معلومات ورکړل او بالرانو ته د بالینګ برخه کې اړین او ضرورې معلومات ورکړل.

ختیځ روح الله تره خیل کرکټ اکاډمۍ مسولین د جار صیب څخه ځانګړې مننه کوې چې خپل قیمتې وخت یې زمونږ د اکاډمې د لوبغاړو سره تیر کړ او د کرکټ لوبې په اړه یې ارزښتمند او ګټور معلومات ورکړل.

Photos from Khateez Rohullah Tarakhel Academy's post 01/08/2026

سید اغا عرب سپین غر واریرز لوبډلۍ د کابل غوره لیګ لپاره خپل تمریناتې کمپ پیل کړ!

د سید اغا عرب سپین غر واریرز لوبډلۍ لوبغاړو په ختیځ روح الله تره خیل کرکټ اکاډمۍ کې د کابل غوره لیګ ته د ښه چمتوالې په خاطر پنځه ورځیني تمریناتې کمپ پیل کړ.

په دغه تمریناتې کمپ کې به لوبغاړ سره په مختلفو برخو بالینګ بیټینګ او فیلډینګ کې کار وشې او په اخر کې به یاده لوبډله د ختیځ روح الله تره خیل کرکټ اکاډمۍ لوبډلې سره یوه دوستانه سیالې هم ترسره کړې.

ختیځ روح الله تره خیل کرکټ اکاډمۍ مسولین د سیداغا عرب سپین غر واریرز لوبډلۍ له مالک اینجینر صیب سیداغا عرب څخه ځانګړې مننه کوې چې د خپلې لوبډلۍ تمریناتې کمپ لپاره یې ختیځ روح الله تره خیل کرکټ اکاډمۍ او لوبغالې انتخاب کړو.

Photos from Khateez Rohullah Tarakhel Academy's post 01/08/2026

د سهار سیشن لپاره نوي روزونکې معرفې شوو!

د ختیځ روح الله تره خیل کرکټ اکاډمۍ مسولینو لخوا د سهار سیشن لوبغاړو د ښې او مسلکې روزنې په خاطر د افغانستان کرکټ بورډ د روزنۍ لیول ون سند لرونکې روزونکې فهیم ناصري معرفې شوو.
د افغانستان کرکټ ډومیسټیک لوبغاړی فهیم ناصرې چې د 17 کالو راهیسې د کرکټ سره پاتې او د ډیرې غټې تجربې خاوند ده د لومړې ځل لپاره د افغانستان ستر لیګ شپږیزه کې هیټرک ترسره کړې او د افغانستان ټول ډومیسټیک ایونټونو کې لوبیدلې لوبغاړی پاتې شوې چې د خوشه بخته ناصرې هم په ختیځ روح الله تره خیل کرکټ اکاډمۍ کې لوبغاړې پاتې شوی او همدلته د کرکټ لومړنې روزنه پیل کړې وه اوس د افغانستان کرکټ بورډ د روزنګو د ډلګې څخه یو تن روزنکې ده.

نو د ختیځ روح الله تره خیل کرکټ اکاډمۍ مسولینو غوره وګڼله چې د سهار سیشن د لوبغاړو د ښې روزنې په خاطر یو مسلکې په کرکټ پوه روزنکې وګمارې تر څو دوې د کرکټ په مسلکې روزنه وروزې.

ختیځ روح الله تره خیل کرکټ اکاډمۍ مسولین روزونکې فهیم ناصرې ته مبارکې وایې او په راتلونکې کې د لا بریاوو په هیله دې.

30/07/2026

پنځه ويکټې🖐️

د ختيځ روح الله تره خيل کرکټ اکاډمۍ ځوان سوکه توپ اچوونکي رشيد ننګيال د اميري کرکټ اکاډمۍ خلاف په يو شل اوریزه سیالۍ کې زبردست بالينګ ترسره کړي او د سيالۍ لوبډلې 5 مهم لوبغاړي یې سوځولي دي.

لا وځليږې اتله.

29/07/2026

نيمه سليزه!

د ختيځ روح الله تره خيل کرکټ اکاډمۍ ځوان لوبغاړي منصور خان د خان کرکټ اکاډمۍ خلاف 54 منډي ترسره کړي او د خپلې لوبډلې په بريا کې مهم رول لوبولی.

لا وځليږې اتله.

29/07/2026

نيمه سليزه!

د ختيځ روح الله تره خيل کرکټ اکاډمۍ ځوان لوبغاړي عبيد مياخېل په خپلمنځي سيالۍ کې د خپلې لوبډلې په ګټه 71 منډي ترسره کړي او خپله لوبډله يي بريا ته رسولي ده.

لا وځليږې اتله.

Photos from Khateez Rohullah Tarakhel Academy's post 28/07/2026

ختيځ روح الله تره خيل کرکټ اکاډمۍ D کلب پيل په بريا سره وکړو!

د ختيځ روح الله تره خيل کرکټ اکاډمۍ D کلب د ننګرهار ولايت انټر کلب سياليو کې روحيد عربزې کلب ته ماتې ورکړه.

ختيځ D کلب لپاره توپوهنه کې ساحل چلند 95منډي او طارق خان 48منډي وکړي او سیالۍ لوبډلې ته د 239 منډو هدف وټاکه.

بالينګ برخه کې عبدالرحيم 3 شعیب خان 3 د سيالۍ لوبډلې لوبغاړي وسوځول او خپله لوبډله يي بريا ته ورسوله.

لا وځليږې اتلانو.

27/07/2026

لومړنی سلیزه!

د ختيځ روح الله تره خيل کرکټ اکاډمۍ ځوان لوبغاړي جاويد خان د ننګرهار ولايت انټر کلب سياليو کې د خپلې لوبډلې په ګټه خپله لومړنۍ سليزه ترسره کړه نوموړي په 97توپونو 101 منډي جوړي کړې او خپله لوبډله يي بريا ته رسولي ده.
لا وځليږې اتله.

25/07/2026

څلور ويکټې!

د ختيځ روح الله تره خيل کرکټ اکاډمۍ ځوان تيز توپ اچوونکي عارف ملاخيل په يو شل اوریزه سیالۍ کې د ګلبهار کرکټ اکاډمۍ خلاف بهترينه توپ اچونه ترسره کړې نوموړي د خپلې لوبډلې په ګټه د سيالۍ لوبډلې 4 مهم لوبغاړي سوځولي او خپله لوبډله يي بريا ته رسولي ده.

لا وځليږې اتله.

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address


Near Pashtonistan Ward Jalalabad
Jalalabad