04/09/2026
د هند خلاف راتلونکي شل اوریزه سيريز کي لاهم د نوين الحق لوبيدل نامعلومه دي 🤔👇
ښه راغلاست موږ دکرکټ اړوند معلومات ترتاسو در رسوو که کومه پوښتنه غوښتنه لري کولو شي دلته راته مسج وکړي د وټساف شميره 0707748241
04/09/2026
د هند خلاف راتلونکي شل اوریزه سيريز کي لاهم د نوين الحق لوبيدل نامعلومه دي 🤔👇
03/09/2026
په تير پړاو APL کي مخکښ ويکټ اخيستونکي 🇦🇫
ستاسو په نظر داځلي به کوم بالران مخکښ وي 🤷
03/09/2026
وسیم جعفر: د ګربز او ابېشېک رول به د افغانستان ـ هند په لوبلړۍ کې مهم وي
د هند پخوانی لوبغاړی وسیم جعفر وايي، د افغانستان او هند په راتلونکو شل اوریزو سیالیو کې به د رحمن الله ګربز او ابېشېک شرما بیټنګ د دواړو لوبډلو لپاره له ځانګړي اهمیت څخه برخمن وي.
د نوموړي په اند، که ګربز د افغانستان او ابېشېک د هند لپاره په لومړیو اورونو کې اغېزمنې منډې جوړې کړي، د خپلو لوبډلو د بریا امکانات به ورسره زیات شي.
جعفر زیاتوي چې په T20 کرکټ کې د یوه یا دوو لوبغاړو یوه غوره لوبه د ټولې سیالۍ پر پایلې اغېز کولی شي، او ګربز او ابېشېک دواړه هغه وړتیا لري چې د خپلې لوبډلې لپاره په یوازې ځان د بریا زمینه برابره کړي.
د کرکټ معلوماتو لپاره موږ و څاري 🤗
03/09/2026
د افغانستان کرکټ یوه له ډېرو بحثپارونکو لوبو څخه!
د ۲۰۲۱ شل اوریز نړیوال جام پر مهال د افغانستان او هند ترمنځ ترسره شوې لوبه د افغان کرکټ د مینهوالو لپاره تر اوسه یوه جنجالي موضوع ده. د دغې سیالۍ وروسته د لوبې د فکس کېدو او خرڅېدو په اړه هم ګڼې خبرې وشوې.
په هغه ورځ افغان لوبډلې د خپلې وړتیا مطابق لوبه ونه کړه. د افغانستان له لوري په ټول اننګز کې ۷ شپږیزې ولګېدې؛ رحمن الله ګربز ۲، کریم جنت ۲، حضرت الله ځاځي ۱ او محمد نبي ۱ شپږیزه ووهله.
د توپ اچونې په برخه کې کریم جنت او ګلبدین نایب د هند دوه لوبغاړي وسوځول.
خو د افغان لوبغاړو له منځه کریم جنت نسبتاً ښه توپ وواهه. نوموړي په یوازې ۲۲ توپونو ۴۲ ناسوځېدلې چټکې منډې جوړې کړې.
هند د ۲۰ اورونو په پای کې د ۲۱۱ منډو ستر هدف وټاکه. افغانستان بیا د هدف په تعقیب کې تر ۲۰ اورونو وروسته ۱۴۴ منډې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو وکړې، چې له امله یې هند په ۶۶ منډو بریا خپله کړه.
⚠️ د دې لوبې په اړه هغه مهال ډېرې پوښتنې او بحثونه راپورته شول، خو د فکس کېدو ادعا باید د ثابت حقیقت په توګه ونه ګڼل شي، تر څو معتبر ثبوت موجود نه وي.
🏏🇦🇫 د افغانستان کرکټ د نورو مهمو او تاریخي کیسو لپاره پاڼه فالو کړئ!
Afghanistan Cricket Lovers
که د هند خلاف نورخمان ته په ټولو لوبو کې د لوبیدو چانس ورکړل شي نو ستاسو په نظر پاېله به ئي سه وي 🤷👇
03/09/2026
د افغانستان او هند سکواډونه
ستاسو په نظر کومه لوبډله مضبوطه ده
هند 🥰
افغانستان ♥️
02/09/2026
د هند لپاره په فرسټ کلاس سیالیو کې ټنډولکر ۸۱ زیاتې سلیزې جوړې کړي دی، او د افغانستان لپاره بیا فلحال بهیر محبوب ۱۳ او عبدالمالک ۱۲ سلیزې جوړې کړي دي.🇦🇫🥰🇮🇳
02/09/2026
دوستانو دلته هم راسره ملګري شئ 🇦🇫🥰🇮🇳
له هند سره لوبې؛ افغانستان ته یوازې کرکټ نه، بلکې میلیوني عاید! 🇮🇳💰
ویل کېږي چې د افغانستان او هند ترمنځ د لوبو د تلویزیوني او ډیجیټل نشراتو حقونه نږدې ۶ میلیونه ډالرو په ارزښت پلورل شوي دي.
د هندي رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د دې معاملې چارې د ITW Universe له لارې ترسره شوې دي، چې د افغانستان کرکټ بورډ نړیوال سوداګریز شریک دی.
📺 د معلوماتو له مخې، په هند کې د لوبو ټلویزیوني نشراتي حقونه Sony Sports ترلاسه کړي، او FanCode بیا د ډیجیټل خپرونو حقونه اخیستي دي.
💵 ویل کېږي چې د دې نشراتي تړون له لارې به د افغانستان کرکټ بورډ او سوداګریزو شریکانو ته شاوخوا ۶ میلیونه ډالر عاید ورسېږي.
🔥 له هند سره سریز ولې مهم دی؟
له هند سره لوبې د افغانستان لپاره یوازې د میدان دننه سیالي نه ده؛ د نشراتو، سپانسرشېپ، ټکټونو او نورو سوداګریزو برخو له امله د پام وړ مالي ارزښت هم لري.
د همدې لپاره ویل کېږي چې یو شمېر هېوادونه له هند سره د لوبو کوربتوب ته ډېر لیواله دي، ځکه د هند لوبې کولی شي د کوربه هېواد لپاره میلیونونه ډالر اقتصادي عاید رامنځته کړي. 😉
🇦🇫❤️ افغانستان او هند؛ په میدان کې سیالي، له میدان بهر میلیوني ارزښت! 🏏🔥

د هند په وړاندې لومړۍ شل اوریزې لوبې ته تر دې غوره یوولس کسیز نوملړ نهشي جوړېدلی.
باېد انتخاب شي لمړۍ لوبه کې 💯👇