29/08/2026
له چين څخه مخکې عربستان؛ بيا قزاقستان او چين ته د قهرمان بلال دُراني د اتلولۍ په هيله! 🇦🇫🔥
قهرمان بلال دُراني د چين نړيوالو لوبو له ميدان مخکې، د ټرایل له لارې د عربستان هېواد لوبو ته لار وموندله او يو ځل بيا يې خپل استعداد او وړتيا ثابت کړه.
که خدای کول، له عربستان وروسته به قزاقستان او بيا به د برياوو په دوام کې چين نړيوال ميدان ته به د سترو لاسته راړونې لپاره داخل شي؛ هغه ميدان چې هلته به بلال د خپل استعداد او نه ستړې کېدونکو هڅو په مټ د افغانستان نوم لا روښانه کړي. 🇦🇫💪
موږ پر بلال دُراني باور لرو او ډاډه يو چې دا سفر به د هغه د ورزشي ژوند د يوې نوې، روښانه او وياړلې مرحلې پيل وي. هر ګام يې د بريا پر لور، هره هڅه يې د افغانستان د نوم د روښانتيا لپاره او هره بريا يې د ټول هېواد لپاره د وياړ نوې پاڼه ده.
قهرمانه! 🫡🏆
عربستان دې د بريا پيل وي، قزاقستان دې د لا لوړو لاسته راوړنو پُل وي او چين دې د سترې اتلولۍ ميدان وي!
اتلولي دې نصيب شه! 🏆🇦🇫🔥
ستا بريا، زموږ د ټولو وياړ دی! ❤️🇦🇫
ُراني #افغانستان #قهرمان #اتلولي #بریا
21/08/2026
07/07/2026
01/07/2026
22/06/2026
22/06/2026