Shaheen Sediqi Gym

Shaheen Sediqi Gym Shaheen Body Building & Fitness Center Located in Jalalabad City

01/10/2026

Shaheen sediqi fitness Gym 👉🏻🦅🥇🏆

استاد مصدق شهيم؛ د افغانستان د ورزش د ویاړونو په کاروان کې یو نوی روښانه نومپه ډېرې خوښۍ او ویاړ سره، د افغانستان د ملي ...
26/09/2026

استاد مصدق شهيم؛ د افغانستان د ورزش د ویاړونو په کاروان کې یو نوی روښانه نوم

په ډېرې خوښۍ او ویاړ سره، د افغانستان د ملي بدن‌ جوړونې او فټنس فدراسیون فني مرستیال استاد مصدق شهيم ته د نړیوالې داورۍ د سند د ترلاسه کولو له امله خپلې زړه له کومې مبارکۍ وړاندې کوم.

استاد مصدق شهيم د هېواد له ورزشي کاروان سره یوځای د بدن‌ جوړونې او فټنس په ۲۸مو اسیایي سیالیو کې د نړیوال داور په توګه ګډون کړی، چې دا لاسته‌ راوړنه د نوموړي د مسلکي وړتیا او پرله‌ پسې هڅو څرګندونه کوي.

استاد مصدق شهيم یوازې د بدن‌ جوړونې او فټنس د ډګر ویاړ نه دی، بلکې د افغانستان د ورزش او ټول هېواد ویاړ دی.
د نوموړي دا بریا د افغانستان د ورزشي استعدادونو او وړتیاوو یو ښکلی استازیتوب کوي.

له لوی خدایه ورته د لا ډېرو بریاوو او د هېواد د لا ښه استازیتوب هیله لرم.

استاد: شاهین صدیقي
د افغانستان د ختیځ زون د بدن‌ جوړونې فدراسیون ارشد مشاور
د ننګرهار ولایت د بدن‌ جوړونې فدراسیون پخوانی رئیس
د شاهین فټنس او بدن‌ جوړونې جم بنسټګر

د ننګرهار ولایت د فدراسیون ارشد مشاور او د ملي ټیم قهرمان، استاد شاهین صدیقي، د افغانستان د المپیک لوی رئیس صاحب ښاغلي م...
08/09/2026

د ننګرهار ولایت د فدراسیون ارشد مشاور او د ملي ټیم قهرمان، استاد شاهین صدیقي، د افغانستان د المپیک لوی رئیس صاحب ښاغلي محترم باور هوتک سره په یوه دوستانه او رغنده ناسته کې ګډون وکړ.
د ناستې په ترڅ کې د یو لړ مهمو ورزشي موضوعاتو په اړه خبرې وشوې او د ننګرهار ولایت فدراسیون د لا پرمختګ او د ورزشي چارو د ښه تنظیم په موخه لازمې سپارښتنې او لارښوونې وشوې.
همدارنګه، د ملي ټیم د تکړه قهرمان استاد شاهین صدیقي له ورزشي فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه ستاینه وشوه او نوموړی یې وهڅاوه چې د راتلونکو اسیایي سیالیو لپاره لا ښه او پوره چمتووالی ونیسي، څو د افغانستان لپاره دا ستر ویاړ ترلاسه او د هېواد نوم یو ځل بیا د بریا پر ډګر روښانه کړي.
په همدې ناسته کې حاجي صاحب مشتاق هم ژمنه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به ننګرهار ولایت ته سفر وکړي او د جلا ـ جلا کلبونو له درنو استادانو سره به لیدنې ترسره کړي، د هغوی خبرې او ستونزې به واوري او د ورزش د لا پرمختګ لپاره به لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړي.
د ننګرهار ورزش د لا پرمختګ او د افغانستان د لا ډېرو ورزشي ویاړونو په هیله.

په ډېرې خوښۍ او ویاړ سره، د قدرمن استاد باور خان هوتک، د المپیک ملي کمېټې د لومړي مرستیال او د افغانستان د ملي بدن‌ جوړو...
05/09/2026

په ډېرې خوښۍ او ویاړ سره، د قدرمن استاد باور خان هوتک، د المپیک ملي کمېټې د لومړي مرستیال او د افغانستان د ملي بدن‌ جوړونې او فټنس فدراسیون رئیس د افغانستان د المپیک ملي کمېټې د سرپرست په توګه د وړ او پرځای ټاکل کېدو له امله، د زړه له کومې مبارکي او نېکې هیلې وړاندې کوم.

استاد باور خان هوتک هغه دروند او خدمتګار شخصیت دی چې د هېواد د ورزش او ورزشکارانو د ودې، پرمختګ او پیاوړتیا لپاره یې تل نه‌ستړې کېدونکې هڅې کړې دي.
نوموړي د هېواد د ټولو ورزشکارانو د ملاتړ او خدمت په برخه کې په اخلاص، ژمنتیا او مسؤولیت‌پالنې کار کړی او د ورزش د لا پراختیا او پرمختګ لپاره یې د پام وړ رول ادا کړی دی.

باور لرم چې د نوموړي پراخه تجربه، وړتیا، ژمنتیا او له ورزش سره ژوره مینه به په دې نوي او دروند مسؤولیت کې د افغانستان د ورزش د لا پرمختګ، د ورزشکارانو د لا زیات ملاتړ او په ملي او نړیوالو ډګرونو کې د هېواد د لا ډېرو ویاړونو سبب وګرځي.

د لوی او متعال خدای له درباره قدرمن استاد باور خان هوتک ته په دې دروند او ملي مسؤولیت کې د بریا، سرلوړۍ، لاسته راوړنو او تلپاتې بریاوو هیله کوم.

د استاد باور خان هوتک ټاکنه دې مبارک وي؛ د افغانستان د ورزش د لا روښانه، پیاوړي او ویاړمن راتلونکي په هیله!

په درنښت
شاهین صدیقي:
د ختیځ زون د بدن ښکلا فدراسیون ارشد مشاور، د ننګرهار ولایت د بدن ښکلا فدراسیون رئیس
او د شاهین فټنس جیم بنسټګر

01/09/2026

دملاټړ څخه مو نړۍ مننه دوستانو❤️
دعاګانو کی مو یاد ساتۍ 🤲🏻🇦🇫

Shaheen Sediqi 💪🏼🇦🇫❤️

30/08/2026

د ملی ټیم له سیالیو وروسته، د یوی کوچنۍ انجري له امله می لږه وقفه اخیستی وه، خو اوس بیرته د ورزش ډګر ته راستون شوم.💪🏼

بیرته تمرین، بیرته هدف، بیرته میدان . 🇦🇫❤️💪🏼

انشاءالله ☝🏻❤️
Shaheen Sediqi ❤️

29/08/2026

خپلی خوږی لورکۍ سره می ❤️🌹

20/08/2026

Shaheen sediqi fitness Gym,👉🏻🥇🏆🇦🇫

19/08/2026

د نقل مکان خبرتیا!
ټولو معززو او د قدر وړ دوستانو او خپلوانو ته خبر ورکول کېږي، چې دوکتور منصور احمد ښېوه وال د داخله عمومی ناروغیو متخصص معاینه خانه د ننګ روغتون څخه دوکتور اسماعیل شینواري روغتون (ختیځ صحت پلازې) ته نقل شوې ده.
ټول مراجعین کولای شي چې لاندې ادرس باندې د زما معاینه خانې ته راشي.
ادرس: تورخم جلال اباد عمومي سرک قول اردو تر څنګ ختیځ صحت پلازه، دوکتور اسماعیل شینواري روغتون.
تلیفون شمېرې
0788465787
0777193313
کاري وخت: هر ورځ سهار 8 بجو څخه تر ماسختن پورې

Address

Daramsal Road, Jalalabad City, Nangarhar
Jalalabad
2601

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Shaheen Sediqi Gym posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share