28/08/2025
Watan insight
Cricket 🏏 News 🗞️ and information
28/08/2025
28/08/2025
Tomorrow, at Habibullah Zazai Recreational Park, the cricket match will be shown on the big screen.
Enjoy the game and Build memories for lifetime ❤️
28/08/2025
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ
د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان پر ننگرهار او خوست ولايتونو د پاکستاني پوځ د بريدونو په غبرگون کې، چې په ترڅ کې يې ۳ تنه ملکيان شهيدان او ۷ تنه ټپيان شوي، په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ او د افغانستان احتجاجليک يې وروسپاره.
د سرچینې په وینا، اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني پوځ له خوا د افغانستان هوايي حریم نقض او ډیورنډ کرښې ته څېرمه پر ولسي وگړو بمباري په کلکو ټکو غندي او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا صريح نقض او پاروونکې عمل گڼي.
په خبرپاڼه کې راغلي، پاکستاني لوري ته په ډاگه شوه چې د افغانستان د حریم ساتنه د افغانستان اسلامي امارت ته سره کرښه ده او دغه ډول بېمسؤولیته کړنې حتما عواقب لري.
28/08/2025
د ننګرهار ولایتي ادارې تائید کړه، چې تېره شپه د شينوارو اړوند ۲۸ مې ويالې سيمه کې د شهسوار په نوم د يو بېوزله ملکي وګړي په کور د ډرون د دوو بریدونو له امله درې ماشومان او يوه مېرمن ټپيان شوي دي.
وايي، دغه کورنۍ، چې هيڅ ډلې سره تړاو نه لري او په پېښه کې يې د کور درې خونې هم ویجاړې شوي دي.
ولایتي ادارې ويلي دا ډول کړنې به د سيمې ثبات اغېزمن کړي.
د شپږیزې لیګ لوبو کې زه یو بل څه ته متوجه شوم، زموږ د مبصرینو ژبه:
زموږ د خپلې ژبې د کرکټ مبصرین تر ډېره انګلیسي اصطلاحات ټکي په ټکي پښتو ته اړولي او په تلویزون کې یې په خپلو تبصرو کې کاروي؛ ځینې یې ښه مانا نه ورکوي او په ځینو یې سړی نه پوهېږي.
د بېلګې په ډول، کله چې توپ وهونکی یو ښه شاټ ووهي، په انګلیسي ژبې کې یې مبصرین د شاټ په توصیف کې وايي:
A good connection between the ball and the bat...
دا جمله په ساده ژبه دا مانا ورکوي چې توپ یې په بیټ باندې ډېر ښه او برابر وواهه ...
خو په پښتو کې یې زموږ مبصرین داسې وایي:
«د بال او بیټ ترمنځ ښه اړیکه....»
د بال او بیټ ترمنځ د څه شي اړیکه؟ دا ښه مانا نه انتقالوي. دا د ګوګل ژباړې ناسمه جمله ده.
بله یې:
کله چې توپوهونکی ښه په خلاص مټ او ډاډه زړه شاټ ووهي، په انګلیسي کې یې مبصرین وايي:
He opened his arms and hit the bal....
ما پښتانه مبصرین واورېدل چې ویل یې:
«لاسونه یې خلاص کړل او شاټ یې وواهه» …
ته به وايي چا د توپ وهونکي لاسونه تړليوو او اوس یې خلاص کړل چې شاټ ووهي.دا جمله هم په پښتو کې ښه مانا نه انتقالوي.
بله یي:
کله چې یو نوی توپ اچوونکی توپ اچوونې ته راشي، انګلیسي کې یې مبصرین وايي:
Ahmad is introduced to ……
مطلب احمد راوستل شو چې توپ اچوونه وکړي. خو ما خپل مبصرین واورېدل چې ویل یې: احمد یې بالینګ ته معرفي کړ. دا جمله هم ښه مانا نه انتقالوي..
ځینې نورې جملې چې ټکي په ټکي له انګلیسي پښتو ته اړول کېږي او په پښتو کې ښه مانا نه ورکوي:
د ده له بيټ څخه دا ښکلی شاټ
بال د څلوریزې لپاره ولاړ
اوپنرانو ښه سټارټ ورکړ
او....
ساده پښتو کې یې داسې ویلای شو:
ښه او ښکلی شاټ یې وواهه.
ښه او ښکلې شپږیزه یې ووهله
بال له کرښې/باونډرۍ واوښت او څلوریزه شوه
د سر توپ وهونکو یې ښه پیل وکړ او یا د منډو ښه بنسټ او اساس یې کېښود …
الیته زما هدف دا نه دی چې خدای ناخواسته د خپلو مبصرینو کار او زیار کم وښیم او یا یې وغندم؛ بلکې، زما هدف یوازې دا دی چې د خپلو مبصرینو پام دغو ټکو ته واړوم. البته کرکټ د انګریزانو لوبه ده او ټولې اصطلاحګانې یې انګلیسي دياو نورو ژبو کې هم تر ډېره منل شوي، خو ډېرې داسې خبرې شه چې موږ یې په خپله ساده پښتو کې ویلای او لیکلای شو. څلوریزه، شپږیزه، سلیزه، پنځوسیزه، توپ وهنه، توپ اچوونه، ویکټ ساتنه او داسې نور ښه مثا
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Website
Address
Jalalabad