Shinwari Media

Shinwari Media

Share

د لوی افغانستان ښکلا زموږ سره ننداره کړئ!

20/07/2026

د نوی سيد جمال الدين افغان روغتيايي علومو انستيتيوت لسمې دورې فراغت غونډې کې د د ګهيڅ خصوصي ښوونځي دوه ګلاليو زده کوونکو طنزی شغر

19/07/2026

د نوي سید جمال الدین افغان د روغتیايي علومو انسټیټیوټ د لسمې دورې د فراغت مراسم د علمي، فرهنګي او ملي ارزښتونو په رڼا کې په باوقاره او شانداره فضا کې ترسره شول

18/07/2026

⚠️ د سختې ګرمۍ خبرداری

له ټولو درنو هېوادوالو څخه په درنښت هیله کېږي، د خپل ځان او خپلې کورنۍ د روغتیا د خوندي ساتلو لپاره لاندې سپارښتنې په پام کې ونیسئ:

• له اړتیا پرته په ازاده فضا کې له ګرځېدو، په ځانګړې توګه د سهار له ۱۱:۰۰ بجو څخه د مازدیګر تر ۴:۰۰ بجو پورې، ډډه وکړئ.
• په کافي اندازه اوبه او نور مایعات وڅښئ، که څه هم د تندې احساس نه کوئ.
• د اوږدې مودې لپاره د لمر د مستقیمو وړانګو لاندې له پاتې کېدو ډډه وکړئ.
• د نخي، سپکو رنګونو او ازادو جامو اغوستل غوره کړئ، او که امکان وي، خولۍ او د لمر ضد عینکې وکاروئ.
• ماشومان، سپین‌ږیري، ناروغان او امیندواره مېرمنې د ګرمۍ د زیانونو پر وړاندې ډېر حساس دي؛ له هغوی ځانګړې پاملرنه وکړئ.
• هېڅکله ماشومان یا حیوانات، حتی د لنډ وخت لپاره هم، په ولاړ موټر کې مه پرېږدئ.
• که د سر ګرځېدو، کمزورۍ، سر درد، زړه بدوالي یا بې‌هوښۍ نښې څرګندې شوې، ناروغ سمدستي یخ او سیوري لرونکي ځای ته انتقال کړئ، اوبه ورکړئ، او که حالت یې جدي وي، ژر تر ژره نږدې روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړئ.

مهرباني وکړئ دا خبرداری له خپلې کورنۍ، دوستانو او ګاونډیانو سره هم شریک کړئ.

Photos from Shinwari Media's post 17/07/2026

د نوي سید جمال الدین افغان د روغتیايي علومو انسټیټیوټ د لسمې دورې د فراغت مراسم د علمي، فرهنګي او ملي ارزښتونو په رڼا کې په باوقاره او شانداره فضا کې ترسره شول.

په دې مراسمو کې د جمال خان فاونډیشن بنسټګر ډاکټر جمال خان شینواري، د یاد فاونډیشن عمومي مدیر انجنیر برای الدین برهان، د نوي سید جمال الدین افغان د روغتیايي علومو انسټیټیوټ علمي معاون ډاکټر محمد طاهر ملکزی، د شرقي زون د تخنیکي او مسلکي زده کړو رئیس قاضي خالد صداقت، د شینوارو لویې ولسوالۍ امنیتي مسؤول قاري اکرام الله، د شینوارو لویې ولسوالۍ د پوهنې آمر قاري اصل الدین اخندزاده، د شینواري نیمه لوړو زده کړو انسټیټیوټ مدیر نورالله شینواري، د شینواري میډیکل کمپلکس سرطبیب ډاکټر حمزه شینواري، د لوی سید جمال الدین افغان روغتیايي علومو انسټیټیوټ رئیس میرویس رحیمي، د مارکوه جامع جومات خطیب مولوي نورستان ابوالحسن، د شینوارو خصوصي لېسي د اسلامياتو پخواني استاد مفتي ذبیح الله حقاني همدرانګه په دی مراسمو کې دیني علماوو، ډاکټرانو، د روغتیايي سکټور مسؤلینو، قومي مشرانو او یو شمېر لوړپوړو چارواکو هم ګډون کړی و.
غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې د انسټیټیوټ مسؤلینو او درنو مېلمنو د خپلو ویناوو پر مهال د روغتیايي علومو، مسلکي زده کړو او هېواد ته د خدمت پر ارزښت خبرې وکړې. ویناوالو فارغو شویو محصلینو ته د فراغت مبارکي وویله او هغوی یې وهڅول چې د خپلې زده کړې، مسلکي وړتیا او اخلاقي مسؤولیت له مخې د هېواد د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره صادقانه او اغېزمن خدمت وکړي. همدرانګه د ویناوالو په غونډه کې د محصلینو علمي لاسته راوړنې وستایلې او د هېواد لپاره یې د وړ، متعهد او مسلکي روغتیايي کدرونو روزنه یو مهم ملي مسؤولیت وباله . د غونډې په پای کې فارغو شویو محصلینو ته د فراغت سندونه او ستاینلیکونه هم ورکړل شول..

د غونډې بشپړ ویډیویي راپور به هم ډېر ژر خپور شي.

07/07/2026

د شاپور ویاړونه او یادونه به د تل لپاره د ولس په زړونو کې ژوندي پاتې وي. جنتونه دې نصیب شه، دنګه یاره!
انا لله وانا الیه راجعون 😭

06/07/2026

د سږکال کانکور ازموينې عمومي اول نمره دا ځل د پروان ولایت اوسېدونکى راشد د پهلوان زوی د ۳۶۰ نمرو په اخیستو د کابل طب پوهنځي څانګې ته کامیاب شوی.

21/06/2026

لغمان ټاور

20/06/2026

ننګرهار ولایت هسکه مېنه ❤

19/06/2026

ماهیپر ❤
ننداره یی بیل خوند لري 😘

16/06/2026

د 1405 کال خزانې سمستر لپاره په لاندې څانګو کې شینواري نیمه لوړو زده کړو انستیتیوت سره یو ځای شئ..

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Website

Address


Jalalabad