29/08/2026
فرسټ کلاس سیالۍ پیل شوې.
له نړیوال ټېسټ کرکټ وروسته د یو هېواد په داخل کې د سور بال فرسټ کلاس سیالۍ خورا مهم ارزښت لري، دلته په تمامه معنا د لوبغاړو ټیسټ وي، که هغه د لو بغاړو فېټنس دی، حوصله، ټیکنیک، تیکټیک، ډګرساتنه … او څلور ورځې لوبغالي کې تیرول.
مونږ په نړیووال سور توپ کرکټ کې نوي یو او دا هغه سیالۍ دي چې مونږ پنځه ورځنیو لوبو ته چمتو کوي.
په دې هیله چې دغه بڼه او سیزن کې د دغه فارمټ ښه لوبغاړي لاسته راوړو.
29/08/2026
د خوست ولایت باک ولسوالۍ له درنو مشرانو او ځوانانو ډېره مننه چې زمونږ او ملي اتلانو یې ډېر زیات قدر دانې وکړ.
کرکټ لوبې د افغانانو مینه زیاته کړې قامونه او اولسونه یې یره نږدې کړي دي.
پرون دلته یوې عادي لوبې لپاره زرګونه نندارچیان را ټول شوي و
24/08/2026
د هندوستان پر وړاندې د راتلونکې لوبلړۍ لپاره د افغان لوبډلې نوملړ په ډاګه شو
د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د هندوستان ملي لوبډلې پر وړاندې د راتلونکې لوبلړۍ په موخه د افغان لوبغاړو ۱۵ کسیز نوملړ غوره کړی دی چې د یادې شمېرې سربېره پکې درې احتیاطي لوبغاړو ته هم ځای ورکړل شوی دی. هېره دې نه وي چې دغه سیالۍ به د مهالوېش له مخې د راتلونکې سپتمبر میاشتې په ۱۳مه پیل شي چې د همدې میاشتې تر ۱۷مې نېټې پورې به دوام ومومي
23/08/2026
د افغانستان کرکت د بهبود، ودې او پرمختګ لپاره بهترین خبر!
اوس به افغانستان په اسیا کې د کرکټ په مهمو موصوعاتو کې خپله خاصه ونډه ولري.
هرڅوګ چې د هیواد کرکټ لپاره بنیادي کار کوي مونږ یې ستایو
Mirwais Ashraf
17/08/2026
د ۲۰۲۶ز کال اسیايي لوبو لپاره افغان ابدالیان لوبډله وټاکل شوه
د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د ۲۰۲۶ز کال د اسیایي سیالیو (Asian Games 2026) لپاره چې دا ځل په جاپان هېواد کې ترسره کېږي، افغان ابدالیان لوبډله وټاکله چې د الف لوبډلې ۱۵ لوبغاړي ورته غوره شوي دي چې لوبډلمشري يې درویش رسولي پر غاړه لري.
15/08/2026
افغانستان ایرلینډیان کلین سویپ کړل
مبارک موشه!