03/06/2026
اتمان زلمو الف او ب کرېکټ لوبډلو په خپلو جلا جلا سياليو کې ښې لوبې ترسره کړې او برياوې يې خپلې کړې.
د هزار ناو په چمن کرېکټ لوبغالي کې اتمان زلمو الف لوبډلې د افغان اسلاميه خصوصي ښوونځي کرېکټ لوبډلې ته په ستر توپير ماتې ورکړه.
د لوبې پچه اتمان زلمو الف لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۸ اورونو کې د عبدالله د چټکو ۶۸ منډو پر مټ ۱۳۰ منډې جوړې کړې او سيالې لوبډلې ته يې د ۱۳۱ منډو هدف وټاکه.
د هدف ترلاسه کولو لپاره افغان اسلاميه خصوصي ښوونځي کرېکټ لوبډله ميدان ته ښکته شوه، خو د اتمان زلمو الف لوبډلې د منظمې توپ اچونې پر وړاندې يې يوازې ۶۸ منډې وکړې او لوبه يې د ۶۲ منډو په توپير وبايلله.
د اتمان زلمو الف لوبډلې لپاره عبدالله ۶۸، رشاد خطري ۲۸ او سفير ۱۶ منډې ترسره کړې. د افغان اسلاميه خصوصي ښوونځي لوبډلې لپاره مجاهد او شفيق هر يوه يو ـ يو لوبغاړی وسوځاوه.
بل پلو، د باسول په کلينيک لوبغالي کې اتمان زلمو ب لوبډلې د هزار ناو سوپر کينګ لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د لوبې پچه اتمان زلمو ب لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۸ اورونو کې ۱۰۸ منډې جوړې کړې او سيالې لوبډلې ته يې د ۱۰۹ منډو هدف وټاکه.
د هدف ترلاسه کولو لپاره د هزار ناو سوپر کينګ لوبډله ميدان ته ښکته شوه، خو د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يې يوازې ۸۷ منډې جوړې کړې او لوبه يې د ۲۲ منډو په توپير وبايلله.
د اتمان زلمو ب لوبډلې لپاره حيات الله ۲۸ او حفيظ الله ۲۵ منډې ترسره کړې، همدارنګه حفيظ الله په توپ اچونه کې ۳لوبغاړي وسوځول او د خپلې لوبډلې په بريا کې يې مهم رول ولوباوه.
17/02/2026
نن ورځې پاې لوبې ته راغلي مینوال💞
15/02/2026
د اتمانزو ځوانانو کرکټ جام د څلور غوره لوبډلو ترمنځ د لوبو مهالوېش په لاندې ډول ترتيب شوي
_____________________________
دوشنبه ۲۰۲۶/۲/۱۶ سهار ۹ بجي
لومړي سيمی فائنل
چمن سوپر سټار vs هزار ناو کينګز
غرمه لس نيمې بجی
هزار ناو سوپر سټار vs کټه خيل ايګلز
______________________________
نوټ: ټولي لوبډلې بايد په ټاکلي وخت او ورځ لوبو ته حاضري شي که چيری کومه لوبډله په ټاکلي وخت او ورځ لوبو ته حاضره نشي بيا د شکایت خق نلري.
05/02/2026
اتمانزو ځوانانو کرکټ جام – دريم پړاو سیالۍ!
نن د اتمانزو ځوانانو جام سياليو په لړ کې کټه خيل ايګل او تورخم عمري کميسارۍ لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شوه.
د لوبې ټاس کټه خيل ايګل لوبډلې وګټل او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه.
یادې لوبډلې په ټاکلي 7 اورونو کې د خپلو 3 لوبغاړو په سوځېدو سره 130 منډې جوړې کړې.
په ځواب کې تورخم عمري کميسارۍ لوبډلې یاد هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او کټه خيل ايګل لوبډلې د 93 منډو په توپير سره د لوبې بريا خپله کړه.
د لوبې غوره لوبغاړی: فريد
د لوبې سټايلش لوبغاړی: فرهاد
د لوبې بڼه بدلونکی لوبغاړی: سميع
د لوبې ګټونکی لوبډلمشر: ايمل
05/02/2026
اتمانزو ځوانانو کرکټ جام – (دريم۳) پړاو سیالۍ
نن د اتمانزو ځوانانو جام سياليو په لړ کې ملتان سلطان او هزارناو سوپر سټار لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شوه.
د لوبې بچه (ټاس) ملتان سلطان لوبډلې وګټل او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه.
یادې لوبډلې په ټاکلي 8 اورونو کې د خپلو 7 لوبغاړو په سوځېدو سره 69 منډې جوړې کړې.
په ځواب کې هزارناو سوپر سټار لوبډلي یاد هدف پوره کړل او د ملتان سلطان لوبډلي څخه يي د 7 لوبغاړو په توپیر سره د لوبي بريا خپله کړه.
05/02/2026
تيره ورځ 2026/2/3 د اتمانزو ځوانانو کرېکټ جام د دريم پړاو سياليو په لړ کې د شمشاد ايګل او چمن سوپر سټار لوبډلو ترمنځ سيالي ترسره شوه چې چمن سوپر سټار لوبډلې پکې بريا خپله کړه.
د لوبې پچه چمن سوپر سټار لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکلي ۸ اورنو کې يې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۷منډې وکړې، چې سيالې لوبډلې ته يې د ۱۱۸ منډو هدف وټاکه.
د هدف په پوره کولو کې شمشاد ايګل لوبډله پاتې راغله چې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره يې ټولې ۱۱۳منډې ترسره، او د ۴منډو په توپير يې لوبه يې وبايلله.
د لوبې غوره لوبغاړی: عمران کابلی
د لوبې بڼه بدلوونکی لوبغاړی: بلال ليفټي
د لوبې سټايلېش لوبغاړی: ستار شينواری
د لوبې ګټونکی لوبډلمشر: مزمل
او د کتاب او نغدي ډالۍ ګټوونکی: شمس ونومول شول.
04/02/2026
اتمانزو ځوانانو کرکټ جام – (دريم۳) پړاو سیالۍ!
نن د اتمانزو ځوانانو جام سياليو په لړ کي امان ټايګر لوبډله او کينګ سټار لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شوه.
د لوبی ټاس امان ټايګر لوبډلې وګټل او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه.
یادې لوبډلې په ټاکلي 8 اورونو کې د خپلو 5 لوبغاړو په سوځېدو سره 115 منډې جوړې کړې.
په ځواب کې کينګ سټار لوبډلي یاد هدف پوره کړل او د امان ټايګر لوبډلي څخه يي د 8 لوبغاړو په توپیر سره د لوبي بريا خپله کړه.
د لوبې غوره لوبغاړی: کرزي
د لوبې سټايلش لوبغاړی: انصار
د لوبې بڼه بدلونکی لوبغاړی: عتیق
د لوبې ګټونکی لوبډلمشر: رفيع
04/02/2026
اتمانزو ځوانانو کرکټ جام – (دريم۳) پړاو سیالۍ!
نن د اتمانزو ځوانانو جام سياليو په لړ کي باسول لمر لوبډله او اتمان 3 سټار لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شوه.
د لوبی ټاس باسول لمر لوبډلې وګټل او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه.
یادې لوبډلې په ټاکلي 7 اورونو کې د خپلو 7 لوبغاړو په سوځېدو سره 63 منډې جوړې کړې.
په ځواب کې اتمان 3 سټار لوبډلي یاد هدف پوره کولو کي پاتي راغله او باسول لمر لوبډلي د 1 منډي په توپیر د لوبي بريا خپله کړه.
د لوبې غوره لوبغاړی: صادق
د لوبې سټايلش لوبغاړی: هدايت
د لوبې بڼه بدلونکی لوبغاړی: سجاد
د لوبې ګټونکی لوبډلمشر: خایسته نور
03/02/2026
اتمانزو ځوانانو کرکټ جام – (دريم۳) پړاو سیالۍ!
نن د اتمانزو ځوانانو جام سياليو په لړ کي بهايي سټار لوبډله او هزارناو ايګل لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شوه.
د لوبی ټاس بهايي سټار لوبډلې وګټل او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه.
یادې لوبډلې په ټاکلي 8 اورونو کې د خپلو 7 لوبغاړو په سوځېدو سره 120 منډې جوړې کړې.
په ځواب کې هزارناو لوبډلي یاد هدف پوره کولو کي پاتي راغله او بهايي سټار لوبډلي د 26 منډو په توپیر د لوبي بريا خپله کړه.
د لوبې غوره لوبغاړی: حميد