03/07/2026
ګرديوال کرکټ اکاډمۍ اتلولي ترلاسه کړه🔥
د ګرديوال کرکټ اکاډمۍ پخپل کوربه توب د ډکې کرکټ اکاډمۍ په وړاندې د دریو شل اووریزو لوبو سيريز پخپل نوم کړ.
ياد سيريز چې د اتمانزو کرکټ لوبغالي کې ترسره شو ګرديوال کرکټ اکاډمۍ لوبډلې په کې ۲-۱ ډکې کرکټ اکاډمۍ ته ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام يې پخپل نوم کړ.
19/06/2026
😍❤️
له محدودیته تر ملي ویاړه؛ د شمس ګردیوال الهام بخښونکی سفر
شمس ګردیوال د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ یو بااستعداده او زړور ځوان دی چې د معلولینو له ډلې څخه دی. د محمد حنیف ګردیوال او د هغه د کورنۍ د مالي او معنوي ملاتړ په برکت یې خپلو هیلو ته د رسېدو لاره وموندله او د مشرقي زون له لارې یې د افغانستان د معلولینو ملي لوبډلې ته لاره پیدا کړه.
د شمس بریا دا پیغام لري چې معلولیت د انسان د ارادې او وړتیاوو خنډ نه شي کېدای. کله چې هوډ، هڅه او ملاتړ سره یوځای شي، نو هره هیله په حقیقت بدلېدای شي. شمس ګردیوال نن د سلګونو ځوانانو لپاره د امید، مبارزې او بریا یو روښانه مثال دی.
شمس ګردیوال تاسو ته لا بریالیتوب غواړو،پدې هیله ده چې په نړیوالو ډګرونو کې د مور وطن ښه استازولي وکړي.!🤲
18/06/2026
د ګرديوال کرکټ اکاډمۍ څخه د مشرانو ليدنه😍
نن ورځ ډيرو درنو شخصيتونو هر يو ډاکټر همايون ګرديوال او د شمشاد تلویزون د نشراتو امر نجيب الله انورزي چې يو شمېر نورو مشرانو يې هم ملتيا کوله ګرديوال کرکټ اکاډمۍ ته تشریف راوړی و.
دوی د ګرديوال کرکټ اکاډمۍ د لوبغاړو محنت او خواري وستايله او هم يې دوی تشويق کړل چې بايد لوړ سټيج ته د رسېدو لپاره ناهيلي نه شي او خپل کوښښ ته بايد دوام ورکړي.
ګرديوال کرکټ اکاډمي وياړي چې خپلو ځوانانو ته يې دا فرصت برابر کړی چې خپل خوبونه په ريښتيا بدل کړي او تر لوړ سټيج پورې ورسيږي.
17/06/2026
د امان ټايګرز لوبډلې دوهمه پرلپسې بريا🔥
په هزرناو سيمه کې د ټيپ بال په روان لس اووريز ټورنمنټ کې امان ټايګرز لوبډلې پخپله دوهمه لوبه کې شينوارو اتلانو ته ماتې ورکړه او دوهمه پرلپسې بريا يې خپله کړه.
د شینوارو اتلانو له لوري ورکول شوی د ۱۲۹ منډو هدف امان ټايګرز لوبډلې په اوپنينګ بشپړ کړ او د 10 ويکټو په شتون کې يې بريا خپله کړه.
د لوبې غوره لوبغاړی عادل ونومول شو چې په نننۍ لوبه کې په *89 منډو ناټ اوټ له لوبغالي څخه بهر شو.
د امان ټايګرز لوبډلې ټولو مينه والو ته دې مبارک وي🙌
14/06/2026
ملي لوبډلې ته د رسېدو په پار د شمس ګرديوال ستاين غونډه ترسره شوه.
نن په ګرديوال کرکټ اکاډمۍ کې د خپل يو تن لوبغاړي شمس ګرديوال لپاره د يادې اکاډمۍ د مالي ملاتړي اتل خان ګرديوال له لوري د ستاينې غونډه نيول شوې وه.
شمس ګرديوال چې د ګرديوال کرکټ اکاډمۍ يو تن زدکونکی دی، تازه يې د افغانستان معلولينو ملي لوبډلې ته لاره پيدا کړې او اوس د افغانستان معلولينو ملي لوبډلې برخه شو.
نو د همدې خوښۍ لمانځلو په پار په ګرديوال کرکټ اکاډمۍ کې نن يو ستره غونډه ترسره شوه، چې په کې د ګردي غوث کلي ترڅنګ د مومندرې ولسوالۍ ګڼ شمېر ځوانانو، سپين ږيرو او لوبغاړو ګډون درلود.
د غونډې ګډونوالو په ګډه شمس ګرديوال ته د دغه سترې لاسته راوړنې په پار مبارکې وويله او هغه يې لا نور تشويق چې په راتلونکي کې هم کلي ته نور وياړونه راوړي، همدا ډول د غونډې ګډونوالو د ګرديوال کرکټ اکاډمۍ هڅې هم وستايلې چې د کلي ګردي غوث او په ټوله کې د مومندرې ځوانانو سره يې د کرکټ په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې روانې کړې، ترڅو دغه ځوانان لوړ سټيج ته ورسيږي.
په پای کې د ګرديوال کرکټ اکاډمۍ مالي ملاتړی اتل خان ګرديوال، د امان ټايګرز ګروپ مسولين او د يادې اکاډمۍ روزونکی ګلاب ګرديوال شمس ګرديوال ته په راتلونکې ښه بخت غواړي، ترڅو په ملي کچه غوره ولوبیږي او خپل کلي ته لا نور وياړونه راوړي.
14/06/2026
ملي لوبډلې ته ښه راغلاست🤩
مونږ چې کله هم د ورزش په برخه کې د خپلو ځوانانو خدمت ته راودانګل، نو مونږ ژمنه وکړه چې دغه په خړو خاورو کې پټ غمې به رابرسېره کو او تر لوړ سټيج به يې رسو.
دغه دی مونږ دا ژمنه پوره کو او زموږ د پرلپسې ملاتړ په اساس زمونږ د کلي ګردي غوث يو پياوړی ځوان شمس امروز خان د افغانستان په کورني کرکټ کې د غوره لوبيدو وروسته د افغانستان د معلولینو ملي لوبډلې ته لاره پيدا کړه.
مونږ د شمس سره په دغه سفر کې له پيله تر پای مل و او د شمش مو په لوړو ژورو کې ملاتړ کړی او تشويق کړی مو دی.
د امان ټايګرز ګروپ ټول مالي ملاتړي ځوان شمس ته د دغه سترې بريا لپاره مبارکې وايي او نوموړي ته په راتلونکې کې هم د لا نورو کامیابیو هيله څرګندوي.
مونږ به خپل ځوانان د پرمختګ لوړو ته رسو.
دا شعار نه بلکې عمل دی🔥
13/06/2026
د ګرديوال کرکټ اکاډمۍ لوبډلې يوه بله ستره بريا😍
ګرديوال کرکټ اکاډمۍ لوبډلې په روداتو ولسوالۍ کې په پيل شوې ټورنمنټ کې دوهمه پرلپسې بريا خپله کړه او په دغه ټورنمنټ کې يې دوهم پړاو ته لاره پيدا کړه.
ګرديوال کرکټ اکاډمۍ د عادل خان د 86 او سفیر خان د 51 منډو په مټ ابشهام لوبډلې ته په 18 اوورونو کې د 194 منډو هدف ټاکلی و.
وروسته د ابشهام کرکټ اکاډمۍ لوبډله د دغه هدف په ترلاسه کولو کې ناکامه شوه او د 20 منډو په توپير له ماتې سره مخامخ شوه.
د لوبې غوره لوبغاړی عادل خان ونومول شو، چې په نننۍ لوبه کې يې د ګرديوال کرکټ اکاډمۍ لپاره په زړه پورې توپ وهنه ترسره کړې وه.
ټولو کليوالو او د ګرديوال کرکټ اکاډمۍ لوبډلې مينه والو ته مبارک وي.
12/06/2026
دا ځل د امان ټايګرز بريا🔥
امان ټايګرز لوبډلې په هزرناو کلي کې په جوړ شوي ټورنمنټ کې شينوارو سټارز لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دغه ټورنمنټ کې يې خپله لومړۍ بريا خپله کړه.
د شينوارو سټارز لوبډلې له لوري ورکول شوی د 108 منډو هدف امان ټايګرز لوبډلې د لوبې په وروستي اتم اوور کې بشپړ کړ او بريا يې خپله کړه.
د لوبې غوره لوبغاړی د امان ټايګرز لوبډلې تکړه الراونډر انعام الله ونومول شو، چې په نننۍ لوبه کې يې چټکه نيمه سليزه جوړه کړې وه.