Shah Madridista

Shah Madridista

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Shah Madridista, Sports Team, New York, NY.

Photos from Shah Madridista's post 08/15/2026

Yan Diomandé 💛

📸 LaMabe 🎥📸

08/08/2026

Real Madrid have gone all out this summer with Bernardo, Cucurella, Konate, Dumfries, Espi, and record signing Diomande.
Their squad depth looks completely stacked for the upcoming season.
How many trophies do you think Los Blancos will lift this year? 🏆

08/06/2026

رسمي:
وینیسیوس جونیور د ریال مادرید سره اوږدمهاله نوی قرارداد لاسلیک کړ، نوموړی به تر جون ۲۰۳۲ پوري به په کلب کي پاته سي؛ هغسي لکه څنګه چي ده همېش غوښتل.

08/06/2026

ريال مادرید مارتین زوبیمندي د رودري د بدیل په توګه خپل هدف ټاکلی او دغه مرکزي لوبغاړی هم د انتقال غوښتنه لري.

بارسلونا د رودري د جذب لپاره خپلي هڅي ډيري کړي دي. خو ریال مادرید لا هم په موضوع کي دخيل دئ.

پاري سن ژرمن د مالو ګوستو د رانیولو په اړه فکر کوي، خو چلسي د نوموړي پر سر د ۷۵ میلیونه پونډو لوړه بیه غواړي.

لیورپول غواړي د ارسنال د ایزري کونسا د اخیستلو هڅه ناکامه کړي، ځکه ليورپول خپل د امادګي لوبو پر مهال په دفاع کي کمزوري حس کړې.

اتلتیکو مادرید د کریستیان رومېرو پر سر د ۳۰ میلیونه یورو لومړنی وړاندیز تیاروي، او یاد لوبغاړی هم ددې انتقال سره علاقه لري.

بایرن مونیخ د مورګن ګیبس-وېټ د جذب په سیالۍ کي د چلسي سره یوځای سوی، خو د هغه اوسنی کلب ناټینګهام فارېسټ د خرڅ اراده نه لري.

👀 ستاسو په نظر کوم انتقالات به رښتیا سي؟

08/06/2026

دیوماندې د ریال مادرید سره د ۱۴۰ میلونه یورو په بدل کي په رسمي ډول یو ځای سو!
#مادریدستا

08/06/2026

هغه کلبونه چي تر دې دمه یې د فوټبال په انتقالاتو کي ډيري پیسې مصرف کړي دي.
#فوتبول #فوتبالی

08/06/2026

هغه لوبغاړي چي تر دې دمه ریال مادرید ته راغلي دي، او د هغو لوبغاړو د راتګ فیصدي چي ریال مادرید ته د راتګ په حال کي دي.

08/05/2026

د سټراسبورګ کلب او ریال مادرید ترمنځ د ۲۰ کلن دفاعي جاکوبو اورتېګا د انتقال په اړه خبري رواني دي.
سټراسبورګ کلب هڅه کوي چي د انتقال غوښتل سوې بیه راکمه کړي.

ريال مادرید د ۸ میلیونه یورو د انتقال فیس سربېره، د لوبغاړي د راتلونکي انتقال د حقونو ۵۰٪ هم غواړي.

د دواړو کلبونو ترمنځ مذاکرات لا هم دوام لري.

08/05/2026

هغه لوبغاړي چي د ریال مادرید څخه تللي دي، او د هغو لوبغاړو د تګ فیصدي چي ریال مادرید څخه د تللو په حال کي دي.

08/04/2026

ټاکل سوې چي سبا د چهارشنبې په ورځ د وینیسیوس او ریال مادرید ترمنځ غونډه ترسره سي.
وینیسیوس لا هم د کاله نږدې ۳۰ میلیونه یورو خالص معاش غواړي، په داسي حال کي چي د ریال مادرید اخري وړاندیز ۲۲ میلیونه یورو دئ. ریال مادرید نه غواړي د خپل اخري وړاندیز څخه لوړ وړاندیز د قرارداد د تمدید لپاره وړاندي کړي.
په ریال مادرید کي ځیني اغېزناک او مهم کسان د وینیسیوس د خرڅ ملاتړ کوي.
په ارسنال کي د دې انتقال په اړه خوشبیني زیاته سوې او هغوی د دې معاملې ارزښت شاوخوا ۱۵۰ میلیونه یورو اټکلوي.
د وینیسیوس نږدې کسان د ارسنال سره هر ډول اړیکه ردوي، خو دې قضیې ته نږدې سرچینې تاییدوي چي د برتا او ارتیتا په مستقیم حضور خبري اتري سوي دي.
وینیسیوس اوس مهال په کال کي شاوخوا ۱۷.۵ میلیونه یورو معاش اخلي او قرارداد ئې د ۲۰۲۷ کال د جون تر میاشتي پوري اعتبار لري.
که دواړه طرفونه هوکړي ته ونه رسېږي، وینیسیوس به د راتلونکي جنورۍ میاشتي څخه وکولای سي د هر کلب سره خبري وکړي او قرارداد لاسلیک کړي، څو د فصل په پای کي د ریال مادرید څخه په وړیا توګه ولاړ سي.
وینیسیوس او د هغه استازي باور لري چي دا به د هغه د مسلکي ژوند تر ټولو مهم قرارداد وي، او ریال مادرید باید هغه ارزښت په پام کي ونیسي چي نوموړي د ۲۰۱۸ کال راهیسي کلب ته ورکړی، په ځانګړي ډول هغه ګول وهني چي د اروپا چمپیونز لیګ په دوو پایلوبو کي ئې تر سره کړي دي.
سربېره پر دې د قرارداد د لاسلیک ځانګړې جایزه (Signing Bonus) هم غواړي.
نوموړی غواړي د خپلو د انځوریزو حقونو (Image Rights) نږدې ۱۰۰ سلنه واک هم په خپل اختیار کي ولري.
د دغو غوښتنو په سبب، داسي انګېرل کېدای سي چي وینیسیوس ښايي په ریال مادرید کي د پاته کېدو لېوالتیا ونه لري.

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in New York?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address

New York, NY
1234