Abdul Sabir Safi Official

Abdul Sabir Safi Official

Share

د کرکټ وروستي خبرونه او ځانګړي راپورونه زموږ سره!
همدا اوس مو پاڼه فالو او تعقیب کړئ او تازه معلومات ترلاسه کړئ.

07/18/2026

د لوبډلمشر د ځوانۍ څو ښکلي عکسونه.
هغه وخت به یې د ویښتانو درول ډېر خوښېدل. 😄

07/17/2026

موافق یم خپلواک صیب!

د ادلون بدلون خبرې کيږي او په ټولنيزو رسنيو کې دا مهمه موضوع ده.
رحمت شاه د افغانستان يو مخکښ لوبغاړی دی خو لوبډلمشري يې راته مناسبه نه ښکاري په ځوان لوبغاړي باور پکار دې لکه ګربز، عظمت او ياهم درويش رسولي.
د رحمت شاه کرکټ اوس بيخي بې خونده شوې او په نوي عصر سره د لوبيدو سوچ نلري.
نو زما له انده کرکټ بورډ بايد يو سالم ويخ او ترټولو مجرب لوبغاړی دا ځل انتخاب کړي.

07/17/2026

د ادلون بدلون خبرې کيږي او په ټولنيزو رسنيو کې دا مهمه موضوع ده.
رحمت شاه د افغانستان يو مخکښ لوبغاړی دی خو لوبډلمشري يې راته مناسبه نه ښکاري په ځوان لوبغاړي باور پکار دې لکه ګربز، عظمت او ياهم درويش رسولي.
د رحمت شاه کرکټ اوس بيخي بې خونده شوې او په نوي عصر سره د لوبيدو سوچ نلري.
نو زما له انده کرکټ بورډ بايد يو سالم ويخ او ترټولو مجرب لوبغاړی دا ځل انتخاب کړي.

07/09/2026

پرون او نن. ژوند همدومره لنډ دی. رب دې یې وبخښي.

07/08/2026

د ارواښاد شاپور ځدراڼ د ناروغۍ په تړاو د یوه ملګري کیسه

د شاپور ځدراڼ یوه ملګري روایت کاوه چې شاپور په دوو ډولونو سرطان اخته و؛ یو د پوستکي او بل د وینې سرطان، خو خپله تر ډېره له خپلې ناروغۍ ناخبره و.

ډاکترانو سپارښتنه کړې وه چې د درملنې لپاره باید د هغه د سر وېښتان وخرییل شي. د اتل شاپور ښکلي او اوږده زلفې د هر چا خوښېدې، او هېچا زړه نه شو کولی چې هغه ترې بېل کړي.

ملګری وایي: ورغلم او ورته مې وویل: «ډاکتران وایي، د درملو اغېز ستا وېښتانو ته رسېږي، نو که غواړې روغ شې، باید وېښتان دې لرې شي.»

شاپور څو شېبې چوپ پاتې شو، بیا یې په ژړغوني غږ وویل: «که زما په رغېدو کې ګټه وي، نو لرې یې کړئ.»

هغه وایي، کله چې مو د شاپور وېښتان خرییل، هغه خپلو اوږدو او ښکلو زلفو ته کتل او اوښکې یې پر اننګو روانې وې. موږ هم نور ونه شو زغملی، بهر ووتلو او د هغه د ځوانۍ، زغم او بېوسۍ په یاد مو ډېرې اوښکې تویې کړې.

ارواښاد شاپور ځدراڼ به د خپلو زلفو په څېر، د خپل ښه اخلاق، مینې او اتلولۍ له امله همېشه زموږ په زړونو کې ژوندی وي.

الله تعالی دې پرې خپل بې‌پایانه رحمت وکړي او جنت الفردوس دې یې نصیب کړي.
جواد شباب
إنا لله وإنا إليه راجعون. 🤲💔

کاپی

07/07/2026

هغه کسان چې په موږ ډېر ګران وي، د مرګ اوازه يې هيڅکله دروغ نه وي.

إِنَّـا لِـلَّـهِ وَ إِنَّـا إِلَـیْـهِ رَاجِـعُـونَ

07/05/2026

زما په اند، فرهاد دریا سم لیکلي دي. د افغانستان د کرکټ د پرمختګ لپاره رغنده نقد اړین دی، او که د اصلاح اړتیا وي، باید په زغرده پرې خبرې وشي.

موږ هم غواړو چې په کرکټ بورډ کې مثبت بدلونونه، شفافیت او مسلکي مدیریت لا پیاوړی شي، ځکه دا د افغانستان د کرکټ په ګټه دی.

07/02/2026

د شپږیزې پیل یې په ښې پاڼۍ سره وکړ؛ کېنګ نجیب الله ځدراڼ نن د بُست لپاره په مهم وخت کې 44 منډې جوړې کړې.
ان شاءالله ښه په فوم کې دی.
زړونه مه سپموئ❤👏

07/01/2026

زه خو د سپین غر لوبډلې مینوال یم، خاص د هېواد د برانډ راشد خان لپاره.

او تاسې د کومې لوبډلې مینوال یاست؟ 👇

یادونه:
د وروستیو معلوماتو له مخې، تمه ده چې د هېواد تر ټولو نامتو لوبغاړی راشد خان په راتلونکې لوبه کې د سپین غر لوبډلې د لوبډلمشر په توګه ولوبېږي.

06/28/2026

اېرلينډ کرکټ ملي لوبډلې په دوهمه شل اوريزه لوبه کې هم هند کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
دې ته اوس کرکټ وايي راشه زمونږ والا ته.

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Houston?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address

1251 Wilcrest Drive
Houston, TX
77042