Pashto Sports

Pashto Sports

Share

ورزشي نړۍ! زموږ سره تعقب کئ.⚽
ټیلیګرام:
https://t.me/Pashtosports
وټس اپ:
+93 76 592 3000

08/28/2026

#ګونزالو ګارسیا د فولام لپاره په دوهمه لوبه کي هم ګول ووهئ.

08/28/2026

د اې سي میلان لوبډلي پرتګالی بریدګر لوبغاړی رافایل لیایو د ترکیې د ګالاټسرای لوبډلي سره یوځای سو.

08/28/2026

#واتسکه، د دورتموند ورزشي مدیر؛

که #صادقانه ووایم؛ موږ تېر فصل په #بوندسلیګا کي ښه فصل درلودئ، ۷۳ امتیازونه مو ترلاسه کړل. په تېرو وختونو کي به همدومره #امتیازونه د اتلولۍ لپاره #کافي وه.

خو اوس بایرن مونیخ پر هر څه #واکمني لري، #دورتموند یوازي تر یوې #اندازې پوري #شرایط بدلولای سي، ځکه د دواړو کلبونو ترمنځ د اقتصادي پلوه ډېر لوی واټن موجود دی.

نو #راځئ خپل ځانونه ونه غولوو؛ #بایرن مونیخ د #اتلولۍ لومړی او اصلي #مدعي دی.

#پښتوسپورټ

08/28/2026

#فلیک، د اتلتیک بیلباو پر وړاندي تر بریا وروسته؛

#رودري زموږ لپاره یو بشپړ لوبغاړی دی. هغه زموږ د فلسفې او د فوټبال له هغه سبک سره چي غواړو یې وړاندې کړو، ډېر مناسب دی. هغه نن #فوق‌العاده لوبه وکړه.

د #یامال لپاره دا ډېره ښه وه چي ۹۰ دقیقې یې لوبه وکړه، په دې ډول لوبو کي موږ کولای سو د هغه پر فزیکي چمتووالي باندي کار وکړو.»

موږ لا نه پوهېږو چي #رافینیا به په دې فصل کي زموږ د ۹ نمبر لوبغاړی بریدګر وي که نه، خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چي هغه په بشپړ ډول چمتو وي.

موږ په دفاع کي ډېر ښه کار کوو. تر دې دمه د هغه فوټبال د کچي څخه راضي یم چي موږ یې وړاندي کوو، خو لا هم اړتیا ده چي ډېر پرمختګ وکړو.

#پښتوسپورټ

08/28/2026

د اتلتیک بیلباو په وړاندي دبارسلونا د تیري شپې لوبي لومړی ترکیب د ۲۳ کلونو ـ ۱۸ ورځو په اوسط سره، ددې کلب د تاریخ تر ټولو ځوان ترکیب ؤ.

د بارسلونا په پروني ترکیب کي ۱۰ داسي لوبغاړي وه، چي په یوویشتمه پېړۍ ـ صدۍ کي زېږېدلي دي.

08/28/2026

ارسنال د اینډریک لپاره د ریال مادرید سره خبري پیل کړي دي، که ریال مادرید موافقه وکړه په هغه صورت کي ایڼدریک د ارسنال سره یوځای کېږي.

08/28/2026

د استاد او شاګرد بیاځلي ملاقات؛ توپیر یې داؤ چي لوبډلي یې متفاوتي وې او دوی یو د بل په مقابل کي لوبېدل:👏

08/28/2026

د 2017م کال په دې ورځ؛ بارسلونا عثمان ډمبیلې د نوي لوبغاړي په توګه معرفي کړ.

په هغه فصل کي نیمار د بارسلونا څخه و پاریسنټ جرمن ته ولاړئ، بارسلونا عثمان ډمبیلې د هغه د ځایناستي په توګه د بورسیا دورتموند څخه رانیوئ.

08/28/2026

نیمار د درېیم ښځینه اولاد ـ لور پلار سو.👏🕵

08/28/2026

لیواکوویچ د بارسلونا سره تمرینات پیل کړه.

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in New York?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address

New York, NY