31/08/2025
د جونير زلمي کرکټ کلب لوبغاړو غوره ځليدني ✨
د جونير زلمي کرکټ کلب دوه لوبغاړو په کابل انټر کلب لوبو کی غوره کړني ترسره کړي چې عرفان الله ستانکزي په يوه لوبه کي 323 منډي تر لاسه کړي دي او بل خوا شفيع الله ځلاند په تيره لوبه کې کابل انټر کلب سیاليو کي لومړنئ هيټريک تر سره کړو
Irfan Ullah Stanikzai
Shafiq Zarmalwal
28/08/2025
جونير زلمي کرکټ کلب څلورمه پرلپسی بريا 😍
د جونير زلمي کرکټ کلب وتوانيده چې په خپله څلورمه لوبه کې کټوازي سټار لوبډلې ته ماتې ورکړي
د جونير زلمي کرکټ کلب لپاره اياز کړوخيل 148 منډي او شفیع الله ځلاند 4 ويکټي واخيستي ✨
26/08/2025
دریمه پرلپسی بريا 😍
د جونير زلمي کرکټ کلب دريمه بريا هم په کابل انټر کلب سیاليو کي ترلاسه کړه او ملي ټايګرز لوبډلي ته يي د شپږو ويکټو په توپير ماتې ورکړه
د جونير زلمي کرکټ کلب لپاره غوره لوبيدونکي لوبغاړي آياز خان او شفيع الله ځلاند وو چې اياز 119 منډي او شفيع څلور ويکټي تر لاسه کړي ✨
22/08/2025
جونير زلمي کرکټ کلب دوهمه بريا هم تر لاسه کړه 😍
جونير زلمي کرکټ کلب د روانو کابل انټر کلب سیاليو په دوام افغان ډيفنډر لوبډلی ته په څوارلس منډو ماتې ورکړه
د جونير زلمي کرکټ کلب ځلیدونکی لوبغاړي اصف خان چې څلور ويکټي او شفیع الله چي دري ويکټي اخيستې وي غوره وځليدل
19/08/2025
د جونير زلمي کرکټ کلب پيل په ستره بريا سره 💪
د کابل ولايت انټر کلب سیاليو په دوام نن جونير زلمي کرکټ کلب د مهري ډايمنډ کرکټ کلب په وړاندې ستره بريا تر لاسه کړه چې جونير زلمي کرکټ کلب لومړي توپوهنه وکړه او په پنځوس اورونو کې يي د 431منډي هدف وټاکه او مخالفي لوبډلي يوازي په 168 منډو ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل
د جونير زلمي کرکټ کلب لپاره هلال شينواری 171 ,اياز کړوخيل 70 او مصطفي طوطاخيل 59 منډی تر سره کړې او په توپ اچونه کي سمیع الله احمدزی څلور او شفیع الله ځلاند دري لوبغاړي وسوځول
10/07/2025
د جونير زلمي کرکټ کلب بريا 😍
د جونير زلمي کرکټ کلب د راروانو انټر کلب سیاليو په موخه په يوه تمریناتي لوبه کي نبی اکاډمي لوبډلې ته ماته ورکړه . مخالفي لوبډلي په 19 اورونو کي ټول لوبغاړو په سوځېدو 118 هدف وټاکه چې د جونير زلمي کرکټ کلب
دوه پياوړي توپو وهونکو په اوپنګګ سره ياد هدف تر لاسه کړ . نور اغا 61* او اياز کړوخيل 57* ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.او په توپ اچونه کي جمعه الدين 3 او سميع الله دوه ويکټي واخيستي
05/07/2025
د جونير زلمي کرکټ کلب بله بریا 😍
د راتلونکي انټر کلب د تمريناتو سیاليو په دوام نن د جونير زلمي کرکټ کلب ملي اکاډمۍ ته په زړه پورې ماته ورکړه
لومړنۍ توپوهنه ملي اکاډمۍ وکړه چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يي 265 منډي هدف وټاکه چې د جونير زلمي کرکټ کلب په 22 اورونو کې د 3 لوبغاړو په سوځېدو تر لاسه کړ.
د جونير زلمي کرکټ کلب لپاره آياز کړوخيل*113 او عبدالله رحیمي*88 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې
02/07/2025
د جونير زلمي کرکټ کلب دوهمه بریا 🥰
جونير زلمي کرکټ کلب د راروانو انټر کلب سیاليو په موخه په يوه تمریناتي لوبه کې ویکټوریا اکاډمي ته ماته ورکړه.
مخالفي لوبډلي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره 205 منډي هدف وټاکه چې د جونير زلمي کرکټ کلب لخوا د دوه لوبغاړو په سوځېدو په 15 اور کي تر لاسه کړ.
د جونير زلمي کرکټ کلب لپاره په توپ اچونه کي عبيد يوسفزي دوه ويکټي او توپوهنه کي آياز کړوخيل 88 او عبدالله رحیمي 73 منډي تر لاسه کړي.
26/06/2025
د جونير زلمي کرکټ کلب بريا 😍
د جونير زلمي کرکټ کلب د راروانو انټر کلب سیاليو په موخه په يوه تمریناتي لوبه کي نبی اکاډمي لوبډلې ته ماته ورکړه . مخالفي لوبډلي په 25 اورونو کي ټول لوبغاړو په سوځېدو 170 هدف وټاکه چې د جونير زلمي کرکټ کلب
دوه پياوړي توپو وهونکو په اوپنګګ سره ياد هدف تر لاسه کړ . عرفان الله ستانکزي 83* او اياز کړوخيل 84* ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
23/06/2025
> 🎉 د جونیئر زلمي کرکټ کلب رسمي پاڼې ته ښه راغلاست! 🏏
موږ یوازې یو لوبډله نه یو — بلکې یوه کورنۍ یو، چې د کرکټ مینه، انضباط، او جذبې سره متحد یو.
دلته به تاسې زموږ د لوبو، تمرینونو، مهمو شیبو، د لوبغاړو ځانګړنو او نورو تازه معلوماتو سره پاتې شئ. که مینهوال یاست، د راتلونکې ستوری یاست، یا یواځې د لوبې شوق لرئ — نو سم ځای ته راغلي یاست!
زموږ پاڼه خوښه کړئ او زموږ له سفر سره یوځای شئ!