RTA Sport

RTA Sport

Share

World latest Sport news.

17/08/2026

د کورني کرېکټ له لوري په میدان وردګ ولایت کې د کلبونو په کچه کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
په دغو سیالیو کې ۲۴ کلبونو ونډه اخیستې چې د راتلونکې اکټوبر میاشتې تر ۲۰مې نېټې پورې به خپلې سیالۍ نندارې ته وړاندې کړي.

17/08/2026

تورنمنت فوتسال با اشتراک ۱۴ تیم در ولایت کاپیسا برگزار شد.👇

17/08/2026

په زابل ولایت کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ کرېکټ سیالۍ پیل شوې.👇

17/08/2026

د کرېکټ ملي لوبډلې پیلېز توپ‌‌وهونکي رحمان الله ګربز په یوه ویډیویي مرکه کې ويلي، چې نه غواړي په لوبډله بوج جوړ شي او چې کله هم دغه مرحلې ته ورسید، نو په هماغه ورځ به له کرېکټ سره خپله لار جلا کړي.

17/08/2026

پروان ولایت کې د ارواښاد شاپور ځدراڼ په نوم د کرېکټ شل اوریزې سیالۍ پیل شوې چې ۱۶ لوبډلې پکې ونډه لري او ترمنځ به یې سیالۍ نږدې یوه میاشت دوام ومومي.
دغه ۱۶ لوبډلې په څلورو ګروپونو وېشل شوې دي چې نږدې ۲۰۸ ځوان لوبغاړي به پکې ولوبېږي.

17/08/2026

د افغانستان کرېکټ بورډ له لوري په زابل ولایت کې د ۱۲ رسمي کلبونه ترمنځ کرېکټ سیالۍ پیل شوې چې یوه میاشت به دوام وکړي.

ددې سیالیو موخه د وزیرمحمد اکبرخان دویمه درجه ولایتي سیالیو ته د لوبغاړو غوره کول ښودل شوي دي.

17/08/2026

د زابل ولایت د کرېکټ امریت له لوري د دې ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۶ لوبډلو په ګډون د شاپور ځدراڼ په نوم د کرېکټ پیل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایله کې روحاني باره خیلو لوبډلې خپلې سیالې قلات لوبډلې ته ماتې ورکړه.

17/08/2026

افغانستان د اسیايي سیالیو لپاره لوبډله په ډاګه کړه؛

افغانستان کرېکټ بورډ د ۲۰۲۶ اسیايي سیالیو لپاره د افغان ابدالیانو ۱۵ کسیزه لوبډله د دروېش رسولي تر لوبډلمشرۍ لاندې اعلان کړه.
دغه سیالۍ د راتلونکې سپټمبر میاشتې پر ۲۴مه د جاپان په ایچي او ناګویا ښارونو کې پیلېږي او د اکتوبر تر ۳مې به دوام وکړي.
په یادو سیالیو کې به افغانستان په خپل ګروپي پړاو کې له جاپان او نیپال سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

17/08/2026

تیم فوتبال سرسبز یاشلر فاریاب با کسب ۲۳ امتیاز، قهرمان لیگ برتر فوتبال زیر ۱۷ سال افغانستان شد.
این رقابت‌ها با حضور ۱۰ تیم از ۶ ولایت در کابل برگزار شد و تیم عینو مینه با تفاضل گل کمتر، مقام نایب‌قهرمانی را به دست آورد.

17/08/2026

د افغانستان د تکواندو ۱۶ کسیزه ملي لوبډله د نړۍ‌والو سیالیو په اتم پړاو سیالیو کې د ګډون په موخه د پاکستان لاهور ښار ته ولاړه.
دغه سیالۍ د ۴۰ څخه د ډېرو هېوادونو په ګډون نن د اګسټ پر ۱۷مه پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۲۱مې نېټې به دوام پیدا کړي.

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address

13 Street, Wazir Akbar Khan
Kabul
1001