AFG Sport

AFG Sport

Share

🎯 Focused on every ball
⚡ Discipline | Hard Work | Game Sense
🔥 Building my cricket journey
ملګرو فيچ لایک او فالو کړئ �

01/06/2026

د ای پي ال لوبې خلاصې شوې، بېرته خپل کرکټ ته راګرځو.
افغانستان د راروانې شنبې په ورځ د هند په چندیکهر کې له هند سره د ټست (پنځه ورځنۍ) لوبه پیلوي. څو ورځې مخکې دغې لوبې ته د افغانستان د اعلان شویو لوبغاړو په قوت او ضعف مې لنډ لیکل کړي وو. دلته د هند په اړه لیکم.

تصویر کې له افغانستان سره د ټست لوبې ته د هند د کرکټ د ملي لوبډلې اعلان شوي لوبغاړي دي.
د لوبډلې کپتان شوبمن ګېل دی او مرستیال یې مجرب راهول. دوی دواړه د ټست غوره توپ وهونکي دي، د هند توپ وهنه تر ډېره په دوی دواړو، جایسوال او سودارشن باندې تکیه ده. دوی سلیزې جوړوونکي او د اوږدو انېنګزونو ماهر لوبغاړي دي؛ هغه څه چې په ټست کې خورا مهم او د ټست ماهیت بلل کېږي.

په سکواډ کې د واشنګټن او نېتېش په ګډون درې څلور ښه الراونډران هم شته.

په تېزو توپ اچوونکو کې یې محمد سراج او کرېشنا هم شته، ورو توپ اچوونکو کې یې کولدیپ خطرناک دی. دوی ټول د ټست لوبو ښه لوبغاړي دي.
ماناو، دوبي او ګورنور یې د ټست لوبې نوي لوبغاړي دي.
بومرا او جدېجه په کې نه شته.

دغې لوبې ته د افغانستان د ټست د اعلان شویو لوبغاړو په پرتله، د هند د ټست دا سکواډ ډېر قوي دی او جالبه یې دا ده چې پنځه شپږ لوبغاړي یې ای پي ال کې د ګجرات لوبډلې مخکښ غړي وو.
ښکاري چې هند له افغانستان سره د ټست دا لوبه ډېره جدي ګڼي او د بایللو هېڅ ډول خطر هم نه شي زغملای.
په خپل کور کې دننه او خپل موسم کې له هند څخه د ټست لوبې ګټل ډېر زور غواړي.
په تست کې اوږده انینګزونه او د توپ اچوونکو او په خاص ډول سپینرانو سره مقابله ډېر مهارت، زغم او تجربه غواړي.
د هند د ټست کرکټ تاریخ او د دوی فرست کلاس (څلور ورځنۍ لوبې) قوي جوړښت ته په کتو، هند د افغانستان په وړاندې دغې لوبې کې ډېر برلاسی ښکاري.

زه هیله لرم جې موږ پنځه ورڼې پوره ولوبېږوي. په هر حال کې او د هر چا په مقابل کې به د افغانستان د ځلېدو او بري دعاوې کوو.

01/06/2026

د کرکټ نړیوالې شورا د کاناډا د کرکټ بورډ اداري چارې ناقانونه وبللې او ویې ځنډولې. وايي دغې ادارې د نړیوالې شورا اصول او قوانین مات کړي دي. خو د کاناډا ملي لوبډله کولای شي چې په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي او لوبې وکړي.
څو میاشتې مخکې یې د متحدو ایالتونو د کرکټ له ادارې سره هم همدا کار کړی و.

Photos from AFG Sport's post 01/06/2026

تاریخي اننګز او نوی ربکارډ!

د نیپال کرکټ ملي لوبډلې اوپنر Kushal Bhurtel د چین پر وړاندې په T20 نړیواله لوبه کې په یوه اوور کې ۶ شپږیزې ووهلې.

نیپال په ۲۰ اورونو کې ۳۱۳/۲ منډې جوړې کړې او شل اوریزه لوبه کې یې د لوړ هدف نوی ریکارډ ثبت کړ.

01/06/2026


په لویه پایلوبه کې د خان شاهکاري!
که څه هم ګجرات بریا خپله نه کړه، خو کله چې راشد خان په خپل لومړي اور کې دوه وېکټې واخیستې، د کرکټ مشهور مبصر«اېم بېشپ » د راشد خان په ستاینه کې ستاینه کې وویل:
"که څه هم د پایلوبې د ګټلو چانس د بنګلور په لور زیات دی، خو راشد خان په واقعي مانا سږکال تر پایلوبې د ګجرات په رسولو کې تر ټولو کلیدي رول درلود."

01/06/2026


هغه بیک چې تاسي يى د راشد په لاس کې وینې، د لوئس وېتون ټېک آف بیک دی.
دا بیک شاوخوا $3,550 امریکایي ډالر قیمت لري.
دا ډېر لوکس او ساده ډیزاین لري.
د خوسکي د نرم چرمي پوستکي څخه جوړ شوی دی.
تور رنګ لري.
د لوئس وېتون بیک د نارینه وو له لوړ قیمته او مشهور بیکونو څخه شمېرل کېږي.
دا بیک په فرانسه، ایټالیا، هسپانیه او امریکا کې تولیدېږي.
خان صيب دي تل ځلانده وي.♥♥

01/06/2026

د هندي لیګ دویم مقام لوبډلې، ګجرات ته 1.3 ملیونه امریکایي ډالر (12.5 کروړه هندۍ روپۍ) جایزه ورکړل شوه.

01/06/2026

#دعا
د آی پي ایل تر بایلات څو ساعته وروسته د ګجرات د لوبډلې انتقالوونکي بس اور اخیستی.
راپور وایي، ټول لوبغاړي په بس کې ناست وو او اور په څو شیبو کې ډېر شو، خو لوبغاړي ژغورل شوي او د لویې پیښې مخه نیول شوې.

31/05/2026

د شوبمن ګیل اوټ کیدو روسته د ویرات کوهلي عکس العمل 🤯🐐

31/05/2026

#ګچرات
تازه صورت حال ❤️💔

31/05/2026

ready 🙂 to win the final 🍁

Want your business to be the top-listed Gym/sports Facility in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address

Kabul