26/02/2026
ابیشک شرما نن په زمبابی په ٢٦ توپونو بنځوسیزه ووهله .
I don’t follow the crowd; I lead it. You + Me = Forever
26/02/2026
ابیشک شرما نن په زمبابی په ٢٦ توپونو بنځوسیزه ووهله .
26/12/2025
نن د راشد خان په لوبډلمشری کې د سویلي افریقا د لیګ لومړۍ لوبه پیلېږي
پچه راشد خان وبایله، او اوس به هغه لومړی توپ اچونه وکړي. هیله ده چې د راشد خان په ګډون ټول افغان ستوري په دې لیګ کې خپل غوره مهارت وښيي او د افغانستان نوم یو ځل بیا په نړیوالو لیګونو کې روښانه کړي
راځئ ټول د خپلو ستورو ملاتړ وکړو🌟
26/12/2025
نن د افغان ځوانانو او شاهین لوبډلې ترمنځ سیالي ترسره شوه
د لوبې پچه افغان ځوانانو وګټله او د توپاچونې پرېکړه یې وکړه
د افغان ځوانانو د توپوهنې پیلیزو لوبغاړو، نصرت خان او هارون خان، په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او د ۱۸۰ منډو ستره ملګرتیا یې وکړه.
په دې ملګرتیا کې نصرت خان ۹۵ منډې وکړې، خو له بده مرغه خپله ویکټه یې له لاسه ورکړه
وروسته عبدالشکور خان د هارون خان ترڅنګ د ۶۱ منډو بله مهمه ملګرتیا وکړه او د افغان ځوانانو اننګز پای ته ورسېد.
هارون خان په دې لوبه کې ۱۰۵ ناسوځېدلې منډې وکړې او د ۲۰ اورونو په پای کې یې مقابلې لوبډلې ته د ۲۴۱ منډو ستر هدف وټاکه
په دوهمه پاڼۍ کې، کله چې افغان ځوانانو توپاچونه پیل کړه، نو مقابلې لوبډلې ته یې هېڅ چانس ورنه کړ او یوازې په ۱۴۰ منډو یې وسوزوله
هغه هم داسې چې ۲ اورونه لا پاتې وه
د نن ورځې د لوبې غوره لوبغاړی هارون خان وټاکل شو
او نصرت خان د لوبې سټایلش لوبغاړی اعلان شو
نوټ: رښتیا هم افغان ځوانان د ولس هیله او د سبا روښانه ستوري دي ✨