21/12/2025
په دې وروستيو کې په هند کې هغه مناظره چې پکې مفتي شمائل ندوي او د الله منکر يو کس يو د بل پر وړاندې ودرېدل، په اصل کې دا ازموينه وه
چې نننی مذهبي استازيتوب تر کومه بريده د عقل، پوښتنو او د عصري ذهن فشار زغملای شي.
که په ښکاره ډول ووايو، نو دا ازموينه مفتي شمائل ندوي پرته له احساساتي شعارونو، پرته له چيغو او شور څخه، يوازې د دليل او زغم په وسيله په برياليتوب تېره کړه.
د مناظرې پيل له يو بنسټيزې پوښتنې وشو:
که الله شته، نو د هغه ثبوت څه دی؟
مفتي صاحب همدلته لومړۍ غلط فهمي ماته کړه او ويې ويل چې ثبوت يوازې هغه نه دی چې په لابراتوار کې وتلل شي او وښودل شي، بلکې په فلسفه، منطق او عقل کې د ثبوت بېلابېلې درجې شته.
هغه علت او معلول اصل وړاندې کړ او ويې ويل چې د هر موجود تر شا يو سبب وي، او داسې منظم، تړلی او د قوانينو پابند کائنات د ړوند اتفاق پايله نه شي کېدای.
د الله منکر پوښتنه وکړه: که هر څه سبب لري، نو د خدا سبب څه دی؟
دا هماغه ځای دی چې ډېر مذهبي ويناوال پکې بند پاتې کېږي، خو مفتي شمائل په روښانه ډول وويل چې الله د علتونو برخه نه ده، بلکې د علت بنسټ دی.
هغه ذات چې خپله سبب وي، د بل سبب محتاج نه وي. دا ځواب نه يوازې منطقي و، بلکې د فلسفې له بنسټيزو اصولو سره همغږی هم و.
بيا د بدۍ او ظلم پوښتنه راپورته شوه، په ځانګړي ډول د ماشومانو کړاو، جګړې، بېوزلي او ناانصافي ياد شول او وپوښتل شول
چې که الله شته، نو دا هر څه ولې شته؟
دلته مفتي صاحب د احساساتي دفاع پر ځای يوه سخته خو روښانه خبره وکړه:
اصلي تېروتنه دا ده چې نړۍ جنت وبلل شي. دا دنيا د ازموينې ځای دی، انسان ته اختيار ورکړل شوی، او بې له اختياره نه اخلاق معنا لري او نه د انسان مسؤليت.
هغه دا هم وويل چې که الله په هر ظلم کې سمدستي مداخله وکړي، نو انسان به يو روبوټ شي، بيا به نه ظالم ته ظالم ويل سم وي او نه مظلوم ته مظلوم.
د الله منکر وويل چې مذهب انسان ته تسلي خو ورکوي، خو حقيقت نه بدلوي.
مفتي شمائل په ډېر ښکاره انداز ځواب ورکړ:
د مذهب کار حقيقت بدلول نه دي، بلکې د حقيقت د پوهېدو زاويه ورکول دي. دوا ناروغي له منځه وړي، خو د ناروغۍ وجود نه ردوي. همداسې ايمان د درد د ختمولو جادو نه دی، بلکې درد ته معنا ورکولو چوکاټ دی.
يو بل مهم سوال دا و چې که خدا يو دی، نو مذهبونه ولې ډېر دي؟
مفتي صاحب دلته تاريخ او د انسان نفسيات بنسټ وګرځول او ويې ويل
چې اختلاف په وحي کې نه دی، بلکې د انسان په تعبير کې دی. ساينس يو ده، خو د هغې نظريات د وخت په تېرېدو بدلېږي، له دې سره ساينس دروغ نه ګرځي، بلکې دا د انسان د پوهې محدوديت ښيي. همدا اصل په مذهب هم تطبيقېږي.
د مناظرې پر مهال د منکر لوري هڅه دا وه چې ايمان ړوند باور ثابت کړي، خو مفتي شمائل بيا بيا دا خبره روښانه کړه چې اسلام عقل نه بندوي، بلکې عقل ته حدود ټاکي.
لکه څنګه چې سترګه هر څه نه شي ليدلی، خو دا معنا نه لري چې ليدل بېګټې دي. عقل هم خدا په بشپړه توګه نه شي احاطه کولی، خو دا معنا نه لري چې عقل دې وغورځول شي.
يو وخت دا پوښتنه هم راپورته شوه چې ايا د خدا تصور يوازې پر وېرې ولاړ دی؟
مفتي صاحب په ډېر جدي انداز وويل:
که خدا يوازې ويره وای، نو انسان به په يوازيتوب کې ګناه نه کوله. د خدا تصور په اصل کې څارنه نه ده، بلکې معنا ده؛ دا احساس چې زما عمل له يوې لويې اخلاقي حقيقت سره تړلی دی.
د مناظرې په پای کې يو مهم سوال دا و چې ايا د خدا نه منل تر ټولو رښتينی دريځ نه دی، ځکه لږ تر لږه پکې د ناپوهۍ اعتراف شته؟
مفتي شمائل په مستقيم ډول وويل:
د ناپوهۍ اعتراف د درناوي وړ دی، خو ناپوهي وروستی نتيجه ګرځول علمي بېايماني ده. که په هر څه کې بحث د ناپوهۍ پر ټکی ختم شي، نو پوهه به هېڅکله هم مخکې ولاړه نه شي.
په دې ټوله مناظره کې تر ټولو د ستاينې وړ خبره دا وه چې مفتي شمائل نه مخالف ته د کافر ټاپه ولګوله، نه يې مذهبي کارت وکاراوه، او نه يې خلک راوپارول.
هغه د يو عالم، يو زدهکوونکي او يو مسؤل استازي په توګه خبرې وکړې.
دا مناظره په اصل کې دا ثابته کړه چې ستونزه مذهب نه دی، بلکې د مذهب استازي دي.
کله چې استازی چمتو وي، لوستی وي، له منطق سره بلد وي او پر احساساتو کنټرول ولري، نو د الله پر وجود خبرې هم کېدای شي او له اختلاف سره سره احترام هم پاتې کېږي.
مفتي شمائل ندوي په دې مناظره کې ځکه د ستاينې وړ دی چې هغه يوازې د الله د وجود دفاع ونه کړه، بلکې مذهبي مکالمه يې له چيغو بېرته د دليل لوري ته راوګرځوله، او د نن د شور او ګډوډۍ په زمانه کې دا تر ټولو لويه بريا ده
02/08/2025
11/11/2024
25/06/2024
11/05/2024
11/05/2024
28/04/2024
27/04/2024