09/08/2026
علم د انسان ذهن روښانوي، ایمان یې زړه پیاوړی کوي او ښه اخلاق یې شخصیت جوړوي. آیتالقرآن خصوصی ښوونځی ژمن دی چې د علم او اسلامي روزنې په رڼا کې داسې نسل وروزي چې نه یوازې د خپل ځان، بلکې د افغانستان د آبادۍ، عزت او پرمختګ لپاره هم خدمت وکړي. زموږ نننۍ هڅه، د سبا روښانه افغانستان دی. ✨📖❤️
16/07/2026
هره ورځ چې ورزش کوې، د خپل راتلونکي روغتیا لپاره یوه ارزښتمنه پانګونه کوې.
روغ بدن د خوشحاله او بریالي ژوند تر ټولو ستره شتمني ده.
#ورزش
#صحت
#هدف
#ژوند
#بریا
07/07/2026
نن د افغانستان د کرکټ لپاره یوه ډېره دردوونکې او نه جبرانېدونکې ورځ ده. زموږ د هېواد زړور اتل، شاپور ځدراڼ، چې کلونه یې د افغانستان د نوم، عزت او ویاړ لپاره په نړیوالو ډګرونو کې مبارزه وکړه، له اوږدې ناروغۍ وروسته له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.
شاپور ځدراڼ یوازې یو کرکټر نه و، بلکې د غیرت، مېړانې، وفادارۍ او هېوادپالنې یو روښانه مثال و. هغه به هر ځل چې د افغانستان درې رنګه بیرغ یې په ویاړ پورته کاوه، د میلیونونو افغانانو زړونه به یې له خوښۍ او ویاړه ډکول.
نن که څه هم زموږ له منځه ولاړ، خو د هغه ښکلي اخلاق، نه هېریدونکې لوبې، ارزښتناک خدمتونه او ویاړونه به د افغانستان د کرکټ په تاریخ او د هر افغان په زړه کې د تل لپاره ژوندۍ پاتې وي.
اتله! ستا تشه به هېڅکله ډکه نه شي. ته لاړې، خو ستا نوم، ستا ویاړ او ستا یادونه به تل زموږ د زړونو په پاڼو کې زرینې کرښې وي.
الله تعالی دې هغه وبښي، جنت الفردوس دې یې په نصیب شی، او درنې کورنۍ، دوستانو، د کرکټ ټولنې او ټول افغان ولس ته دې صبر جمیل او اجر عظیم ورکړي.
ته به تل زموږ په زړونو کې ژوندی یې، او افغانستان به دې هېڅکله هېر نه کړي.
25/06/2026
ځواني د ژوند تر ټولو قیمتي پړاو دی. په همدې وخت کې انسان کولی شي علم زده کړي، مهارتونه ترلاسه کړي او خپل راتلونکی جوړ کړي. هغه ځوانان چې خپل وخت په ښو کارونو تېروي، د دنیا او آخرت بریا ترلاسه کوي.
21/06/2026
شاهین هغه وخت تر ټولو لوړ الوزي چې د باد مخالفت ورسره وي. همداسې، د خلکو منفي خبرې باید ستا د کمزورۍ سبب نه شي، بلکې ستا د لا ډېرې هڅې او پرمختګ ځواک وګرځي. ستونزې او نیوکې د بریا د لارې برخه دي.
#علم
#بریا
#کوشش
#مطالعه
#پرمختګ
Fazalhaq Tariq
13/06/2026
❤️📖💯
آیت القرآن خصوصي ښوونځی د علم، نوښت او پرمختګ یو معتبر تعلیمي بنسټ دی. د دې ښوونځی اساسي هدف دا دی چې د افغانستان ځوان نسل د معیاري زدهکړو او عملي مهارتونو له لارې د ژوند او کار بازار ته چمتو کړي. د ښوونکو ژمنتیا، د زدهکوونکو هڅونه او د علمي کیفیت لوړ معیارونه د دې ښوونځی د بریا مهم عوامل ګڼل کېږي. آیت القرآن د داسې ځوانانو د روزنې لپاره کار کوي چې د خپل هېواد د پرمختګ او سوکالۍ مشران شي.
#افغانستان
#علم
#مکتب
#پرمختګ
#تعلیم
#مطالعه
#پیشرفت
Ayat Al-Quran Private School-مکتب خصوصی آیت القرآن
10/06/2026
هیچ درختی بدون تحمل باد و باران تنومند نمیشود و هیچ انسانی بدون تلاش و سختی به موفقیت واقعی نمیرسد.
من باور دارم که هر مشکل فرصتی برای یادگیری و هر شکست پلی برای رسیدن به پیروزی است.
با بهرهگیری از دانش استادان و کوشش مداوم، میتوان آیندهای روشن و پرافتخار ساخت.
#علم
#تفکر
#پیشرفت
#اگاهی
#مهارت
#زندگی
Fazalhaq Tariq