20/07/2026
مبارکي!
بیګا شپه د منګل زمريان لوبډلې لوبډلمشر ډاکټر ضياء ځلاند د واده مراسم په ډېر شاندار ډول ترسره شول.
موږ د منګل زمريان لوبډلې په استازیتوب نوموړي ته د نوي ژوند د پیل له امله د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوو.
الله تعالی دې یې ګډ ژوند له مینې، خوښۍ، برکت، روغتیا او سوکالۍ څخه ډک کړي، تل دې د خوښیو او نېکمرغیو په فضا کې ژوند وکړي، او هره ورځ دې یې له بریاوو او خوشحالۍ سره مل وي.
ډاکټر ضياء ځلاند! نوی ژوند مو بختور او مبارک شه
07/07/2026
د افغانستان کرکټ یو ستر اتل له لاسه ورکړ.
په ډېرې خواشینۍ سره د ملي لوبغاړی شاپور ځدراڼ د وفات خبر ترلاسه شو.
الله تعالی دې مرحوم ته جنت الفردوس نصیب کړي.
انا لله و انا الیه راجعون
30/06/2026
د خان محمد منګل کرکټ سوپر لیګ نهم پړاو په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.
په دې ویاړلي ورزشي سفر کې د ټولو ګډونوالو، لوبډلو، لوبغاړو، سپانسر، تنظیموونکو، رسنیو او د کرکټ د مینهوالو له ارزښتناک حضور، همکارۍ او نه ستړې کېدونکي ملاتړ څخه د زړه له کومې مننه کوو.
ستاسې د باور او ملاتړ په برکت، د لیګ نهم پړاو په بریالیتوب سره بشپړ شو. هیله لرو چې په راتلونکو پړاوونو کې به هم له لا غوره او زړه راښکونکو سیالیو سره ستاسو په چوپړ کې حاضر شو.
له ټولو څخه یو ځل بیا د زړه له کومې مننه!